کور / تازه خبرونه / هلمند : د ۳۱ كيلو متره سړك د جوړېدو تړون لاسليك سو

هلمند : د ۳۱ كيلو متره سړك د جوړېدو تړون لاسليك سو

دغه سړكونه دلښكرگا دبولان له سيمي څخه تر چاه انجيراو د چاه انجيرڅخه دگرشك ولسوالۍ ترسپين جومات سيمي پوري غځېدلي چي تړون يې د يكشنبې په ورځ دهلمند والي محمدگلاب منگل اوپه دې ولايت كې دمېشتي ولايتي بيارغوني ډلي ياپي آرټي دمشرمايكل اونيل لخواپه داسي حال كي لاسليك سوچې دگڼو رسنيواستازو،دولايتي شوراغړواوقومي مشرانو گډون درلود.
لومړى سړك چي د بولان څخه ترچانجيرسيمي پوري رسيږي ۱۱نيم كيلومتره اوږدوالى او۷متره برلري چې ديوه كال په موده كې د۷مليونه اودوه سوه زره امريكايي ډالروپه لگښت دانگلستان دنړيوالي پرمختيايي ادارې په مالي مرسته جوړيږي .
بل سړك چي د چاه انجيرڅخه پېل بيادگرشك ولسوالۍ ترسپين جومات سيمي پورې رسيږي ۲۰كيلومتره اوږداوپنځه متره برلري چي دنهومياشتوپه موده كي دهمدې ادارې په مالي مرسته ددرې نيم مليونه امريكايي ډالروپه لگښت جوړ سي .