کور / تازه خبرونه / زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر وركړل سو

زابل : د يوه طالب قوماندان د نيولو خبر وركړل سو

د ناټو ځواكونو په يوه خپره سوې اعلاميه كي راغلي چي په زابل ولايت كي يې يو طالب قوماندان نيولى . د خبرپاڼي په حواله چي ياد قوماندان په دې سيمه كي پر بهرنيانو بريدونه كول او هم يې د نورو اړونده كسانو سره چي په نورو سيمو كي به يې پر بهرنيو ځواكونو بريدونه ترسره كول اړيكي لرلې . د خبر پاڼي په حواله چي په دې عملياتو كي نورو كسانو ته كوم زيان نه دئ اوښتى .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه پوري د وسله والو طالبانو وياند څه نه دي ويلي .