کور / خبرتیا او پيغامونه / مشهور ليکوال او شاعر الحاج محمدناصر نصرت وفات سو

مشهور ليکوال او شاعر الحاج محمدناصر نصرت وفات سو

د پښتو ژبي مشهور ليکوال الحاج محمدناصر نصرت په کندهار کي تر اوږدې ناروغۍ وروسته وفات سو.
الحاج محمدناصر نصرت شاوخوا ٩٠ کاله عمر درلودئ، چي له څو کلونو راهيسي د فلج په ناروغي اخته او پر ځاى پروت وو. نوموړی نن په کندهار کي وفات او د کندهار د مشاهیرو په هدیره کي خاورو ته وسپارل سو.
ارواښاد نصرت د کندهار پر طلوع افغان ورځپاڼه او کندهار مجله سربېره د هيواد په مختلفو ورځپاڼو او مجلو کي په سوونو علمي، تاريخي او تحقيقي ليکني کړي وې، متعددي شعري ټولګي او منثور آثار يې پر پښتو ژبه لورولي وو.
د ارواښاد نصرت د ژوند وروستى اثر د پښتو ژبي د نازکخيال شاعر شهيد مولوي عبدالغفار بريالي د اشعارو راټولول وو، چي د اهاړ تر نامه لاندي يې ترتيب کړ.
د لراوبر ويباڼي اداره او په کندهار کي د بېنوا فرهنګي ټولني اداره د ارواښاد نصرت صاحب مړينه پښتو ژبي ته يوه ضايع ګڼي، نصرت صاحب ته جنتونه غواړي او له فرهنګپالو زامنو (الحاج محمدسرور نصرت، محمداکبر نصرت، محمدنادر نصرت او محمدظاهر نصرت) او کورنۍ له نورو غړو سره يې په دې غم کي ځانونه شريک بولي او د زړه صبر ورته غواړي.
د نصرت صاحب اروا دي ښاده وي