کور / z_buitenland_news -- 5 / د پاکستان مسلم ليګ څو تنو ځانته بېله ډله جوړه کړه

د پاکستان مسلم ليګ څو تنو ځانته بېله ډله جوړه کړه

دپاکستان مسلم ليګ څو تنو سناتورانو ځان ته بېله ډله جوړولو اعلان وکړ ، د مسلم ليګ ( ق ) شپږ سناتورانو چې په هغه کښې نيلوفر بختيار هم شامله ده په ګوند کښې دننه ځان ته نوى ګروپ جوړولو اعلان کړيدۍ ، اسلام آباد خبري کلب کښې خبرې اترې کولو په ترڅ کښې نيلوفر بختيار ووئيل چې دغه نوي ګروپ ته فارورډ بلاک نشي وئيل کېدلې ، مونږ په پاکستان کښې د جمهوريت غوښتونکي يو او مونږ د هغو ټولو ادارو ملاتړ کوو چې په پاکستان کښې د جمهوريت ملاتړ کوي ، په سينټ ( د مشرانو په جرګه ) کښې به بشپړه کردار ادا کړو ، سناتور ولي محمد ووئيل چې مونږ خپلواکه عدليه غواړو ، چودري صېب چې کله د پاکستان وزير اعظم وه نو د بلوچستان ( سهيلي پښتونخوا ) د مسئلې لپاره يې دوې کمېټۍ وټاکلې چې کومې پايلې ونکړې.


له بلي خوا د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) مخکښ چودري نثار على خان وئيلي دي چې مسلم ليګ ( ن ) او پيپلز ګوند زياتې څوکۍ تر لاسه کولو مقصد دغه ندۍ چې انتخابات په صفا توګه تر سره شو ، اسلام آباد کښې مطبوعاتي کنفرانس ته د وينا پر محال چودري نثار على خان زياته کړې ده چې انتخابات په صفا توګه ندي شوي ، له مونږ سره په انتخاباتو کښې د شوي درغلي ثبوتونه موجود دي ، تر انتخاباتو له مخه حکومت داسي اقدامات وشو چې د هغه له امله مسلم ليګ ( ق ) ته ګټه ورسيده.