کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د ایران سره باید ټولې اړېکې پرېکړای شي

د ایران سره باید ټولې اړېکې پرېکړای شي

محمد رفیع واکمن
دا د ژوند له اصولو او قوانینو ځینی دی چې که ګاونډی دې در سره ښه وي، ښه راشه درشه ولری، ښه اړېکې او ښه مناسبات ولری او مهربانه اووسي او د یو او بل خیال وساتي، که هغوی سړیتوب کوي نو تاسې ته هم پکار ده چې سړیتوب او ښه رویه وکړﺉ او پر خوشحالۍ یې خوشحاله او پر غم یې غمجن او خواشیني وکړﺉ.
مګر که ګاونډی له تاسو سره ښه نه کوي او د ژوند په چارو کې درته ستونزې را پیدا کوي او خلکو ته دې سترګې ټیټوي او کوښښ کوي چې تاسې په ټول کلي، یا محل کې نورو خلکو ته په دوه پیسو کړي، نو بیا مونږ ته پکار ده چې داسې بې شرمه، بې احساسه، منافق او ښکرور ګاونډي ته غاښ ماتوونکي ځواب ووایو او خپلې ټولې اړېکې او مړی او ژوندی ور سره له منځه یوسو او ټولې اړیکې پرې کړو، ځکه چې که تاسې تل ښه کوي او هغه تل بد، نو بیا مونږ به نورو ته لوده او بې عقله ښکاره شو چې له داسې ګاونډی سره اړېکې ساتو او هغه پالو.
دا چې ایران هم له داسې بې شرمه، بې احساسه او منافقو ګاوڼدیانو ځینې دی، نو د افغانستان دولت ته هم پکار ده چې له داسې ګاونډي سره خپلې ټولې اړېکې له منځه یوسي او ایران ته نښلوونکي سرحدات او لارې ټول باید وتړل شي او د پرېکون اعلان دې وشي، تر څو چې په سر وخوري او عقل یې سر ته راشي چې افغانستان هم یو هېواد دی او ځان ته مشران او چارواکي لري او د دوی ځواب ورکولی شي.
دا ځکه لیکم چې له تېر څه کم دوو میاشتو څخه د افغان سوداګرو په تیلو بار تقریباْ ۱۶۰۰ ټانکرونه یې په خپل سرحد کې درولي او افغانستان ته د تلو اجازه نه ورکوي، ایرانیان دا دلیل وړاندې کوي چې دغه تیل د ایتلاف یا امریکایي قواوو ته رسول کېږي چې د خلکو په اند دا د ایران لویه تېروتنه ده.
له بلې لورې څو ورځې مخکې د رسنیو له لارې مې واورېدل چې له همدغه ټانکرونو له دریورانو او چلوونکو سره ایراني پولیس ډېره بده رویه کوي، هغوی وهي او ډبوي او پیسې ترېنه اخلي، چې دا د ښه ګاونډي له خصلتونو او اړیکو ځینې نه ده او ایراني پولیس ددې کار حق نلري چې پر افغانانو بې ځایه لاس پورته کړي او یا بې ځایه ور څخه پیسې وغواړي او واخلي.
له بلې خوا ایراني چارواکي زمونږ د لوړ پوړو چارواکو سپکاوي هم کوي، هغه داسې چې د افغانستان د تجارت وزارت ښاغلي وزیر صاحب له ایراني سفیر سره په دې مسلې خبرې کړي، خو په کابل کې د ایران سفیر ورته کومه پاملرنه نه ده کړې، دلیل یې دا دی چې تر اوسه لاره د تیلو د ټانکرونو پر مخ بنده ده.
له بلې لورې ددې مسلې د هوارې او حل لپاره د افغانستان یو لوړپوړی چارواکي د ښاغلي ولسمشر لومړی مرستیال ښاغلي مارشال فهیم قسیم د یو هیت په مشرۍ د ایران هېواد ته سفر وکړ، د تیلو ددغو درول شوي ټانکرونو په اړه یې له ایراني لوړپوړو چارواکو سره خبرې وکړې او هغوي زمونږ د ولسمشر له مرستیال سره ژمنه او وعده وکړه چې ډېر ژر به دغه ټانکړونو ته اجازه ورکړل شي چې د افغانستان خلکو ته تیل ورسوي، مګر افسوس چې د مارشال صاحب له سفر څخه دا دی تقریباْ دوه اونۍ تېرېږي، مګر ایرانیانو د تیلو هغه تقریباْ ۱۶۰۰ ټانکرونو ته چې افغانانو ته تیل رسوي د پولې د تېرېدو اجازه نه ده ورکړي، چې د خلکو په اند او ګومان ایراني چارواکي زمونږ د لوړ پوړو چارواکو او مسوولینو سپکاوي او حتا ددوي اعتبار او شتون ته زیان رسوي، چې ایراني چارواکي دا حق نلري چې زمونږ مشران او لوړپورړو چارواکي بې اعتباره کړي او ددوی سپکاوي او سیاسي ارزښت ته زیان ورسوي، هېڅ حق نلری چې دا کار وکړي، باید چې په ایران کې د ملاقات او لیدو پر وخت زمونږ لوړ پوړو چارواکو ته په روښانه توګه ویل شوې وای چې مونږ دې ټانکرونو ته اجازه نه ور کوو، چې حداقل ددوي اعتبار خو به زیانمن شوی نه واي.
له بلې لورې د ایران نورې تولیدي او خوراکي توکي او محصولات هر ورځ افغانستان ته واردېږي، که ایران زمونږ د ژوند یوې مهمې او اړینې اړتیا (تیل) ته د واردولو اجازه نه ورکوي، نو بیا ولې خپل بم بم کیک، ګلان شامپو او…. بې ارزښته او کم اړین توکیو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته وارد شي؟
زه د افغانستان د بهرنیو چارو محترم وزارت څخه په کلکه توګه غوښتنه کوم چې په کابل کې د ایران سفیر احضار کړي او په کلکه دې دغه موضوع ور سره د اخري ځل لپاره شریکه کړي او بیا دې ایران ته دې اخري ځل لپاره وړاندیز او غوښتنه وکړي چې د تیلو دغه ټانکرونو ته اجازه ورکړي که په لږه موده کې ایران دغه د تیلو ټانکرونو ته افغانستان ته د داخلېدو اجازه ور نه کړه، نو بیا د افغانستان دولت ته پکار ده چې د ایران څخه افغانستان ته ټول وارداتي توکي او محصولات د احتجاج او غوسې په توګه پرې بندیز ولګوي او خپل سرحدات او لارې دې له ایران سره بند کړي، تر څو ایران په کور دننه له فشارونو او ګواښونو سره مخامخ شي او د خپل دغې بدې کړنې څخه پېښمانه شي او افغانانو ته عذر وکړي چې نور به داسې بې عقله او بې احساسه کار نه کوي.
دا چې تاسې ته معلومه ده چې ورځ په ورځ د تیلو نرخ په افغانستان کې زیاتیږي او د خلکو په اقتصاد او ژوند کې منفي او غیر مترقبه اغېزه اچوي چې په نژدې راتلوونکي کې به افغان دولت له لوي ستونزې او ننګونې سره مخامخ شي.
نن مې په ورځپاڼه کې ولوست چې د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي یوه د نرتوب خبره کړې وه چې افغان سوداګر به له دې وروسته له ایران څخه تیل نه واردوي او هغه ۳۰٪ تیل چې له ایران څخه افغانستان ته واردېږي هغه به له نورو ګاونډیو هېوادونو وارد او راوړل شي چې د دوی په وینا له ځینو کمپینو او شرکتونو سره یې قراردادونه او خبرې اترې هم کړي دي.
که افغان سوداګر په رښتیا هم افغانان وي خپل هېواد او هېوادوالو ته د قدر او عزت په سترګه ګوري، نو له دې څخه وروسته به له ایران تیل څه چې نور شیان هم نه واردوي او ایران ته به همداسې غاښ ماتوونکي ځواب ووایي او لېرې نه ده چې ایراني چارواکي به همدغه سوداګرو ته عذر او زارۍ به وکړي چې راشي تیل او نور توکي افغانستان ته وارد کړي، نو هیله ده چې افغان سوداګر خپل هېواد او هېوادوالو ته ژمن او صادقه وي او خپل حیثت او عزت خوندي کړي.
زه لومړی له ټولو لیکوالو او رسنیو په کلکه توګه غوښتنه کوم چې په دې اړه نورې لیکنې وکړي او رسنۍ دې باید چې ژوندۍ او نور بحثونه او خبر اترې د تلویزونونو له لارې د افغانستان له سوداګرو، سیاسي چارواکو، پوهانو او عامو خلکو سره خپرې کړي او خپله کرکه او خواشیني د ایران له بې احساسه دولت په وړاندې وښايي.
زما بله غوښتنه له ټول افغان ولس څخه دا ده چې د ټولو ایراني توکیو او محصولات د پېر او پلور او استفادې څخه دې ډډه وکړي او خپله کرکه او کینه دې دغې بې احساسه دولت پر وړاندي ثابته کړي.
بل واړندیز او غوښتنه مې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ له درنې وزارت څخه دا دی چې په سوتي، تصویري او نورو رسینو کې پر ایراني سندرو، ډرامو، فلمونو او نورو کلک بندیز ولګوي او هر چا چې قانون مات کړ، دوی سره باید قانوني چلند وکړي.
او خپله افغانانو ته هم پکار ده چې لږ افغاني غیرت او همت پیدا کړي او ددوی له سندرو، ډرامو، فلمونو او نورو له لیدو او اورېدو ډډه وکړي او په زغرده دې ووايي چې له بې احساسه ګاونډي سره همداسې پکار ده.
ددې په هیله چې مونږ هېڅکله خپلو دغسې بې احساسه او بې مسوولیته ګاونډیانو ته محتاج نشو.