دڅوورځوراپه دیخودمصرپه پلازمینه قاهره کی دپراخوپرګنولخوادحسن مبارک د واکمنی پرضدلاریونونه ادامه لری. مخکی له دی نه چی دحالاتوارزونه په اوسنیوورځوکی پیل کړم ستاسوتوجه زماهغی ژباړل شوی لیکنی ته راګرځوم چی په ماپه خپله ویبپاڼه کی www.nahimi.dk/pashto په ۴ / ۱۱ / ۲۰۱۱ نیټه خپره کړه. دالیکنه مادډنمارکی ورځپاڼی څخه ژباړلی وه. اړوندوبرخی یی ولولی:
په اوسنی وخت کی دولسمشری دمقام لپاره دحسن مبارک ډیرمحرم اونژدی سړی سلیمان چی په عینی وخت کی دامنیت مشرهم دی، ډیریی نوم یادیږی. که څه هم نوموړی اوس د(۷۵) کالودی ولی دنوموړی لوړعمرددی باعث نشی کیدلای چی دهغه وړتیاته زیان ورسوی.دحسن مبارک په قول نوموړی ترلومړی وزیر،احمد نظیف وټاپ(لوړچارواکی دی) ته نژدی دی. اوهم دی وه چی دسولی دخبرو جریان یی د فلسطین اواسراییلوترمنځ رهبری کاوه.
ځینی سیاستوال وایی چی کیدای شی چی سلیمان ولسمشرنه نشی ځکه نوموړی دواکمن ګوندغړی نه دی.
مبارک هم بل ځل
دمصرددودپه بنسټ ولسمشراسعفأنه کوی. دوه مخکنی ولسمشران ددندی په درشل کی مړه شوی دی. ډیری په دی باوردی چی حسن مبارک به دولسمشری ددندی څخه ځان ګوښه نه کړی، ولی په یوه شرط ، که معالج ډاکټران مشوره ورکړی چی کیدای شی دسالم سوچ وهلوقابلیت یی دلاسه ورکړی دی، نوپه دغه صورت به ددندی څخه استعفأوکړی.
دسیاسی شنونکوپه اندپه هرحال په کلکه سره هڅی روانی دی چی دواک لیږدون دناست ولسمشرڅخه وراتلونکی ولسمشرته په ارامه اومطمینه توګه وشی. که چیری ناست ولسمشرحسن مبارک بیاهم دولسمشری دمقام لپاره ځان ونوموی، بیله شکه له ده نه به وروسته په واک کی تشه رامنځته شی. یوه مهمه دنده اوس داده چی په ټینګه حالات داسی باوری شی چی فوځی کودتاه ونشی ځکه ډیری کسان به په پوره باور به هڅی وکړی چی داتشه ترحسن مبارک وروسته ډکولای
شی.
دلویدیزوهیوادونودلچسپی
لویدیزهیوادونه هم ددی موضوع سره چی څوک به په یوټاکلی وخت کی دحسن مبارک بدیل وی، بی علاقی نه دی.
دلویدیزوالولپاره دمصرهیواددتیریدنی هغه لارده چی ستونزمنوسیموته لاره موندلای شی.
دلویدزوالولپاره په زړه پوری ده چی واکمن وکولای شی چی دمباحثی دروازی د ګډبازاردهیوادونواودامریکی لپاره پرانستلی وساتلای شی، سره ددی چی دخلکو عمومی مخالفت به داوښیی چی ګواکی واکمن داسراییلوسره ښی اړیکی لری .
په تیره څیړنیزه لیکنه کی څومهم ټکی راسپړل شوی دی:
– داسی ښکاریدل چی دولس نظرداسی وه چی حسن مبارک دوروستی ځل لپاره دورپیښی شوی ناروغتیا سره دولسمشری لپاره بایدځان نه وای نومولی. په تیره لیکنه کی ډیروداسی سوچ کاوه چی ولسمشردخپل زوی جمال مبارک لپاره ددی مقام لپاره لارهواره وی. چی دانظریه هم په تیره لیکنه کی څرګنده وه چی ولس زړه نه ورته ښه کوی اوپه جمال مبارک کی یی داتوانمندی نه لیدله چی له دغی درندی دندی له عهدی څخه ووزی. ډیرووړاندیزداوه چی عمرسلیمان دڅارګری اداری مشر که دحسن مبارک پرځای واک ته ورسیږی، کیدلای شی چی دحسن مبارک په تللوسره، تشه ډکه کړی. که څه هم ځینوفکرکاوه چی نوموړی دواکمن ګوند غړی نه دی. ولی ولسمشرمبارک دخلکولیدلوری اوغوښتنوته غوږونه نیوی چی پایله یی اوس وینو. دپوره بیان په لوستلوغواړم اوسنی حالت وڅیړم:
اوس لس ورځی کیږی چی دمصرپه پلازمینه قاهره کی دخلکوقهراوغصه را پاریدلی اوزیات خلک چی لویه برخه یی ځوانان دی، سړکانوته راوتلی. دحسن مبارک ګوښه کیدل غواړی. داخوځښت په لویه کچه دځوانانوله خوامخته وړل کیږی. دمصریوژورنالست چی (۳۶) کاله په خپله دنده کی تجربه لری، دډنمارک دومی تلویزیونی شبکی ته وویل: داجریان دځوانانولخواچی د(Facebook) خوځښت هم ورته ویلای شو. داځوان نسل دی چی دنوی تکنالوجی څخه په ګټه اخیستوسره ځانونه تنظیم اوداعتراض لپاره تیاروی.
دیوبل خبرله مخی دلومړیوورځولاریونونه ارمه اوسوله امیزه وه. ولی دپولیسو کړنی هم په زړه پوری نه وی. مصریومیلیون پولیس لری. دلاریون کونکود دومداره اعتراضوپه پایله کی پولیس دښاردامنیت څخه منع شوه ځکه ډیرمتعرض وه. دولت پریکړه وکړه چی فوځیان سړکانوته دامنیت لپاره راویستل شی. ولی د فوځ دنده دانه ده چی په ښارونوکی امنیتی چاری پرغاړه واخلی نوځکه حالات نورهم خراب دی. د Politiken Søndag d.30.1.2011 دورځپاڼی یوه برخه ولولی:
« په مصرکی کوم مخالف ګوندونه دتشی دډکولولپاره هڅی کوی:
– داسلامی وړونوګوند: داهغه ګونددی چی په مصرکی زیات نفوذلری. په ورستیو وختونوکی سیاست ته بدلون ورکړی دی، تریوی کچی دیپلوماتیکی کړنی کوی نو ځکه یی تیاری ښودلی ده چی دنوروګوندونوسره ګډکارخوښوی.
– څلورګوندونه: Nasseristerne, Wafd, Tagammu, Ghad چی اپوزیشن یی جوړکړی دی. دخلکوزیات باورورباندی نشته ځکه څوځله یی دحسن مبارک په مقابل کی ملایمت ښودلی دی اوخپل منځی ستونزی هم درلودلی.
– دولس له منځه ګروپونه چی Kifaya اوداپریل دمیاشتی دشپږمی نیټی جنبش. دا هغه کسان دی چی په لاریونونوکی زیاته ونډه لری. ددی خوځښت هیله داده چی حسن مبارک بایدلیری شی، ولی ستونزه یی داده چی وړاندیزنه لری چی څوک بایددواک پرګدی کښینی.
دمصردخلکوپاڅون دشرقی اروپادخلکودخوځښتونوسره توپیرلری ځکه دشرقی اروپاجنبشونوڅرګندی موخی درلودی مګردمصراوسنی جنبش په دی نه پوهیږی چی پرکومی لور په خوځښت کی دی اوڅه غواړی.»
دنوموړی ورځپاڼی په (۱ / ۲ / ۲۰۱۱ ) نیټه ګڼه کی راغلی دی چی:
دری څیری په سیاسی ډګرکی اغیزه لری:
۱ – عمرسلیمان: دناست حکومت دڅارګری اداری مشرچی دجمعی په ماښام دحسن مبارک له لوری عمرسلیمان(۷۵) کلن دولمشردمرستیال په توګه اعلان شو. نوموړی دخلکوپه منځ کی تریوی کچی محبوبیت درلودی، کله چی د ولسمشردمرستیال په توګه اعلان شو، اعتراض کوونکودده پرضدهم شعارونه ورکړه. دشنونکوپه قول دغه ټاکل ډیرناوخته وشوه چی اغیزه یی ډیرلږده.
۲ – محمدالبرادی: کډوال مصری چی دملل متحدډیپلومات، داټومی سلاحو پلټونکی اودنوبل دجایزی وړونکی هغه څیره ده چی غواړی مخالف ګروپونه راټول کړی په اوسنی وخت کی د(۳۰) ګروپونوداستازولخوادمشرپه توګه پیژندل شویدی چی دسی شنبی په ورځ نوموړی ته وویل شوه چی دنن ماپښین لپاره ګډی موخی جوته کړی چی یوګډ پلاتفورم دټولوګروپونودراټولولولپاره تیارشی.
۳ – محمد بادی: داخوان المسلمین مشردی چی اوس هم وایی چی نه غواړی اوسنی انقلاب ته زیان ورسوی. اهغه ګونددی چی په مصرکی ډیرملاتړی لری. شنونکی فکرکوی چی داخوان المسلمین ډله غواړی چی مقاومت ته دوام ورکړی اودنوروډلوترمنځ یووالی وساتی.»
حسن مبارک دګوښه کیدوپه اړوندوایی چی زه تیاریم چی دسپتمبرپه ټاکنوکی دولسمشری لپاره ځان ګوښه کړم. ولی اوس زماپه ګوښه کیدوسره په هیوادکی ډیره ګډوډی راځی. یوغربی ژورنالیست په دی اړوندوایی : « دحسن مبارک ارزونه ودی ته ورته ده لکه چی دپیس اوکولراپه منځ کی چی سړی انتخاب کوی.»په دی ماناچی دنوموړی پاته کیدل اوګوښه کیدل دستونزڅخه خالی نه دی.
نن دچارشنبی په شپه دامریکی ولسمشربارک اوبامااودنوموړی کابینی پرحسن مبارک فشارراوړی چی همدااوس استعفأ وکړی. ترسپټمبرپوری دده مرستیال سلیمان عمردلیږدونکی حکومت دنده دفوځ په مرسته مخته بوزی اودازادوټاکنو لپاره به زمینه برابره کړی.
داخوان المسلمین ډلی همدانن شپه دسلیمان عمر هغه بلنه رده کړی ده چی د حکومت سره دمذاکری میزته کښینی.
حالات کړکیچن دی، بهرنی ژورنالیستان شکایت کوی چی دحسن مبارک ملاتړی په قصدی ډول ګډوډی ته لمن وهی اوپه ځانګړی ډول بهرنی ژورنالیستانوته وهل، ټکول ورکوی اووسایل یی چوروی. دلیل یی دادی چی بهرنیان دحالاتو کړکیچن کولوته لمن وهی اودپیښوغلط راپورونه نړیوالوته ورکوی. نن هم غټی مظاهری دوام لری اومیدان التحریر(دازادی ډګر) په بشپړډول دلاریونکونکو په ولکه کی دی. دحسن مبارک ملاتړی یی له دغه ډګرنه شړلی دی. ولی زیات لاریون کونکی زخمیان اویوشمیریی وژل شوی دی. داارقام دویلوسره احتیاط په کاردی ځکه ډیربهرنی ژورنالیستان ادعا لری چی دحالاتوپه نظرکی نیولوسره کره معلومات ټولول دلوی خطری سبب کیدلای شی. سره ددی چی نن سهارادعا کیده چی حسن مبارک استعفأ ورکړیده ولی دادرسته نه ده. غواړم داوسنی معلوماتوپه دردلوسره دلیدلوری په اړوندخپل اټکل لوستونکوته وړاندی کړم:
۱ – که ترټاکنومخکی حسن مبارک ځان ګوښه کړی وای ډیراحتمال وه چی دقدرت لیږدون اویادریفورم رامنځته کیدل ترډیری کچی په سوله ایزه توګه رامنځته شوی وای.
۲ – دبهرنیوشنونکودخبروپه تأییددحسن مبارک رژیم ولس اومخالف سیاست وال دومره په اوسپنیزوکړیوکی بندکړی وه. چی په تیرودیرشوکلنوکی یی ونشوای کړای چی په سیاست کی پوخوالی ته ورسیږی اوداداری توان ته په ګوندونوکی پرمختګ ورکړی.
۳ – داخوان المسلمین ګوندپه ټولنه کی زیاته اغیزه لری اودډنمارکی شنونکوپه اند دازادوټاکنوپه درشل کی ډیره کی خپلولی شی. ولی ځنی شنونکی په دی اندهم دی چی داخوان المسلمین ګونددنوری نړی دبنسټپالوسره توپیرلری اواحتمال نشته چی داسی کړنی وکړی چی نړیوال په خپلوکړونوپه غصه کړی.
۴ – نورګروپونه هم پوره یووالی نلری اونوی ځوانان دیوی توانمندګوندپه ډول تنظیم شوی نه دی. تجربه یی داحساساتوپه پرتله ډیره لږه ده اونړیوال حالات د عربی هیوادونوپه ګډون هم کړکیچن دی.
۵ – ترټولوناوړه داده چی دلاریونوپه نتیجه کی وژنی وشوی اوحالات یی دسوله ایز حالت څخه وډیرکړکیچن حالت ته ورسول.
۶ – ډیرشنونکی داسی باورلری چی مصرډیرغښتلی فوځ لری اودامریکی سره ډیری نژدیکی اړیکی لری دکلونوپه اوږدوکی اوهمدااوس امریکه مرستی ورکوی نوکیدای شی چی حالات قابوکړی.
دپورتنی بیان سره چی څه روښنی هم دراتلونکی لپاره ترسترګوکیږی ولی زه خپل وروستی نظرپه څوټکوکی رالنډوم:
داخوان المسلمین ګونددکلونوپه اوږدوکی ډیرټکول شوی دی، دبل لوری دډیرو وروسته پاته هیوادونودبنسپالوګوندواساس له همدی مصرڅخه پیل شوی دی چی ژوندی مثال یی دافغانستان(جوانان مسلمان) چی برهان الدین ربانی، غلام محمد نیازی اوعبدالرسول سیاف دهمدی مکتب څخه الهام اخیستی وه چی زڼه یی په افغانستان کی وټومبل. دابه ډیره ستونزمنه وی چی دمصرګونددنړیوالی بنسټپالی څخه ځان بیل وګڼی. ځکه دابه ددوی دایډیالوژی سره په ټکرکی راشی. دبل لوری دکلونوپه اوږدوکی چی دواکمن حکومت لخوازندانونه اوستونزی ګاللی دی داستونزی به یوازی په دولت کی په ځایدوسره رفع نه شی.
ترټولومهمه داده چی نورګوندونه اوشخصیتونه هم دومره محبوبیت نلری چی کړکیچن حالات ترکنترول لاندی ونیسی. دنوبل دجایزی ګټونکی ممکن ملاتړی ولری ولی ددولتداری پراخه تجربه نلری.
لویدیزهیوادونه اوامریکه په واروارادعاکوی چی ددوی ګټه په سوله اوارامی کی ده اونه غواړی چی په مصرکی حالات کړکیچن شی. که دادعارښتیاوی نوباید متوجه واوسی چه هغه ډول ډموکراسی چی دوی غواړی په مصرکی یی پیاده کول دغومره ستونزی لری لکه په عراق اوافغانستان. که دوی بیاهم داخوبونه وینی. زماپه اندیوبله لویه غلطی کوی.
زه راتلونکی کړکیچنه بولمه. اودابهیربه کړکیچونوحالت ته نورهم دننه کیږی. لویه ګټه به دبنسټپالوپه برخه وی پای