دوشنبه د 1389 ﻫ ش كال د مرغومي يا جدې شپږمه په افغانستان باندې د شوروي سوسياليستى جماهيرو د اتحاد، د سره پوځ د تيري له يو دېرشمې كليزې سره برابره ده.
دا روځ د افغانستان د خلكو په اوږده– لرغوني تاريخ كې واقعاً تر ټولو توره روځ ده چې د ګران هېواد ملي حاكميت د شوروى د سرتيرو او ټانكونو په زور تر پښو لاندې شو او په كابل كې د ببرك كارمل په مشرئ د يو شمير ګوډاګيانو واكمني جوړه شوه .
شوروي لښكر لس كاله په افغانستان كې پاتې شو. د نړيوالو خبري سرچينو په حواله د دوى شمېر د يو لك او شل زره پوځيانو په شا او خوا كې و او دا وخت ډير دروند او پرمختللې جنګي تخنيك يې درلود. دې پوځ لس كاله د افغانستان په خلكو باړونه وچلول و كلي يې له خاورو سره خاورې كړل، په لكونو شازلمي يې ووژل، په مليونونو افغانان يې له خپل كور- كلي څخه مهاجرت ته اړ كړل، په سلګونه زره افغانان يې معيوب او معلول كړل په مليونونو ښځې يې د پلار، خاوند، ورور يا زوى له سوري څخه بې برخې كړې او افغانستان يې د كونډو او يتيمانو په يوه وران ټاټوبي بدل كړ.
شوروى سره پوځ غوښتل چې د خپلو افغاني نوكرانو په ملاتړ ټول افغانستان او مخصوصاً د جنوبي او ختيځو سيمو د مدافعينو كلي وران كړي، كرنيزه زمكې او د اوبو سيستمونه ونړوي او دا خلك دايمى مهاجرتونو ته اړ باسي . له شورويانو سره د دې توطيې په تطبيق كې ځينو جهادي ډلگيو هم مرسته كوله چې اوس يې پوره اسناد د خلكو په واك كې دي.
اوس چې يو ديرش كاله تېرېږي، د هغه وخت د شوروى اتحاد ډېر پوځي او ملكي چارواكي وايي چې دا يوه لويه تيروتنه وه!
داسې تيروتنه چې يو هېواد يې پوه پناه كړ او يو باتور ولس ته يې نه جبيره كيدونكي زيانونه واړول، خو د نړۍ د حرب په تاريخ كې يو نوى فصل زيات شو او هغه دا چې واړه ولسونه هم سترو ځواكونو ته ماته وركولاى شي! او دا چې ټانكونه، توپونه، الوتكې، توغندي او اتوم د جګړې سرنوشت نه شې ټاكلې، بلكې د جګړى سرنوشت د هغه انسانانو له خوا ټاكل كيږي چې په خپله خوښه، خپله اراده او خپل ايمان يې د جگړې ډكر ته دانګلي وي او هغه لومړنى شى چې د وطن د خپلواكۍ ناوې ته ډالۍ كوي، د سر او ځان نذرانه ده !
افغاني زلميانو په رښتيا هم چې د يو نيم مليون سرونو په بيه شوروى اتحاد ته ماتې وركړه او هغه لښكر يې له خپله هيواده ويست چې چا يې د وتلو فكر هم نه شواى كولاى !
افغانانو جګړه و ګټله، خو مشرانو يې د هيواد د ادارې واك ، وس او پوهه نه درلوده او دغه باتور او ځوريدلي ملت يې د داسې كورنۍ جګړى خوا ته بوت چې خلكو خپل پخواني ټپونه، دردونه او كړاوونه هير كړل . دغه كورنۍ جګړې د هيواد پاته هستي وسوزوله او افغانستان يې د بهرنيو استخباراتى كړيو د زور آزماينې په ډګر بدل كړ.
اوس له دغه تورى روځې څخه يو ديرش كاله تيريږي، خو هغه اور چې شورويانو او د دوى ګوډاګيانو په افغانستان كې بل كړي تر اوسه نه دى مړ او هره روځ د افغانستان د خلكو د سر او ژوند قرباني اخلي . له شورويانو وروسته بيا تر اوسه په هر پړاو كې داسې گوډاگيان پيدا شوي چې د هېواد په ملي گټو او د خپلې مور په پړوني يې سوداګري كړې او افغانستان يې د پرديو په اشارو وران – وران او ټوټې – ټوټې كړى.
په هر صورت شورويان نولس كاله مخكې له افغانستانه وتلي، خو اوس د نهه څلوېښتو هېوادونو لښكرې دلته پرتې دي.
دا لښكرې هم د حلوا د ويشلو له پاره نه دي راغلى . دوى هم توپونه او ټانكونه لري، دوى هم توغندي او الوتكې لري او د شورويانو په پرتله پرمختللى جنګي تخنيك لري. دا لښكرې هم باړونه چلوي او په دې وطن كې وينې بهيږي او ښځې خپل پلرونه، مېړونه ، وروڼه او زامن له لاسه وركوي او همغه پخوانى تراژيدي ډرام په يو بل ډول روان دى، خو د اوسنۍ ډرامې لوبغاړي دې د افغانستان تير تاريخ په افغانستان د انګليس او شوروي يرغل ژوندى تاريخ او اوسنۍ وضعې ته په ځيره وگوري او داسې عقلاني پريكړې دې وكړي چې په افغانستان باندې د تورتم روځې پاې ته ورسي او د افغانستان خلك د آرام سا و باسي !