کور / سياسي / اوسنۍ دموکراسی نه مور لري او نه هم پلار ځکه نو دافغاني ټولنې لپاره نه ده

اوسنۍ دموکراسی نه مور لري او نه هم پلار ځکه نو دافغاني ټولنې لپاره نه ده

امریکا :
خندنۍ موسکا  خونړۍ امسا


 *  اوسنۍ دموکراسی نه مور لري او نه هم پلار ځکه نو دافغاني ټولنې لپاره نه ده …
 *  اوسنۍ ټاکنې  تقلبی او  ددموکراسۍ خلاف عمل دی … 
 * اوکه داسې نه وي نو بیا خو ښه داده چې غزنی په تمامه شعیه ایران ته وروسپارل شي اوشعیه ایرانیان دې په پارلمان کې د غزني دپښتنواوټو لو سنیانو  استازي شي .
—————————————————————————————
هرڅومره چې سړی خوله پټه ونیسی ، هرڅومره چې سړی هڅه وکړي اووایی چې ښایی دا به وروستی ځل وي اودابه وروستی ځل وي … ګوندې چې نور هغوی چې پردغه هیواد یې دغه بده ورڅ راوستلی لږ خپل سرونه خپلو ګریوانو ته ورټیټ کړي او ووایی چې نور نه کیږي ،اویاکیدای شي  صادقانه دخلکو اونړۍ په وړاندې دا اعتراف وکړي چې  دافغانستان حالات نور له قا بو وتلي ، دلته باید ددغه هیواد اونړۍ ځوانان دهیڅ لپاره ونه وژل شي ، افغانستان داسې هیواد نه دی لکه چې یوشمیرفکرکوي چې د وخت په تیریدو سره به هرڅه په دې خاطرسم شي چې خلک به ستړي شي او هرڅه چې ښکیلاکی ځواکونه ورته وایی هغه به پرته له سوال اوځوابه عملي کیږي .
داکاردداسې یوه ملت په وړاندې چې دتیرو دریو لسیزو په ترڅ کې تاریخی جفا ورسره شوې اوس ډیره ګرانه خبره ده. دلته نسلونه  په داسې روحیې سره راپورته کیږي چې په لومړي ګام کې دخپلونژدې خپلوانو  وینې په خپلوسترګو وینی  ، په خپلو لاسو یې دخپلو خپلوانو قبرونه په داسې روحیه کیندلي چې دغچ اخیستې احساسات یې په ژوندنې دآرامښت منطق ته دخپل دلال ذهن په لنډو اوږدوکې څای نه شي ورکولای.
ددې په څنګ کې د غمیزې او ږده لړۍ چې اړخونه يې په سلګونو شوي نوره په دغه هیواد کې په یوه تاریخي آزموینه باندې اوښتې ده ، په دې مانا چې خلک او نسلونه په دې پوهیږي چې ښکیلا ک به کله هم دوی ته خوشا لي ورپه برخه نه کړي اونه به دوی دیوې تلپاتې سولې لمنې ته ور لارښونه کړي ، همداده چې دوی پوهیږي چې هرزورځواک په هروخت کې خپله خبره او خپلې موخې درلودې  اوهرڅه یې چې ترسره کړي دهغو پایله داشوې  چې ددغه هیواد اصلي اوسیدونکي یې دغمیزي په ترڅ کې سره تبۍ باندې درولي دي  .
یرغلګرباندني  په دې نه پوهیږي چې دلته په دغو خلکو کې سره له دې چې لیک لوست او ښوونڅی یې په اورکې په دغه اوهغه پلمه لولپه شوی دی ، داسې یو شعور شته چې هغه دخپل ماهیت له مخې دټولنیزې قانونمندۍ دطبعی تکامل له مخې  په داسې ډول وده کوي لکه د یوه ټولنیزښوونځي هغه غوندې  ، دوی دخپل ړانده منطق په کتاب کې داسې تحلیل له ځانه سره لري چې دلایل یې دهغو لرغونو یوناني فیلسوفانو له تحلیل سره یوشان دي چې هغوی هریو اوس په اجتماعی لحاظ دیوې تیورۍ بنسټ وال اوایجاد ګربلل کیږي .
هو، موږ پوهیږو چې زموږ ملت په څه ډول روحیی سره دخپل ژوند د ودې پړاوونه وهي او دخپل ژوند ډول  ډول  ستونزو ، بدمرغیو او نیکمرغیوته له کومه دریځه په ځه شان ګوري .داپه علمي لحاظ اوس ثابته شوې اوپه یوه  لویه ستنونزه هم  اوښتې  خبره ده چې لویدیزیرغلګر په نژدې یوه لسیزه کې په دې ونه توانیدل چې له دغه ملت او دغو خلکو سره دې د تفاهم ګډه ژبه پيداکړي ، افغانستان دوی نیولی او اوس یي داهیواد دوسله والې سیالۍ په خونړي ډګرباندې  اړولی دی او له دې سره سره هم دوی نه شي کولای چې پرحالاتو باندې برلاسي شي او نه شي کولای دخپل نن او سبا په اړه په آزاده توګه اټکل وکړای شي.
 زه نه پوهیږم چې خونړۍ امریکا یې واکمني  ولی په دغه اړه سالم فکر نه کوي چې دوی دلته نور په داسې رسوایی ورمخه شوي چې په وینتام  باندې به شکروباسی ، امریکایي وینو څښونکو په افغانستان کې  یوه خطرناکه لوبه داهم پیل کړه چې دوی دلته نه یوازې دافغانستان دملی هویت او رسالت پرضد ګام پورته کړی بلکه دلته دیوې داسې اتلولۍ په وړاندې هم په جنایت لاس پورې کړی چې هغه په نړیواله کچه داسلامی مقدساتوله مخې ددغه ملت په وسیله ترسره شوې ده . دوی په بیلابیلو ډولونو دهغې په وړاندې اوس ددې لپاره هڅه را پیل کړی چې دخپلو لښکرکشیو په ترڅ کې له یوې خوا اسلام او اسلامی مقدسات بدنام کړي اوله بلې خوا دافغانانوپه وړاندې د داسې یوې تجربې لاره چاره ترلاس لاندې ونیسې چې دهغې له مخې وکولای شي دغه تاریخی ملت له خپل تیراو له خپل تاریخ او عقیدې څخه په بله خوا کړي . نن سبا دنړۍ شعوری ذهنیت دغه ټکي ته د انتقادی ګوته نیولې چې  په افغانستان کې  د دومره پراخو اولویولښکرلپاره څه اړتیاده ؟ دغه هیواد دتاریخ په دغه حساس وخت اوموقعیت کې چې له هرې خوا اتومي ځواکونو محاصره کړې دپوځي والي لپاره څه اړتیا لري .؟ دامریکا لیونۍ سنا په دې نژدې وختوکې پرته له دې چې دامریکا دخلکو اراده په پام کې ونیسې دا خبره په ډاګه وکړه چې امریکایی څواکونه باید خپلو وژنو ته په افغانستان کې دوام ورکړي ، داهغه لیونۍ طرحه او پریکړه وه چې په امریکا کې یې  حساس فکرونه ولړزول اونور دهغو زړونو ته دا ورسیده چې دامریکا جنګی ماشین به نه یوازې ددغه ملت د بربادۍ لامل شي  بلکه  د دوی دغه کړه به دلته دانساني تمدن د ړنګیدو په غمیزه باندې اوړي . اوس په امریکا کې داسې سوله ییز ذهنیت رامنځ ته شوی چې دوی په دې نه ویاړي چې ځانونه باید امریکایان وبولی ، دوی سرکونو ته راوزي اوهمداوایی چې : « ددوی د ټکس پیسې باید د امریکایی جنګی ما شین دچلولوپه لاره کې خرڅې نه شي » له بلې خوا داهم ددوی خبره ده چې : « موږ په دې شرمیږو چې څانو ته امریکایان ووایو په دې چې که موږ دیوه تمدن ذمه واري له ځان سره لرو نو دهغه له مخې دغه کړه چې موږ په افغانستان کې پیل کړي انساني نه دي. »
په افغانستان کې اوسنی روان حالت په خپل واردیوې خطرناکې مقدمې پیل دي ، تش په نامه غیردموکراتیک انتخابات چې دهغو په پایله کې اقلیتی شونیزم هغوی چې دافغانستان له ملي ګټواو شته والی سره ډاګیزه دښمني کوي تش په نامه پارلمان ته لاره مومي ، دا به په څه ډول انساني خونديتوب له ځان سره ولري ، آیا که دشوونستو لږکیو دا ارمان چي په درغلیو او دنورو دحقونو دغصبولو په پایله کې پرواک شوي پوره کیږي هغوی به د صربیا غمیزه په افغانستان یوځل بیا رامنځ ته نه کړي ؟ که هغوي له عادي مقاومت سره مخامخ کیږی هغوی بیا په پټه اوبرالا  دکورنۍ جګړې اوربل نه کړي ؟  دا یوه طبعیی خبره ده چې دا کار به خامخا رامنځ ته کیږي ، ځکه دوی تردغې پولې پورې په درغلۍ سره راپورته شوي او په درغلي سره یې ځانو دتش په نامه انتخاباتي ډرامې په ستیج د دراماتیکو لوبغاړو په توګه درولي دي . دوی خبرې په دغه ترڅ کې په ځانګړې توګه دیادونې وړدي یو داچی لاانتخابات سم معلوم نه وو چي عبدالله عبدالله داخبره په ډاګه کړه چي تر (۹۰ ) زیات پلویان په انتخاباتو کې بریالي کړي دي … بله خبره دغزنی ولایت چي دافغانستان ترټولو لوی ولایت دی او په سلوکي اتیا اوسیدونکي یي پښتانه او تاجکان دي دهغو ي په استازیتوب یوازي هزاره ګان دتقلبی کامیابۍ پارچې  په لاس پارلمان په لور را روان شول … په داسې حال کې چې دغزني ولایت دټولو هزاره استوګنو ولسوالیو شمیریوه خوا او داندړواوګیرو ولسوالیو په بله خوا کې سره برابریږي … نورې اته ولسوالۍ لکه زنخان ، مقر، ، ناوه ، آب بند ، ګیرو ، رشیدان ، خوګیاني ، واغز اونورې چې یو هزاره هم په کې نشته زه دلته ګردسره یادوم هم نه …
زه نه پوهیږم چې دا څه ډول لعنتي دموکراسي ده چې نه اصول لري ، نه مور لري او نه هم پلار اوپه څه ډول په دموکراسۍ ناخبرو په داسې هیواد لکه افغانستان کې ترلاس لاندې نیولې ده . که درغلي ده خو همداده چې ټول یې په سترګو وینو که ددموکراسۍ په نامه دخلکو مدني حقونه  پایمال دی خو همدادي اوکه داسې نه وي نو بیا خو ښه داده چې غزني په تمامه شعیه ایران ته وروسپارل شي اوشعیه ایرانیان دې په پارلمان کې د غزني دپښتنواوټو لو سنیانو  استازي شي .
   ‎‎‎‎‎‎‎‎په هرډول موږ نه وایوچې داده او یا هغه ، موږ نه وایوچې کرزي ته نوره نه پزه پاتې ده اونه هم ږیره ، یوازې دومره وایو چې روان حالت نوردغه هیواد د ورکې او بربادۍ کندې ته ورغورځوي ، نوردلته حالات داسې دي چې یا به خونړۍ امریکا په ډاګه دهغو سړي وژونکو ، هیواد پلورونکو او ایمان پلورونکو ملاتړ ته عملآ راوځي او یا به افغانستان یوه ملي ځواک ته چي په هراړخیزه توګه د خلکو ، قانون ، بشري حقوقو په رڼا کې دیوې قانوني واکمني اصول له کښته ترپورته عملآ دافغان او افغانستان په نامه پرته له هرډول شوونستی او سکتارستي او دپردیو له سیاسی ټینګاره پرته دافغانانو له خوا پرافغانانو باندې پرته له درغلیواو ځان غوښتنو تطبیق کړای  شي وسپاري .


د شل لسم کال ۲۶