( لومړۍ برخه )
د انرژی موضوع د نننی مخ پر ودی تخنیک په پام کی نیولو سره ورځ تر بلی تودیږی او په هکله یی فکر کول یوه بیړنۍ اړتیا ګڼل کیږی . د انرژیتیکی موادو زیرمی دځمکی لاندی د طبعی قوانینو سره سم داسی ویشلی شویدی چی د ځمکی دمخ د سیاسی جغرافیی سره سمون نلری . ډیری زیرمی دداسی سیاسی سرحدونو په منځ کی راغلی چی تخنیکی وده یی دهغو هیوادونو په پرتله چی ډیره اړتیا ورته لری ، تر یوه ټاکلی بریده ټیټه ده . کیدلای شی چی دغه کار د نوموړو هیوادونو په اړه دنیکه مرغه وبلل شی . که دا زیرمی هم په پرمخ تللو هیوادونو کی د نا مړیدونکو پانګوالو مال وای ، پاته هیوادونه به یی دلوږی تر خط لا نورهم کښته شړلی وای . که څه هم ځینی پرمختللی هیوادونه لکه روسیه او امریکا دا اوس هم تر خپلی اړتیا زیاتی دانرژۍ زیرمی لری . امریکا خپل نژدی ټول دتیلو سترکانونه او همدارنګه دګازو یوشمیر کانونه همدا اوس کنسرو کړیدی چی دخپلو اړتیاوو په موخه لا هم ډیر لږ کار تری نه اخلی . هغه یی پدی خاطر پری ایښی دی چی که یوه ورځ د نړۍ د نورو صادرونکو هیوادونولکه اوپیک او نورو زیرمی خلاصی شی ، بیا به دوی دخپلو زیرمو څخه کار اخلی . د اوس دپاره امریکاخپل د اړتیا وړ د تیلو ډیره برخه له بهره رانیسی او پدی ډول یی ددی توکو قیمتونه په نړیوال بازار کی جګ کړیدی ، داځکه چی په ازاد بازار کی عرضه او تفاضا د قیمتونو کچه ټاکی . روسیه بیا خپل د ګازو د زیرمو څخه دلودیزاو ګاونډیانو په وړاندی دسیاسی فشار د الی په توګه کار اخلی . داټول دهغی مقولی رښتینوالی په ډاګه کوی چی سیاست د اقتصاد یوه کښیکښلی ( فشرده ) بڼه ده .
لودیز اوس ددی دپاره چی ځان د روسیی دفشاره لږ خلاص کړی پدی فکر کی دی چی ددی توکو نوری سرچینی ولټوی . څو ورځی وړاندی می په رسنیو کی ولوستل چی سوریی پتئلی ده دخپل ضرورت وړ ګاز د اذربایجان څخه رانیسی . اذزبایجان همدارنګه په پام کی لری یو نوی پایپلین ( نل لیکه ) د ګرجستان تر سرحده وغځوی او بیا یی د ( جنوبی قفقاز ) پنامه دهغه پایپلین سره وتړی چی دترکیی د لاری د ختیزی اروپا هیوادونو ته ګاز لیږدوی . دامهال ګاز ته د المان ، ایتالیا ، بلغاریا او یو شمیر نورو هیوادو اړتیا ورځ په ورځ مخ پر زیاتیدو ده . ترکمنستان بیا په نظر کی لری هرکال خپل ۴۰ میلیارد مکعب متره ګاز د اذربایجان دلاری د یوه پیاوړی نل لیکی په مټ اروپایی هیوادونو ته صادر کړی . پدی توګه به اروپایی هیوادونه وکړای شی چی دخبلی اړتیا بوج د روسی ګاز په اړه تر یوی کچی کم او ورسره سم د روسیی له پلوه دفشار بارټیټ کړی . ګاز چی اوس یی ځان دکیمیاوی مادی څخه دسیاسی فشار تر الی پوری رسولی دی ، پکار چی په هکله یی لږاړین او دعامو لوستونکو د پوهیدو وړ مالومات هم وړاندی کړم :
طبعی ګاز : داعضوی کیمیاوی ماده یو ډول فوسیلی سوزیدونکی توکی دی چی په لنډ او ساده ډول یی یوازی ګاز هم بولی . د ګازو کانونه هغه طبعی زیرمی دی چی د ځمکی د فزیکی جغرافیی په هموارو سیمو کی چیری چی تر ځمکی لاندی جوړښت یی طبقی لرونکی ( معمولا روسوبی منشا ) وی ، پیدا کیږی . کانونه په مستقل ډول یا د تیلو اویا هم کله ناکله د اوبو سره په ګډ ډول زیرمه کیږی چی د تر ځمکی طبفویا لایو د منحنی ډوله جوړښتونو په محدبو برخو کی راټولیږی او که د نفتو سره یو ځای وی ، نو نفت یی دنوموړو طبقو مقعری برخی ډکوی . ددی کانو کچه دشرایطو له مخی یوله بله توپیر لری . په کانونو کی د طبعی ګاز نژدی ۸۰ په سلو د متان ګاز دی چی د یو مالیکول کاربن او څلور مالیکوله هایډروجن څخه جوړ شویدی . ددی سپک ګاز سره یو ځای ځینی نور نسبتا درانده ګازونه لکه ایتان ، پروپان او بوتان هم په لږه کچه تر سترګو کیږی چی ددغی سرچینی د ګازو ډولونه یوازی دهغوی په ترکیب کی د کاربن او هایډروجن د مالیکولونو دمختلف انډول له مخی منځته راځی . په بنده هوا کی دګاز تنفس کول مرګونی خطر لری . طبعی پاک ګاز نه رنګ لری او نه هم بوی ، ځکه نو ددی پخاطر چی دنل څخه یی دبیځایه خارجیدو په هکله مصرف کونکی ژر خبر شی ، د نوموړی ګازسره یو ډول ډیر بد بویه مواد لکه ایتایل میرکاپان ګډوی . پدی توګه د بد بوی له مخی خلګ پری خبریږی تر څو د وتلو لاره یی ډبه او د ځانی او مالی زیان مخه ونیسی . دساتلو او انتقال داسانتیاوو پخاطر ګاز په یخ ځای کی تر لوړ فشار لاندی کښیکاږی او پدی توګه یی حجم ور کموی . په عادی حالت کی ګاز تر هوا نژدی دوه برابره سپک دی ځکه نو د نل څخه د وتلو پروخت لوړ ځی . د عادی حال کثافت یی ځه کم یو کیلو مکعب متر او د کښیکښلی مایع حالت کثافت یی تر ۴۰۰ کیلو مکعب مترو پوری رسیږی . په نړی کی د ګازو ډیری ستری زیرمی شته چی لوی کانونه یی په روسیی ، ایران ، دفارس خلیج هیوادونو ، ترکمنستان ، قزاقستان ، امریکا او کاناډا کی دی . په اروپا کی هالینډ او تر یوی کچی هم ناروی دا ډول کانونه لری . دګاز ستر معدنونه دځمکی په وچه برخه کی پراته مګر په لږ شمیر کانونه یی همدارنګه تر بحر لاندی قشر کی په نسبتا کم ژوروالی پیداکیږی . ګاز په وچه کی معمولا د ۱۰۰۰ مترو څخه تر څو زرو مترو په ژوروالی زیرمه شوی وی . دځمکی د وچی په غرنی برخو دګازو او نفتو کانونه نشته ، دا ځکه چی د اروګنیز ( غر جوړیدنی) مرحلی پروخت د ځمکی طبقی ماتیږی او که چیری هلته ګاز یا نفت موجود هم وی بیا د ځمکی و سطحی ته لاره پیداکوی اوبهرته وځی ، ځکه نو پداسی سیمو کی دتیلو یا ګازو و لټولو ته پښی لوڅول دیوه جیولوجست د مسلکی ناپوهۍ کچه ښئی . دا ډول جیولوجست و هغه نابلده غله ته ورته والی لری چی دقیمتی توکو دغلا کولو په موخه د پروړو خونی ( کاه دانی ) ته ځی . دمتان ګاز کیدلای شی دسنتیز دلاری په مصنوعی ډول د ځینو توکو څڅخه لکه دکرهنیزو محصولاتو تفاله ، دلرګیو د پروسس پاتی شونی او د خوراکی صنایع پاتی شونو څخه تر لاسه شی . ددی ګاز تولید په هند کی ډیر رواج موندلی دی . هلته په کلیوالی سیمو کی نژدی هر کور دا ډول متان ګاز د یوی ځانګړی وړی دستګاه په مټ په خپل کور کی ترلاسه کوی او کار تری نه اخلی . یو کلیوالی کور چی یوه غوا ، یو سخندر ، یو ترانسپورتی حیوان لکه خر یا یابو ، دوی دانی بزی یا پسونه ولری ، ددغو اهالی او په کلیوالی کورونو کی اړینو حیواناتو فاضله مواد ددی دپاره بسنه کوی چی په نوموړی دستګاه کی ورنه دومره ګاز ترلاسه شی څو ددغی کورنی د روښانه کولو اونورو اړتیاوو دپاره کار ورکړی . د ځمکی دتل نه ګاز د څاه ګانو په مټ راایستل کیږی چی په راایستلو کی دطبقو داخلی فشار بنسټیز رول لوبوی . د استخراج په موخه څاګان د ځمکی پرمخ په ګاز لرونکی ساحه کی په متناسب او برابر ډول په پام نیسی ، کنه نو کیدلای سی چی داخلی فشار ناانډوله بڼه غوره کړی چی داکار په استخراجی چارو کی ستونزی پیښوی . روسیه په نړی کی تر ټولو زیات ګاز استخراج اولیږدوی چی یوازی دنل لیکو ګډ اوږدوالی یی تر ۱۵۵ زره کیلومترو پوری رسیږی ، مګر په ۲۰۰۹ کال کی دامریکا د ګازو استخراج له روسیی نه زیا ت وو چی روسیی ۵۸۲ میلیارد مکعب متره او امریکا بیا ۶۲۴ میلیارد مکعب متره استخراج کړی وو . په ۲۰۰۶ کی امریکا او روسیی هر یوه د نړیوالی کچی په سلو کی ۱۸ برخی طبعی ګاز تر لاسه کاوه .له دوی نه وروسته الجزایر ، ایران ، ناروی ، اندونیزیا ، سعودی عرب ، هالیند ، مالیزیا او ترکمنستان راځی . ددغو یادو شوو هیوادو پرته نورو ټولو هیوادونو په ګډه په نوموړی کال کی ۱۴۴۰ میلیارد مکعب متره ګاز راایستلی وو ، پداسی حال کی چی د ټولی نړی په کچه ۳۶۴۶ میلیارد مکعب متره ګاز ښودل شویدی ( په انترنیت کی دروسی سرچینو څخه اخیستنه ) . د طبعی ګاز لیږدول : تر لیږدولو وړاندی باید طبعی ګاز د ټولو هغو موادو څخه چی په خپل ترکیب کی یی د ځمکی له دننه ورسره راوړی دی ، کوم چی په لیږدولو او کارولو کی یی ستونزی رامنځته کوی او دسوزیدلو کیفیت یی ټیټوی ، باید پاک کړل شی . په نننی شرایطو کی د ګاز دلیږدولو تر ټولو ارزانه لاره نل لیکه ګڼل کیږی . په نل لیکه کی داسی نلان غځوی چی قطر یی تر ۱،۴ مترو پوری رسیږی . ګاز په نل لیکه کی د ۷۵ اټموسفیر فشار پواسطه لیږدوی . فشار پر ګاز باندی د لاری په اوږدو کی دنل د دیوالو سره د اصطحکاک او ځینی نورولاملونو له مخی کمیږی ، ځکه نو باید په هر ټاکالی واټن کی د قوی کمپریسرونو د دستګاه په مټ فشارلوړ او تر ۷۵ اتموسفیرو پوری ورسول شی او هم یخ کړل شی . دنل لیکی غځول او او دساتلو چاری یی ډیرو لګښتونو ته اړتیا لری خوبیا هم تر نورو ټولو لارو مثلا په اوبړن ډول د لویو ټانکرونواو بیړیو پواسطه دلیږدولو په پرتله ارزانه تمامیږی . دبلی خوا د متان دلیږدولو خطر دګاز په بڼه د مایع په پرتله ډیر کم دی . ددغو لاملونو له مخی مثلا په ۲۰۰۴ کال په ټولی نړۍ کی په بشپړ ډول ۵۰۲ میلیارد مکعب متره ګاز د نل لیکو دلاری او یوازی ۱۷۸ میلیارد مکعب متره دنورو لارو لیږدول شویدی ( هم هغه سرچینی ) . ګاز او چاپیریال ساتنه : د طبعی ګاز کارول د نورو ټولو منرالی سوزیدونکو توکوپه مقایسه چاپیریال ته لږ خطر لری ، داځکه چی دسوزیدلو پرمهال ډیر لږ مضر مواد تری نه چاپیریال ته لیږدول کیږی .
له دی اړینی سریزی وروسته به راشو اصلی خبزی ته چی هغه د تاپی په اړه بحث دی . لکه څنګه چی په سرلیک کی لا څرګنده شوه ، تاپی به افغانانو ته یو د رنګ توس پلاس ورکړی ، نوی هیلی به را وټوکوی ، په سولی او امنیت راوستلو کی به خپل رول ولوبوی او دپرګنو دسوکالی په موخه به یو باوری پوتنشیال منڅته راولی .
تاپی افغانانو ته یو نیکمرغه زیرۍ : TAPI
تاپی ( ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هندوستان ) دا هغه نل لیکه ده چی د ترکمنستان ګازدافغانستان د لاری پاکستان او هندوستان ته لیږدوی . ددی دپاره چی د نوموړی نل لیکی اهمیت څرګند شی ، لوړه سریزه په لږ تفصیل سره یاده شوه چی د انرژی د یوی ډیری مهمی او اړینی سرچینی په توګه دطبعی ګاز اهمیت هلته په ګوته شو . زما په اند به دا نل لیکه افغان دولت ته داسی یو د رنګ توس پلاس ورکړی چی که په هوښیارانه ډول تری کار واخیستل شی د سیمی په سیاسی بازیو کی افغانستان د میدان د ګټلو په اړه لوی چانس ترلاسه کولای سی . ددی نل لیکی په وړاند ی دیو لړ لاملونو له مخی دا ډیر کلونه دایران لخوا په ډیره بیشرمی سره خنډونه اچول کیدل او کوښښ یی کاوه چی دلته دافغانانو په خاوره کی دجنګ اور ګرم وساتل شی تر څو اړوند هیوادونه بالاخره د انتظار نه ستړی ، مایوس او په پای کی دا ومنی چی د افغانستان د لاری ددی لیکی تیرول یو بیهوده اوعبث انتظار دی . ایران ډیر ځلی په ډاګه دا غوښتنه کړی وه چی دنل لیکی دپاره یواځنی ډاډمنه لاره د ایران سیمه ده خو داچی دنوموړو هیوادونو د پاره د ایران د لاری دنل لیکی تیرول اوږد واټن دی او ډیرو لګښتونو ته یی اړتیا درلوده ، نو یی د ایران غوښتنوته لبیک نشو ویلای . ایران چی پخپله هم د ګازو پراخی زیرمی لری ، دابه یی ډیره په ګڼه وی چی د یوی خوا تود بازار ترلاسه کړی او دبلی خوا ددی لاری څخه په سیمه کی دسیاسی فشار اله پلاس راوړی . پاکستان چی ایران په سیمه کی خپل پیاوړی سیال ګڼی ، هم دی ته لیوال ندی چی لکۍ یی دیوه قوی او زورور غوایی تر پښی لاندی راشی . له بده مرغه زه اوس هم دا ډار لرم چی ایران لا تراوسه ددی غوړی ګولی دلاسه ورکولو ته روحا اماده ندی او لا به هم خپل لجاجت او خنډ اچونی ته دوام ورکړی او کوښښ به وکړی چی دنل لیکی دلاری په سیمو کی حالات کړکیچن کړی . داسلامی حرب مشر ښاغلی حکمتیار خو یواځنی او لومړی ځل وو چی معقول سیاست یی خپل کړ او اعلان یی وکړ چی نه تنها دنل لیکی په کار کی به خنډونه نه جوړوی بلکه دچارو په بریالی پرمخ بیولو کی به یی هر ډول مرسته هم وکړی . دده دی کور ودان وی او باورلرم چی طالبان که په خوله هم چوپ پاته شی خو په عمل کی به ورته چلند غوره کړی . داځکه چی ددی پروژی ډیر کارونه دوی پرمخ شړلی وه او اهمیت یی دخلګو دسوکالی په اړه ډیر ښه ورته معلوم دی .
د لومړۍ برخی پای . نوربیا