ولسمشرحامدکرزي دافغانستان له ټولو خلکو په ځانګړې ډول له ديني عالمانو،قومي مشرانو سياسي ګوندونو او له حکومتي چارواکو غواړي ترڅو داساسي قانون په پلي کيدو کې خپلي هيڅ ډول هڅي ونه سپموي .
ولسمشرحامدکرزي چې داساسي قانون دتصويب دلمانځلوپه مراسموکې ګډون کړى وو زياته کړه که څه هم دافغانستان اساسي قانون دتيرو څوکلونو په ترڅ کې په يوشمير برخوکې نه دى پلى شوى خو له دي وروسته به دهيواد داساسي قانون په پلي کولو باندي جدي هڅي وکړي .