بسم الله الرحمن الرحیم
د جدی شپږمه او د اکتوبر اوومه د افغانستان په تاریخ کی دوې کرغیړنی او منحوسی خاطرې دي . په لومړنۍ نېټه شورویانو او په دوهمه هم امریکایانو پر افغانستان پوځی یرغل کړی دی . د جدی شپږمی د افغانستان پایی ولړزولې خو د اکتوبر اوومی بیا هغه ونړولې . د جدی شپږمی افغانانو ته زقوم خو د اکتوبر اوومی بیا سموم ورکړل . اصلی ټکی دا دی چی شورویانو هم افغانستان نه غوښت بلکی هغه یې د یو بل هدف لپاره نیوﺉ او امریکایان هم افغانستان نه غواړی بلکی هغه یې د یو بل هدف لپاره نیولی دی . ماسکو ځان د هند ګرمو اوبو ته رساوه خو واشنګټن بیا ځان د مرکزی آسیا او کسپین تیلو ته رسوی . لومړنۍ نیونې سور مرام درلود خو دوهم اشغال بیا شین مرام لری . هغوی « کمونیزم » تحمیل کاوه خو دوی بیا « دیموکراسي » تحمیلوی . هغوی مخامخ ګوزار کاوه خو دوی له شا نه وار کوی . هغوی په تېره توره خو دوی په پڅه توره د افغانانو مرۍ پرې کوی . هغوی په عقیدوی سیخ پېیلو خو دوی مو په کلتوری سیخ پېیی . هغوی ډیر خلک وژل خو لږ یې خپلول مګر دوی بیا لږ خلک وژنی خو ډیر خپلوی ، یعنی :
۱ ـ شوروی ننوتنه ناببره وه ، خو امریکایی ننوتنه د مخکی څخه لا معلومه وه ( چی را روانه ده ) .
۲ ـ شوروی نیونې د واکمنو سره خو امریکایی نیونې بیا د مخالفینو سره یارانه لرله .
۳ ـ شوروی نیونې واکمنان تبدیل یا ذلیل کړل خو امریکایی نیونې بیا مخالفان تعدیل یا تجلیل کړل .
۴ ـ شوروی نیونه په یوازی سر خو امریکایی نیونه د ناټو په سر ده .
۵ ـ شوروی نیونې ملګري ملتونه شا ته کړل خو امریکایی نیونې بیا را مخته کړل .
۶ ـ شوروی نیونې عقیدوی ، خو امریکایی نیونې بیا منفعتی اساس لرلی دی .
۷ ـ شوروی نیونې تعاونی موادو ته ، خو امریکایی نیونې مخدره موادو ته رونق ورکړ .
۸ ـ شوروی نیونې سرونه خو امریکایی نیونې ډالرونه رامخته کړل .
۹ ـ شوروی نیونې کمونیسټان ډیرول ، خو امریکایی نیونه جاسوسان ډیروی .
۱۰ ـ شوروی نیونی افغانان په کلک سیم ، خو امریکایی نیونې بیا په نرمو ورېښمو سره زندۍ کړل .
هغه نیونه چی د جدی پر شپږمه او هغه نیونه چی د اکتوبر پر اوومه راپیل سوې ، دواړې د افغانانو د سرونو د مېچن په توګه ثابتی سوي دي . دواړو هېواد لوټی لوټی ، ولس په وینو کی لژند او ملی اډانه خاوری کړه . دواړو خپل خپل ګوډاګیان واکمن او بیا په ساختګی ډول « قانونی ! » کړل . دواړو موږ اوخپلو ولسونو ته عظیم تاوانونه ورسول . دواړو خپل پوځیان تر یو فاسد ، او غیر ملی رژیم قربان کړل . دواړو د وچ زور او غرور څخه کار اخیستی دی . دواړو برﺉ او سرلوړﺉ نه بلکی ضلالت او ذلالت حاصل کړ . دواړو خپلی خزانې پکښی تشی کړې . لنډه دا چی دواړه په خپل پلان کی ناکام او مقهور سول .
وګوری ، په کابل کی د روسیې سفیر ضمیر کابلوف په ۲۰۰۸ کی داسی اعتراف وکړ : « داسی اشتباه وجود نلری چی شوروی دی کړې وی خو نړیوالی ټولنی دی په افغانستان کی نه وی کړې …. زه په دې ډیر خوشاله یم چی په ایساف کی روسي عسکر شامل نه دي ، ځکه زه نه غواړم چی هغوی هم د عین نتایجو څخه په عذاب سی . » نو دا چی امریکایانو هم نن افغانستان د شورویانو غوندی ځپلی ، رټلی او کوټلی دی ، ژر یا وروسته ښایی د هغوی په برخلیک مبتلا سی .
امریکا یو وخت په جګه غاړه ویل چی موږ د شوروی نیونی څخه د افغانستان آزادونکي یو ، خو نن پخپله د همدې افغانستان نیونکی او اشغالګر سو . یعنی د پرون « آزادونکی » د نن « اشغالونکی » سو . د پرون « خواخوږی » د نن « وینی تږی » سو . د پرون « آبادونکی » د نن « بربادونکی » سو . او لنډه دا چی د پرون « ژغورونکی » د نن « وژونکی » سو .
په هر صورت ، دا چی « د جدی شپږمه » د افغانستان په تاریخ کی یوه توره لکه ثابته سوې ، نو « د اکتوبر اوومه » هم تر هغه کمه نه بلکی زیاته منحوسه وختله . امریکا د افغانانو پوروړې ده . د امریکا مشهور کانګریس وال ( ډانا رورابکر ) په ۱۹۸۸ کی داسی اعتراف وکړ : « افغانانو زموږ سره د ساړه جنګ په ختمولو کی مرسته وکړه . که د افغاولس زړه ورتیا نه وای ، نو موږ به تر اوسه هم د سړې جګړې په هماغه مابین کی ولاړ وای او هر کال به مو ۱۰۰ بلیونه ډالره مصرفولای تر څو د روسانو څخه مو د ځانو دفاع کولای . دا د دوی ټینګتیا او غیرت و چی د کریملین ارادې یې ماتی کړې . . . ځکه نو موږ د دوی ډیر پوروړي یو . » آیا د دې احسان بدله دا سوه چی نن یې افغانستان په خاورو کی را څملولی او ځپلی دی ؟ هو ، د افغان جهاد له برکته امریکا د نړۍ یوازینی لوی قدرت سو خو د دې نیکۍ اداینه یې په نمک حرامۍ سره وکړه .
دا چی افغانانو په تشو لاسو خو اوسپنیزه تکل سره شورویان مات او مغضوب کړل ښایی ژر یا وروسته دغه بل اشغالګر هم د خپل کرغیړن عمل په سزا ورسوی . که روسیه پرون دلته وښوېده نو امریکا همدا نن د ښوېدو په حال کی ده . که د جدی شپږمی شوروی له حتمی ذلته خلاص نکړ نو د اکتوبر اوومه به امریکا هم له حتمی آفته خلاص نکړای سی . و ما ذالک علی الله بعزیز ، والسلام ، ( ن . صمد )