له نن څخه نږدې اته کاله وړاندې مې د دانش خپرندويې ټولنې په دفتر کې یو متواضع او نوراني سړی ولید. کيسه داسې وه، چې د دانش خپرندویې ټولنې مشر ته په څو وارې پرله پسې ورتلو ونه توانېدم، چې انډيوالي ورسره واچوم، خو بیا مې هم زړه را لوی کړ او دانش کتابتون ته چې له کوڅې څخه دوې زینې پورته و، ورننوتلم.
په کتابتون کې له ناست يوه سړي سره مې –چې د کوم کتاب ټرس يې تصحېح کاوه- ستړې مشې وکړه، خداى شته ډېر خوږ راباندې ولګېد، خو ومې نه پېژاند. هاخوا ښاغلى اسد دانش د دروازې خواته په لوړ بالښت یا ټیټه څوکۍ ناست و، چپه چپه يې زما خواته را وکتل، په زړه کې به یې ور ګرځېدل چې دا هلک دلته څه کوي، چې هره ورځ را روان وي. هسې خو هغه چا ته حوصله نه کوي مخامخ ورته وايي. نه پوهېږم، چې ماته یې ولې څه ونه ویل.
خداى شته، چې له دې حالته لا ستړی نه وم، خپل شله توب ته مې ادامه ورکوله چې ښاغلى دانش انډیوال کړم، خو لومړی په دې هڅه کې وم، چې دا سړی څوک دی؟!
په خبرو خبرو کې ښاغلي اسد دانش په تصحيح بوخت سړي ته غږ وکړ (صمیم صیب)، زه خو له پخوا نه له دې نامه سره اشنا وم. ماته د لومړي ځل لپاره خدای بښلي حاجي نسیم بینش د صمیم صاحب په اړه ویلي ول او تر هغې وروسته مې د هغه ډېر څه لوستي هم ول. تر هغې مې وروسته ورو ورو ځان ور معرفي او حاجي نسيم بينش مې ور ياد کړ. ښاغلى بينش د استاد صميم ښه يار و.
وروسته مې بيا استاد محمد آصف صميم په بېلابېلو غونډو او ناستو کې د نورو ټولو صفتونو ترڅنګ یو ښه سپین ګوی، زړور او سپېڅلى انسان وليد. هر چېرته به، چې د دریځ سر ته را پورته شو سپینې سپینې به يې ويلې او پر ځای نیوکو یې ټولو ګډونوالو ته خوند ورکاوه.
زه استاد محمد آصف صميم د يوه با نفوذه شخصيت په توګه پېژنم؛ د داسې با نفوذه شخصيت په توګه، چې کله یې هم له خپل نفوذه پوره ګټه وانه اخیستله.
څو ورځې وړاندې داسې مهال په لغمان کې د دانش خپرندويې ټولنې او د لغمان فرهنګي بهير ددغه بې جوړې شخصيت په اړه نمانځغونډه جوړه شوه، چې د غونډې لومړۍ برخه د ٢٠١٠ز کال په پاى او وروستۍ برخې يې د ٢٠١١ز کال تر پيله دوام وکړ.
زه هم دې پرتمينې غونډې ته ورغلى وم. په غونډه کې ګڼو ليکوالو او روڼاندو ځوانو فرهنګيانو د ښاغلي استاد محمد آصف صميم پر شخصيت او ادبي هلو ځلو ډېرې په زړه پورې مقالې ولوستې، ځوانانو ترې مخامخ پوښتنې وکړې او صميم صاحب يې په سړه سينه ځوابونه ورکړل.
له استاد څخه د پوښتنو په لړ کې عبدالغفور لېوال یوه اساسي او داسې پوښتنه وکړه، چې همېشه زما په ذهن کې ګرځېده، چې کاش استاد له خپل نفوذ څخه په دې برخه کې ګټه واخلي. پوښتنه داسې وه:
(استاده، ټول پوهېږو او په سترګو یې وینو، چې هېواد مو د بربادۍ خوا ته روان دی، د ملي رهبریت لویه تشه لرو، ځوانان مو نه پوهېږي، چې په چا پسې ولاړ شي، څه وکړي او… موږ باید څه وکړو، لاس تر زنې کېنو چې نور مو دا هېواد را جوړ کړي، چې دا ناشونې ده او که معجزه راشي، چې هغه هم نا شونې ده، څه باید وشي؟!).
دا هغه پوښتنه ده چې نن سبا د هر با احساسه او با ضمیره افغان په ذهن کې ګرځي. هر هغه افغان چې د وطن مینه یې نوکی هم په زړه کې وي همدا فکر یې زنګوي، خو هیچا یې هم د ځواب ویلو او لار موندنې هڅه ونکړه. استاد هم د پوښتنې حساسیت او مهم توب ته اشاره وکړه، خو بیا یې هم داسې څرګند او مشخص تګلوری ځوانانو ته ونښود. د ځوانانو له استاد څخه دا هیله ده چې که چیرته خپله د هېواد د راتلونکې لپاره نه مخکې کیږي، حد اقل دومره خو دې وکړي چې یو بل مخکې کړي او دی یې تر شا ودریږي. استاد یو سپیڅلی انسان دی، خلک پرې باور کولی شي او تر دې مهاله یې هیڅ داسې څه ندي کړي چې خلک پرې بې باوره شي. د بې باورۍ په دې تود بازار کې استاد غوندې انسان سره زر دی، د هېواد د نجات او ښیرازۍ لپاره د استاد فکر، عمل او خوځښت به د تاریخ پاڼه واړوي.
د دانش خپرندویې ټولنې، د لغمان مېشتو فرهنګيانو، د لغمان فرهګپال والي او نورو لغمانیانو مننه چې د استاد صمیم درناوی یې وکړ او ټولو مېلمنو ته یې مینه ورکړه.
د ودان افغانستان په سپېڅلي ارمان