کور / راپور / د ۳۰۰ فارغ شوو محصلینو د نمانځغونډې لنډ راپور

د ۳۰۰ فارغ شوو محصلینو د نمانځغونډې لنډ راپور

د هیواد د مختلفو پوهنتونونو څخه د وردګو د ۳۰۰ فارغ شوو محصلینو نمانځغونډه د یو لړ درنو، شانداره او پرتمینو مراسمو په ترځ کې جوړه او فارغ شوو محصلینو ته د مشرانو له خوا ویاړلیکونه، ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
 
په هغه غونډه کې چې له همدې کبله د ۱۳۸۹ د مرغومې په لسمه نیټه د کابل ښار د خوشحال مینې د باختر په هوټل کې جوړه شوې وه له ۱۰۰۰ څخه زیاتو کسانو ګډون پکې کړی وو چې د سهار په لسو بجو پيل د ماسپښین تر یوې بجې پورې یې دوام درلود.
دغه غونډه په څو برخو ویشل شوې وه چې د قرآن عظیم الشان له تلاوت او ملي سرود له غږولو  وروسته د غونډې په لومړۍ برخه کې ویناوې او پیغامونه وړاندې شول ، د غونډې دویمه برخه نوو فارغانو ته د ویاړلیکونو، ډالیو او ستاینلیکونو ویشلو ته ځانګړې شوې او د غونډې دریمه برخه چې د غرمې او ټنګ ټکور پروګرام وو.
 



د ویناوو په برخه کې د محصلینو د اتحادیې، د پوهنتونونو د استادانو، د وردګو د مرکزي عالي شورا د رییسه پلاوي، ولسي جرګې ته د کابل له ولایت څخه د ځینو بریالیو وکیلانو، د مدنې ټولنې او د ښځو په استازیتوب ویناوې او پیغامونه وړاندې شول. همدارنګه د هیواد د پوهنې وزیر جلالتمآب فاروق وردګ هم د یوه لنډ پيغام د رالیږلو په ترځ کې بریالیو فارغانو ته مبارکي وړاندې کړه او هغوی یې خپلو لویو ملي مسوولیتونو ته متوجه کړل. د غونډې د ویناوالو د خبرو مهم ټکي په لاندې ډول وو:




1. زموږ د خلکو یووالی او زده کړې د حصول په لاره کې هڅې د راتلونکي د هر ډول بریاوو ضامن دی.
2. د وردګو او میدان په ولایت کې یو پوهنتون جوړیدل د بل هر وخت څخه زیات ضروري دی ځکه چې دغه ولایت ګڼ محصلین لري او د هیواد په نورو پوهنتونونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
3. زموږ محصلین او فارغ شوي وروڼه او خویندې باید د یوه داسې مثبت بدلون په لوري کلک ګامونه کښیږدي چې د یوه پلان او ستراتیجۍ له مخې خپل پرمختګونه یقیني کړي او په سیمه کې باید چې د نارینه او ښځینه طبقې د تعلیم لپاره له کوم تبعیض پرته هڅې و شي.
4. فارغ شوو محصلینو ته د دندو په پیدا کولو او په پوهنتونونو کې د محصلینو د علمي او معیشتي ژوند د ښه کولو په برخه  کې باید د سیمې ټول مشران که هغوی حکومتي چارواکي، ملي سوداګر، د کورنیو او نړیوالو موسساتو کارکونکي او یا په بهر کې اوسیږي له دغه بهیر سره د خپلې اسلامي او ملي دندې له مخې مرسته وکړي.
5. زموږ هغه شمیر خلک چې په ښارونو کې میشت دي باید چې د کلیوالو سیمو د خلکو مشکلات او ستونزې هیرې نه کړي بلکي له هغوی سره د تعلیمي چاپیریال په برخه کې هراړخیزه مرسته وکړي.
6. د کابل پوهنتونو د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځۍ استادې آغلې حمیرا حقمل اعلان وکړ چې همدا نن د نوموړې د شخصي هلو ځلو په نتیجه کې د یوه پوهنتون د بنسټ ډبره د وردګو او میدان د ولایت په مرکز کې ایښودل کیږي او هڅه روانه ده چې نوموړي پوهنتون په لومړي سر کې د کابل د پوهنتون یوه څانګه وي او که ملي پانګوال مرسته وکړي نو د یوه خصوصي پوهنتون شکل به غوره کړي.
7. د وردګو د مرکزي عالي شورا رییس ښاغلي انجینر محمد طاوس ساجد، ولسي جرګې ته د کابل د ولایت څخه بریالیو وکیلانو هر یوه انجنیر شیرولي وردګ او ډاکتر عبیدالله کلیمزي د خپلو خبرو په ترځ یادونه وکړه چې په وردګو کې د زده کړو د روان بهیر د ښه والي لپاره به کار کوي او د محصلینو د ستونزو د لرې کولو لپاره یې د اړتیا پر مهال د هر راز مرستو چمتوالی څرګند کړ.
ورپسې په ترتیب سره د کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، کابل پولیتخنیک پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنتون، د خوست پوهنتون، د پکتیا پوهنتون او البیروني پوهنتون د مختلفو پوهنځیو فارغ التحصلانو ته د وردګ مشرانو له لوري ویاړلیکونه، تقدیرنامې او ډالۍ ورکړل شوې او غونډه په غرمنۍ، ټنګ ټګور او دعایې سره پای ته ورسیده.
یاده دې وي چې د تیرو څلورو کلونو راهیسې هر کال د وردګو د محصلینو لپاره د تعلیمي کال په پای کې د وردګو د محصلینو د اتحادیې، ځینو کلتوري ټولنو او مشرانو په نوښت ځانګړې نمانځغونډې جوړیږي او د نوو فارغ شوو محصلینو د فراغت جشن د ځانګړو مراسمو په ترځ کې نمانځل کیږي.