د “آزادو ژورنالیستانو” ډلي پخپل خپور سوي کلني راپور کي لیکلي چي په ۲۰۱۰زېږدیز کال کښي په ټوله نړۍ کي ۵۷ تنو ژورنالیستانو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ; دغه شمېره د ۲۰۰۹ز کال سره په پرتله ۲۵ سلنه کمه سوې ده . خودیادوني وړ ده چي په لراوبر ویبپاڼه کي د فرانس پریس آژانس د ژورنالیستانو د نړیوال فدراسیون په حواله خپور سوي خبر کښي راغلي، چي ۹۴ خبریالان وژل سوي دي .
په ۲۰۰۹ ز کال کښي ۷۶ تنه ژورنالیستان وژل سوي دي، چي ددې جملې څخه یې ۳۰ تنه د پیلیپاين په جنوب کي د یوې حملې په ترڅ کښي له منځه ولاړل .
راپور زیاتوي چي د ۲۰۱۰ کال د له منځه تللو ژورنالیستانو زیات شمېر یې په پاکستان، عراق او میکسیکو کي وه : په پاکستان کي ۱۱ تنه، په عراق او میکسیکو کي ۷ – ۷ تنه د مرګ په خوب ویده سوي دي .
همداراز په ۷ افریقايي هیوادونو کي هم ژورنالیستان له منځه تللي، چي ۳ یې د سومالیا وه. په هندوستان، لبنان، اسرائیل، اندونیزیا، یمن، برازیل، روسیه، اوکراین، یونان او ځینو نورو هیوادونو کي د له منځه تللو ژورنالیستانو شمېر ۱ تن دئ .
د “آزادو ژورنالیستانو” سر منشي جین-فرانثواس جولیارډ ویلي چي حکومتونه باید د ټولو هغو ډلو په اړه پلټني وکړي او د قانون و منګلو ته یې وسپاري، کومي چي ژورنالیستیکي نړۍ ته مالي او ځاني زیان رسوي .
همداراز په ۲۰۱۰ز کال کښي په هره لویه وچه کي ژورنالیستان تښتول سوي دي، چي مجموعا ۵۱ تنه کیږي.
رسنۍ په خپلو راپورونه کي دا هم زیاتوي چي بلاګ چلوونکي هم تښتول سوي او نیول سوي دي .
د یادوني وړ ده چي اېران په ۲۰۱۰ز کال کي د دوهم ځل لپاره هغه هیواد دئ، د کوم ځایه چي زیات شمېر ژورنالیستان نورو هیوادونو ته کډوال سوي دي .
– سرچینه : د آزادو ژورنالیستانو کلنی راپور او د بي بي سي څخه ژباړه
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه