کور / تازه خبرونه / قرغزستان: د ترهګرۍ ريښې منځنۍ آسيا ته راورسېدې

قرغزستان: د ترهګرۍ ريښې منځنۍ آسيا ته راورسېدې

له افغانستان،پاکستان اوهندوستان وروسته اوس دترهګرۍ ريښې مرکزي اسيا ته هم غځيدلي دي .
دقرغزستان امنيتي چارواکې وايي په دغه هيواد کې هره ورځ دچاوديدونکو توکو او وسلو زيرمي موندل کيږي اودسخت دريځو شميره له يوې ورځې بلي ته زياتيږي .
دغه چارواکې وايي ترهګر په پاکستان او افغانستان کې روزل کيږي او په دي موخه يې کره اسناد هم ترلاسه کړي دي .
دا په داسې حال کې ده چې قرغزستان اوتاجکستان پريکړه کړي چې خپل هغه تبعه چې په نورو هيوادونوکې ديني زدکړي کوي خپل هيوادته راوغواړي .