کور / شعر / ارواښاده( ادا) زموږ د ټولو مور وه

ارواښاده( ادا) زموږ د ټولو مور وه

(ارواښاد عبدالهادي رېشاء په خپله یوه رساله کي چي ( زما خپلوانو!)په نامه ده،د خدائ بخښلي اداپه اړه داسي لیکلي دي: ادا دمرحوم بابامولوي صاحب مشره لور(۱) ده.شاعرانه قریحه لري،څه لوست و مطالعه یې هم کړې ده،ګاهي وختي شعر هم وایي . د پښتو او قرآن شریف شاګردان هم روزي . ادا چي په مجلس کي ناسته وي نقل مجلس ده،مجلسېان هم خندولی هم ژړولی سي. د نامه با عزمه او کلکه ښځه ده . ادا ته خالق یو بل خداداد خاصیت هم عطا کړی دئ، چي د هر قسم مصایبو او حوادثو په مقابل کي تر آخري درجې مقاومت کولای سي .که څه هم اوس ۸۴ کلو ده خودالاځواني ږغوي ،نو خدای دي د ځواني مرګۍ وساتي..د اسدمېاشت ۱۳۸۷ ش کال .)
(۱) ارواښاده د مرحوم مولوي صالح محمدهوتک کندهاري مشره لور،او د مرحوم رېشاء خښینه او ورېنداره وه.
زما زړه دارواښادي ادا په مرګ ډېر ناآرامه سو، خوا بدئ وم ،و مات زړه ته مي ویل چي یو پلا مو خو ښه خلګ ټول وپاشل سول،په لیري واټنو کي مېشته پاته سول،اوس بیا یو یو په آبدي مسافري را څه ورکیږي . دیوه غم سایه مو د سره نه وي لیري بل غم وزیږي.
نو دزړه دارامۍ لپاره پاک الله ج ته دواړي لپي پورته کوم،چي ربه ته خو مو نور مه یتیمان کوې زموږ له سره را پاته ښه خلګ ژر مه را څه اخله.
د زړه درد لا سته نو مي د مرحومي ادا په ویر کي دایو څو بیتونه وکښل:

دټولو ارواښاده مور!
کورنۍ کي مو ، را پېښه حاد ثه سوه
را نه ورکه زموږ د دو عاوو خزانه سوه
سو خاموشه بل څراغ، غیبه و ړانګه سوه
د (ادا) په مرګ تیاره پر موږ خپره سوه

دا با عزمه ، غیرتي ا و بي بي مور وه
په عزت کي درنه ، نادره خور وه
خالق دې ته داد ورکړی ، وه بر د باره
مستعده ، کلکه ښځه او ښه ترور وه

ښکاره کړی یې په ټول عمر الفت وو
ډېر په مینه یې بیان هم یې صحبت وو
دې روزلي استادان او آدیبان دي
په تدریس کي یې روښانه صداقت وو

آرمانو سره راغلې وه خپل کور ته
رنځور حال یې ور شوه کړله و ګور ته
دا پردېسه وه خو زړه یې وو د مور زړه
تل یې فکر کړئ د خپلو بچو لور ته

لویه خدایه ! ستا څه غواړم دا دوعا
عاجزي کړم ، عفو غواړم یې دانا
د فردوس جنت مقام و دې ته ورکړې
تا خپل ځان ته چي بللې زموږ ادا