نن دا حقيقت ټولو خلکو منلی دی، چې نړۍ د يوه کلي بڼه غوره کړې او هېوادونه يې کورونه بلل کېږي. دغه کورونه دومره سره نژدې او سره نښتي دي، چې که د يوه کور يو دېوال ړنګ شي، نو د ګاونډي د کور دېوال هم ورسره له منځه ځي او ان داچې نقشه يې ورسره بدلېږي.
ځينې وختونه دغه بدلونونه يوازي دنړۍ جغرافيې ته نه، بلکې د نړيوالو فکري مسير ته هم تغيرکوي او په نړۍ کې د يو تلپاتي ارزښت په توګه منل کېږي، چې يوه ښه بېلګه يې د فبرورۍ يوويشتمه نېټه يادولای شو.
دفبروري ( ٢١ ) نېټه چې هرکال په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي، پيل يې زموږ له ګاونډي هيواد پاکستان سره اړه لري. کله چې پاکستان په ( ١٩٤٧ م ) کال کې دهند دلويې وچې دوېش په نتيجه جوړ شو نو هغه مهال په شرقي پاکستان ياني اوسني بنګله دېش کې تقريباً ټولو خلکو بنګالي ژبه ويل، خو په غربي پاکستان کې ګڼ شمېر ژبې ويل کېدې. کله چې دپاکستان دولت په ( ١٩٥٢ م ) کال کې اردو ، چې د پاکستان په سلو کې د درېيو خلکو ژبه وه، د رسمي ژبې په توګه اعلان کړه، نو بنګاليانو ونه منله او وړانديز يې وکړ، چې بايد بنګالي ژبه د پاکستان رسمي ژبه ومنل شي. کله چې د پاکستان حکومت د بنګاليانو دغه وړانديز رد کړ، نو د بنګاليانو قهر او غوسه راوپارېده. د فبرورۍ پر يوويشتمه نېټه لارو او کوڅو ته راووتل او په مظاهرو يې لاس پورې کړ. پاکستاني پوليسو پرهغوی باندې ډزې وکړې، چې ګڼ شمېر بنګاليان يې ووژل. تر دې وروسته بنګاليانو د کلتوري محروميت احساس وکړ، چې وروسته دغه کلتوري محروميت سياسي محروميت راوزېږاوه او په يوه عمومي پاڅون واوښت. تر ډېرو وينو تويېدلو وروسته په ( ١٩٧١ م ) کال کې د پاکستان شرقي برخه جلا او د بنګله دېش په نوم يوخپلواک هېواد شو.
اوس په بنګله دېش کې د فبرورۍ ( ٢١ ) نېټه د شهيدانو په نوم لمانځل کېږي، خو په
( ٢٠٠٠م ) کال کې د بنګله دېش د حکومت په وړانديز د ملګرو ملتونو د يونسکو څانګې له خوا دغه ورځ د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په نوم اعلان شوه، چې له هماغې ورځې راهيسې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.
نن د ژبو مسئله يوازي ديوه قوم، يوه ملت او يوه هيواد مسئله نه، بلکې يوه نړيواله مسئله ده، همدا دليل دی چې يونسکو ( ٢٠٠٨م ) کال، ياني سږکال د ژبو د نړيوالې ورځې په نوم ياد کړی دی.
نن ژبه په نړۍ کې ديو انساني حق په توګه پېژندل شوې ده. کله چې دانساني حقوقو خبره کوو، نو د ژوند حق د ټولو انساني حقوقو د ملا تير ګڼل کېږي، خو ترڅو چې سوله نه وي، نو دانسان ژوند په خطر کې وي او سوله هغه وخت ټينګېدای شي، چې د انسانانو تر منځ تفاهم موجود وي، کله چې دتفاهم خبره کوو، نو ښکاره خبره ده چې،د تفاهم وسيله ژبه ده. کله چې دژبو خبره مطرح کېږي، نو لومړی مو مورنۍ ژبه مخ ته راځي ، ځکه چې يو انسان لومړی د مور ژبه زده کوي، لومړی له مور سره تفاهم کوي، چې بيا وروسته سوکه سوکه دغه کړۍ لويه او بالاخره تر نړيوال تفاهم پوري رسېږي .
له مورسره تفاهم، چې په مورنۍ ژبه کېږي، دقومي، ملي، سيمه ييز او نړيوال تفاهم بنسټ ګڼل کېږي. که چېري دغه بنسټ ته پوره پام ونه شي، نود ملي اونړيوال تفاهم پړاوونه به له ناکامۍ سره مخ شي. لکه څنګه چې هر انسان مور لري او له خپلې مور سره مينه لري، دغسي هر انسان له خپلې مورنۍ ژبې سره هم مينه لري.
د ځينو هيوادونو حکومتونو، لکه کاناډا،سويس، بلجيم، ناروې او هندوستان له دغه ارزښت سره ديوه علمي حقيقت په توګه چلند کړی چې، اوس په دغو هيوادونو کې هيڅ ستونزې نشته، خوهغو هيوادونو، لکه پاکستان، ايران او افغانستان چې دغه ستونزې ته يې پاملرنه ده کړې اوس يې ملي وحدت او مرکزي حکومت له تهديد سره مخ دی. دژبې موضوع څو اړخونه لري، خو راشئ چې خبره لومړی له ښوونځي څخه پيل کړو.
هغه زده کوونکی چې په ښوونځي کې په بله ژبه زده کړه کوي، دا پوښتنه ورته پيدا کېږي، چې زما ژبه خو ډېره خوږه ده، هېڅ نيمګړتيا نه لري، زموږ په ښوونځي کې ولې نشته؟ ايا دغه بله ژبه، چې زه زده کړه په کوم، زما تر ژبې ښه ده؟ ايا نه شي کېدای چې زه دې په خپله ژبه درس ووايم او که دا کار نه شي کېدای، نو ولي نه شي کېدای او چايې مخه نيولې ده؟
شاګرد دغه موضوع لومړی له خپلو همزولو او بيا وروسته له خپلومشرانو سره شريکوي، کله چې د دغو پوښتنو معقول او قانع کوونکي ځوابونه نه مومي، نو داسي احساس کوي چې د ده له ژبې او قوم سره بې انصافي او زور زياتی کېږي، هغه دی چې ځان په خپله خوښه د ملت غړی نه بولي او د دې پر ځای چې د ملي ګټو په باب فکر وکړي، يوازي د خپلو قومي ګټو فکر ورسره پيداکېږي. دغه ډول فکر يوازي په افرادو پوري تړلی نه پاته کېږي، بلکې ډېر ژر ډله ييزه بڼه غوره کوي اوددغه حق دلاس ته راوړلو لپاره ډله ييزې هڅې پيل کېږي. ددې برعکس هغه قوم، چې ژبه يې په تعليمي، کلتوري او نورو ادارو کې حاکمه ده، د دغسې يوه غورځنګ پيل کېدل خپل کلتوري حاکميت ته خطر بولي او هڅه کوي، چې د دغه غورځنګ مخه ونيسي، نوهغه دی چې په نتيجه کې يې د قومونو تر منځ ټکرونه پېښېږي.
په هغو هيوادونو کې چې د زده کړې کچه يې ټيټه وي، دغه موضوع يوازي د علمي او اړونده کړيو تر منځ نه پاته کېږي، بلکې غيرمسلکي او نالوستو خلکو ته هم لاره مومي، چې موږ او تاسې په دې وروستيو وختونوکې په افغانستان کې د ملي ټرمينالوژۍ په باب ناندرۍ وليدې.
کله چې په يوه هېواد کې دغسې يو حالت منځته راشي، نو هغه ګوندونه، چې قومي سياست کوي، خپل کلتوري سياست داسې عياروي، چې د خپلې قومي ژبې پياوړتيا او دفاع له ورايه په کښې څرګنده وي. کله چې دغسې يو څرک تر سترګو شو، نو هغه خلک، چې د خپلې ژبې حق غواړي او هغه خلک، چې غواړي ژبه يې پر نورو قومونو حاکمه پاته شي، په دغو قومي ګوندونو کې راټولېږي، دا نو هغه وخت دی چې قومي شخړې زور اخلي او ملي وحدت له يوستر ګواښ سره مخامخ کېږي.
په افغانستان کې ځينې داسي قومونه هم ژوند کوي چې دهغوی اکثريت په ګاونډيو هېوادونو کې اوسېږي، چې هلته ملي هويت او کلتوري حاکميت لري. دغه بدتصادف د دې لامل شوی، چې نوموړي ګاونډي هېوادونه پر افغانستان کلتوري يرغل وکړي او دخپلو کلتوري هدفونو لپاره ځينې ډلې ټپلې جوړې اويا له هغو ګوندونو سره مالي مرستې وکړي چې له دوی سره قومي او ژبنۍ اړيکي لري.
د تېرو څو کلنو جګړو اود باندينيو لاسوهنو له امله د افغانستان ملي وحدت ته خورا لوی زيان رسېدلي دی. اوس چې زموږ په هېواد کې هرڅه بيرته له سره دجوړېدو په حال کې دي اويا يې دجوړولو په اړه فکر کېږي، نو ملت جوړونه تر نورو ارزښتونو لومړيتوب لري. د افغانستان دولت، روشنفکره او فرهنګي کړۍ، ملي ګوندونه او مدني ټولنې بايد په ګډه لاسونه سره ورکړي او پرې نږدي، چې په افغانستان کې د ژبو مسئله، چې نن د قانون په عملي کولو سره ډېره په اسانۍ اوارېږي، سبا دومره لويه ستونزه ځنې جوړه شي، چې خدای مه کړه زموږ ملي وحدت ته زيان ورسوي.
همدا اوس په افغانستان کې ديوقوي اوغښتلي حکومت لپاره هم هڅې رواني دي، خو تر څو چې ملت يو موټی او اجتماعي عدالت نه وي راغلی، نو د يو قوي حکومت جوړېدل امکان نه لري، ځکه چې د قومي سياستونو تر منځ ټکرونو د ملي سياست د ودې مخه نيولې ده . په يوه هيواد کې چې ملي ګوندونو وده نه وي کړې ، نو ښکاره خبره ده، چې همدغه قومي ګوندونه به له خپلو قومي او ډېرو کوچنيو ارمانونو سره يو ځای دولتي ادارو ته لار مومي او هڅه به کوي چې د حکومت سياست د خپل قوم په ګټه عيار او ملي شتمني د خپلو قومي ګټو په چوپړ کې ورکړي، خو نور قومونه به د دغه کار مخه نيسي چې په نتيجه کې به يې د دولتي ارګانونو تر منځ يووالی له منځه ځي . په دغسي حالت کې که ديوه هيواد قوانين هرڅومره علمي او د ملي ګټو پر بنسټ جوړ شي، نو عملي کول يې امکان نه لري، ځکه چې د دولت لوړپوړي چارواکي ملي ګټو ته وفادار نه وي او هر يو د خپلو قومي ګټو لپاره کار کوي.
شلمه او يوويشتمه پېړۍ د ملتونو د ورورولۍ دوره بلل کېږي، په همدې پيړيوکې نړيوال بشري سازمانونه جوړ شول، اروپايي هېوادونو پولي واحد سره يو کړ، تر منځ کې بې ويزې او بې پاسپورټونو سفرونه پيل شول ، د انسانانو تر منځ د همدې اړيکو په نتيجه کې هېوادونه سره نژدې شول، دومره سره نژدې چې د نړيوال کلي په نوم ياد شول. خو دغه کار د ملتونو په مټ نه، بلکې د ملتونو په استازيتوب حکومتونو وکړ. له دغه کلي څخه اوس هم هغه هېوادونه ليري پراته دي، چې کمزوري حکومتونه لري. افغانستان چې اوسمهال له دغه کلي څخه ليري پروت او نړيوالې ټولنې ته ډېر اړ دی، ډېره ضروري ده چې له دغه نړيوال کلي سره يو ځای شي.
له دې بحث څخه دې نتيجې ته رسېږو، چې کلتوري حقوقو او اجتماعي عدالت ته پاملرنه د ملت جوړونې، حکومت جوړونې او له نړيوالې ټولنې سره د يو ځای کېدو لپاره يو اساسي شرط دی.
نړيوال قوانين، د اسلام سپېڅلي دين او د افغانستان قوانين پر دې ټينګار کوي، چې په مورنۍ ژبه زده کړه، د هر چا حق دی. دلته خبره يوازي په مورنۍ ژبه د زده کړې هم نه ده، بايد دافغانستان په ټولو ادارو کې دټولو قومونو مورنۍ ژبې ته پام وشي، چې په دې ډول يو ګډ او ملي فرهنګ وده ومومي او د ملت جوړونې بهير ګړندی شي. موږ پوره باور لرو چې د قانون عملي کول، د ټولو افغانانو په ګټه دی، نو بايد دافغانستان دولت دقانون په عملي کولوکې مضر احتياط و نه کړي او ددې ملي هدف پر لور عملي ګامونه واخلي. دغه ډول ديونسکو سازمان چې په غړو هيوادونو کې علمي او فرهنګي چاري څاري، بايد د افغانستان پر دولت زور واچوي چې له يونسکو سازمان سره خپلې ژمنې پوره کړي.
پای