کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / داپارلمان دچا استازيتوب کوي؟ دريمه او وروستۍ برخه

داپارلمان دچا استازيتوب کوي؟ دريمه او وروستۍ برخه

د۲۰۱۰ددسمبر ۱۹


اور مو راغلـــــــو تر بړستنې، مونږ ويده يو


ويې ســــــــــــــــوې راته لمنې، مونږ ويده يو


 


دې پاچا مــــــــو راته لار هـــــــــــــــواره نه کړه


مخکې يښې راته غنې، مـــــــــــــونږ ويده يو


 


بس يواځې يې پښتون ته په کې چـــــــــل دی


سر مو غوڅ شي بی پوښتنې، مونږ ويده يو


 


د وطن حـــــــــــــــــــالات اوس دې ته رسيدلې


سړی چيچي لکـــــــــــــه ستنې، مونږ ويده يو


 


د مکتب په جـــــــــــــــــــــــــونو پاشې تيزابونه


دوی مو باسي له پوهنې، مـــــــــــونږ ويده يو


 


حميد احساس هالنډ


 


دراتلونکي پارلمان برخليک دښاغلي کرزی اوستري محکمې پلاس کي دی .


ددې برخي دپيل خبرې : که څه هم لويه څارنوالی وايي تاسو چوپه خوله پاته سی ،خوداکارپه فرمان نسي کېداي ،دملي گټو په اړوندديوه هيوادهر وگړئ ملي مسوليت لري  چې له هغونه دفاع وکړي اومخالفين ئي بربنډ کړي .زمادغه ټکي ددې معنا لري چي زه دچاوياند اوياهم مدافع نه يم هر څه چي ليکم دافغان ولس درواحقوقوددفاع اوملاتړ په خاطر ئي ليکم .


جالبه خوداده ،دهغه پارلمان غړی چي ددرغليواوپرديوهيوادوپه پيسوئې  دوکالت اعتبارنامه ترلاسه کړې وي  څنگه په کار پيل کوی اودډله ايزورسنيوپه وړاندي  ځان  دملت استازی بولي؟


داستره محکمه ده چي دڅارنوالی اوټاکنودکمسيونوپر شکايتونوبه تر شرعی غور وروسته پرېکړه کوي،افغانان  غواړي چي ستره محکمه داسلامي ارشاداتواواساسي قانون په رڼاکي داسي يوه عادلانه پرېکړه وکړی ترڅو دتل لپاره دغي لانجي ته دپاي ټکی کښېږدي . ستره محکمه به پخپله دې پرېکړې سره دلومړی ځل لپاره ثابته کړي چي شريعت ،قانون  اوملي گټي  ترهر څه ورته درنې دي .


دټاکنوپه اړونددټولودرغليو،لاسوهنو،رشوت خوريو اوزورڅخه کاراخيستنواوپدې هکله دعام ولس پرگوتنيو نوسربېره چي دراتلونکی پارلمان  مشروعيت  ئي له جدي گواښ اوسوالوسره مخامخ کړی د انتخاباتي شکایتونو دکمسيون ویاند ښاغلي رفعت دنومبرپر ۲۴ دبرياليوکانديدانودنومونه دټاکنو دلومنيو پايلو په توگه اعلان شوې .


اوترهغه وروسته دسسمبرپر لومړی نېټه چي کله دغزني ولايت دټاکنو پايلې اعلان سوي  . له اعلان شویو نتیجو سره سم ټول هغه کسان بریالي ښودل شوي چې په ابتدايي پایلوکې ګټونکي بلل شوي وه.


داعلان سو پايلونه داپه ډاگه څرگندېږي حي دلته نه يوازي داچي قومي انډول ته پاملرنه نده سوې ،بلکي ديوشمير وکيلانوبرياليتوب ددې ښکارندودی چي په ټاکنوکي  پراخې اوبې ساري درغلی سوی .


يوه ټکي ته غواړم په لوږ وضاحت اشاره وکړم هغه داچي کله دقومي انډول خبره کيږي څوک څه په خيرسات کي نه غواړي اوپدې پوهېږوچي مخالف لوری ويلاي سي ((وروره هر چاچي چاته رايه ورکړې هغه بريالی سوئ ،پښتنوبه دپښتنو کانديدانوته رايه نه وي ورکړې ،داطالبان وه چي دپښتنومخه ئي نيول تر څوپه ټاکنو کي برخه وانه خلي .))


ولي که ښه له پخوانه طرح سوی پلان ته ځير شونوتاسو فکر وکړی په کومو منطقوبه دمنلو وړوي چي  په شمالي ولايتونوکې دپښتنو، ازبکواوترکمنووکيلانو شميرې پدې کچه ټيټ وي؟دغه راز دهرات په شينډنډولسوا لۍ


کې دپښتنواودنيمروز په ولايت کې د بلوڅو،د غزني په ولايت کې چې د دغه ولايت په ١٨ کې دولس ولسوالۍ دپښتنودي  په ((۱۱))تنه برياليووکيلانوکي يونفر هم په  پارلمان  کي د پښتنواستازی  نشته  .


 سره لدې چي  رپوټونه خپاره شول ،چې دغزني په ۱۴ ولسوالیو کې انتخابات نه دي شوي اوهغوکاندیدانو، چې رايې ګټلې دي ، یوازې د غزني له مرکز څخه دي، ددې ولایت له نورو ولسوالیوڅخه استازیتوب نشي کولی .


داکتوبر ۲۶ ښاغلي کرزی  هم د ده په وينا د ملي يووالي په خاطر د ټاکنو پر کمسيون غږ وکړ چې په راتلونکې ولسي جرګه کې دخلکوسم استازيتوب ته چې موخه يې قومي انډول و،پام وکړي .


ښاغلي کرزي وويل په ځينو ولايتونوکې دامنيتي ستونزوله امله خلکو رايې نه دي ورکړې او پخپله يې د غزني ولايت بېلګه راوړه چې په وينا يې تر لسو زياتو ولسواليو کې يې ټاکنې نه دي شوې .هغه دټاکنو اوټاکنيزو شکايتونوپرکمسيون  غږ وکړ چې په راتلونکې ولسي جرګه کې د ټولو خلکو استازۍ ته يوه لاره جوړه کړي .


خو بل لوري ته دسياسي چارو څېړونکي اوپوهان بيا دحقوقي چاروکارپوه کبير رنجبر سره هم ږغی دي چي وايي، حکومت د ټاکنو لپاره سم تياری نه ونيولی نو اوس غواړي چې په دې ډول ځان له پړې وژغوري .


ښاغلي رنجبر وويل چې په ټاکنوکې دخلکو برخه ډېره کمه وه اودغه کارمشروعيت هم تر پوښتنې لاندې راولي .


بلي!


دهیواد داساسی قانون د(( ۸۳ ))مادې له حکم سره سم ټولټاکنې باید عمومی، شفاف ،سری او مستقیم وی .نو کله چي دشفافو،عامواو. . .ټاکنوخبر ه مطرح کيږي بيانوکه داټولودرغليواوداچي غوڅ اکثريت دامنيتي اوياهم رونوستونزوپر بنياد ونشوه کولاي په ټاکنوکي برخه والی دپارلماني ټکنو مشروعيت تر قانوني سوال اوپو  ښتنې لاندي راځي .


دولسي جرګې انتخابات تر دې حده له درغلیو ډک وه چې که رښتيا ووايو په بحث هم نه ارزي بايد باطل اعلان سي اوکه پردغه حال پرېښودل سي ستره محکمه بايدپدې کښي قانوني مداخله وکړي تر څو راتلونکې ولسي جرګې مشروعیت له گواښ نه نجات ومومي .


دبېلگې پو توگه :دانتخاباتي شکایتونوداوريدوپه کمسيون پوري اړوند یوې سرچینې،چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د لسګونو بریالیواعلان شویوکاندیدانو رایې به د درغلۍ په خاطر باطلې شي.


همدا ډول د لوی څارنوال مرستیال ښاغلي نظري د فرانس پریس خبري اژانس خبریال ته هغه ليک ورښکاره کوی کوم چي د یوه کاندید اود انتخاباتودیوه چارواکي ترمنځ د(( ۲۲۰۰۰۰)) ډالرود معاملي شاهدي ورکوي .


دټاکنو شکایتونوکمسیون اعلان کړی و چې دوزیرانو او والیانو په ګډون یوشمیرلوړ پورو دولتی چارواکو هم ځینو خاصو نوماندانو ته کمپاین کړی دی چي په هغه کي دتورن اسماعيل خان نوم دخلکوپر ژبه دی ،دغه دوسيه هم تر اوسه نده فيصله شوې .


بل لورته همدغه کمسیون  نږدې یونیم میلیون رايي باطلې اعلان کړې ،خوداخلکوته څرگنده نشوه چې  دا رايي ولې باطلې اعلان شوې،ایا دا هغه د هیواد نه بهر جعلي چاپ شوی پاڼي وې اوکه هغه چي درغلي پکښې سوې وې .


دټولټاکنودشکاياتو دکمسیون دچارواکو دوینا سره سم په لس هاوو زره داسی رایې په کمسیون کي موندل شوی دي چې شمیرل شوی نه وې،ددوی په وینا(( ۵۱۱ )) درایو ډک بکسونه موندل شوی دی.
ځینې درایې اچونې مرکزونه یوازی د یویا دوه ساعتونو لپاره خلاص و چې تر ټولو ښه بیلګه یې دبغلان په ولایت کې ولیدله شوه.


ددسمبر په لومړۍ نېټه د رویټرز خبري اژانس په وینا په افغانستان کې په وروستيو دوو انتخاباتو کې  دومره درغلۍ اولاسوهنې وشوې چې دولسمشرحامدکرزي اعتبار ته یې سخت زیان واړاوه اودلویدیځوهېوادونود صبرکاسه یې ډکه کړه .


اژانس لیکي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د ښاغلي کرزي د حکومت د مشروعیت په اړه شکونه رامینځ ته کړل او اوس د ولسي جرګې د انتخاباتو دې بڼې دخلکو د استازو صلاحیت او مشروعیت له سوال سره مخامخ کړ.


دافغانستان عدلی او قضایی ارګانونه او په تېره بیا لویه څارنوالی مکلفيت لري چې په هیواد کې دیوه ملی ناورین درامنځته کیدو دمخنیوی او دقانون دحاکمیت د پیاوړی کیدو لپاره دیادو شو، درغلیو،جعل کاريو،رشوت،بی عدالتیو اونوروسرغړونوسمه  پوښتنه وکړی .


مخکي لدې چي دټاکنووروستۍ پايلي اعلان سي دپورته يادسو درغليواولوي څارنوالی ته رسېدولو شکايتونواودقانون پر پلې کېدوباندي دنظارت کولو دمسوليت په نظرکي نيولوسره دنومبرپر ۲۵د ازادۍ راډیوله لاري  وړاندوينه وکړه چي ،((د انتخاباتو د نامشروع کېدو امکان سته))دوی اعلان وکړ،د ولسي جرګې په انتخاباتوکي  ئې ددرغلیو په اړه داسي لاسوندونه اوشواهد ترلاسه کړي، چي له مخي یې دا انتخابات  نامشروع بلل کیدای سي .


دلومړنيو پايلو داعلان سره سم دنومبرپر ۲۵ښاغلي حامد کرزي  او ناټوسازمان دانتخاباتو پایلي بريالي وبللې ،ولی دملگروملتو سازمان  استازی ، دا مریکا سفیر او ځینو نورو بیا د احتیاط نه کار واخیست او ویې ویل چی وروسته به خپل نظر ورکړی .


دنومبر پر ۲۸ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې مسکو د نومبر په ۲۴ مه د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو د اعلان هرکلی کوي اوهغه په لوژه کچه ستايي .


مگرد افغانستان لوی څارنوال اسحاق الکووايي  په دې انتخاباتوکي د درغلیو اولاسوهنو په اړه څېړني لا هم رواني دي ،ځکه نود انتخاباتو ستاینه تر وخت مخکي بولي . محمداسحق الکو له ولسي جرګې سره د خبرو په ترڅ کي څرگنده کړه چي د ولسي جرګې په انتخاباتو کي د درغلیود ادعاوو په اړه د نووڅېړنوغوښتنه کړې ده . لوی څارنوال علاوه کړل  دخلکو رایي د زورواکوکسانو له خوا په دوبۍ اود کابل په شهزاده سرای کي د پټو معاملو په ترڅ کي خرڅې سوي دي .


دهمدې اعلان سره دلوي څارنوالی اوټاکنو ددواړوکمسيونوتر منځ اوبه خړې شوې اودښمنې راوزېږېده .يودبل پر وړاندي تبلېغات پيل سول ، څارنوالی دټانو کمسيونونه اوهغوي  بياڅارنوالي ددوي په کاروکي دقانون خلاف لاسوهنو په نامه تورن بولي اويودبل پر خلاف تورونه لگول همدا اوس هم په خرپ روان دي اونوردولتي جگپوړي ئي ننداره کوي .


څرنگه چي د ولسي جرګې یوشمېرکاندیدان  دکابل په گډون د افغانستان  په مختلفو سيمو اوښاروکي  لاريونه کوي  اوکله نا کله لوي لاري بندوي حتا ددسمبرپر ۱۸ ئې غوښتل پارلمان ماڼۍ ته ننوزي اودزاړه پارلمان په نامه تر هغوچي دنوټاکنو پايلي معلومېږي دپارلمان نوبتي غونډي جاري وساتي ،خو پوليسو ورته اجازه ورنکړه چي پارلمان ته ننوزي . البته دغو پخوانيو وکيلانو اخطار ورکړ که دوي ته پارلمان ته دننوتو اجازه پر راتلونکو دو ورځوکي ورنکړه سي ددوي په ويناپه ملک کښي چي هر څه پيښ سول هغه به  پيښ سي .


ښاغلي کرزی  په خپله لومړنۍوينا کې پر ناخوښوکاندیدانواودهغوی پر پلویانو ږغ کړی چې له تاوتریخوا لواوبې نظمۍ ډډه وکړي او خپل شکایتونه د قانوني مراجعو له لارې مطرح کړي چې دقانون په رڼا کې ورته ځواب وویل شي . خو ښاغلي کرزی دټاکنو دکمسيون څخه داپوښتنه ونکړه چي څنگه کېداي سي پښتانه په خپل وطن کي رايوپه پلمه په پارلمان کي له قانوني حق اوپارلماني گډون څخه محروم  سي .


 نژدې (( ۱۰۰))تنو کانديدانو چې مېرمنې هم پکې وي د شکايتونو د اوريدو په کمسيون تور ولگوي چې د هغو کسانو په وړاندې کمسيون پټه خوله پاتې شوى چې په وينا يې د بشري حقونود نړيوالوټولنولخوادبشري حقونوسرغړوونکي او جنگ سالاران بلل شوي .


د ولسي جرگې لپاره يو شميرراغونډ شويوکانديدانو د ټاکنوکميسيون اودارنگه د ټاکنو د شکايتونو داوريدوکميسيونونه تورن کړل چې په وينا يې ځينې کانديدان په بيلا بيلو بهانو له سيا ليوباسي.


دغو سلگونو را ټولو شويو کانديدانو له ملگرو ملتونو او د قانون د ساتنې له ادارو وغوښتل چې ددغې ستونزي پوښتنه وکړي .


دنومبرپر ۲۸ د انتخاباتو خپلواک کميسون  اعلان وکړچې په انتخاباتو کې د درغليو په باب له روانو تحقيقاتو سره سره به د سنبلې د اووه ويشتمې نېټې د ولسي جرګې ګټونکو کانديدانو ته بريليکونه ورکړي .


د انتخاباتو د کميسون دچارواکو په وينا د قانون پراساس داکميسون د انتخاباتوګټونکوته بريليکونه ورکوي ، له ګټونکو کانديدانو ئې وغوښتل چې د دغه کميسون دفتر ته ورشي اوخپل بريليکونه ترلاسه کړي .


ښاغلي معنوي دبې بي سي راډيوسره په مرکه کې  د لويې څارنوالۍ غوښتنه چې  ((ټاکنې دې لغوه اعلان شي)) له غرضه ډکه وبلله او داسې ادعا يې وکړه چې ګواکې د غو څرګندونو شاته ځينې سياسي، حکومتي اوناحکو متي کړۍ شتون لري ,يو ځل بيايې خپله خبره را تکرار کړه چې هيڅ بنسټ د ټاکنودباطلولو حق نه لري .


ښاغلي معنوي نېغ په نېغه دچا نوم وانه خيست، خو ويې ويل چې ددغه راز کسانوکړنې به افغانستان له يوکړ کېچ سره مخامخ کړي . خودائي په گوته نکړه چي دده په نظر افغانستان به  له کوم کړکېچ سره مخامخ سي ؟ يعنې ولس بايد هرو مروددوي پلاس جوړې سوې پايلې ومني ؟ که ئي ونه منلې نو معنوی صاحب ئي ديوه لوي ناورين په راپيلېدو ډاره وي  .


معنوي وايي :((که ځينې خلک خپل غرضونه تپي بايدوپوهېږي چې د ټاکنودکميسیون چوتيا دډارله کبله نه وه خوموږ ونه غوښتل چې خبره جنجالونو ته ورسېږي له بده مرغه زموږ په هېواد کې جنجالونه هسې هم لږ نه دي.))


 ښاغلی معنوی دژورنالستانوپه وړاندي په دومره غروخبري کولې تابه ويل يوچادنده ورسپارلې چي ټول افغان ولس وډاروی،اوپه خپلوڅرگندونوکي ټولوته اخطار ورکړي .دومره ئې په لوړاوازاوحاص ژست دخپل نظر تر اورېدونکو رساوه چي له ورايه ترېنه داجوتې دله چي وايي دکرزی اوټولو ئي  لاس خلاص!!!!


ځکه دی وايي که پايلي تغير وخوری يوملي ناورين به پيل سي  . تر ټولوجالبه اوددولت عف بېلگه خوداده، داخبري هغه څوک کوی چي دخپلواک کمسيون  رئيس ورته خطا کيږي،دلته دده له حرکاتودڅېړونکواشتباه اوپر دباندي دگوتنيونکوخبره ثابتېږي چي وايي دشمالي ټلوالي سړی دیاوديوچالخوائي ملاتړ کيږي،داچي داخبري کوي ،ديوه موږی په زورئي ئي کوي .کنه پدغه کچه دلوړمقام څښتن قانوني اواخلاقي حق نلري چي داډول اوپدې شېوه اخطارونه چاته ورکړي .


موږ پوهېږوچي دا گوت څنډنې او اخطارونه چاته  ورکوي ،خو جالبه داده چي پر دې ټولو ناخوالو سربېره ښاغلی کرزی  چوپه خوله پاته دی اوځان بې خبره نيسي چي گواکي هيڅ ئي ندي اورېدلې.


دمعنوی پردغوخبروسربېره ددسمبرپر ۱۱ مه د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري يوځل بياغوښتنه وکړه چې دټاکنوپایلې لغو ه اعلان سي . هغه څرگنده کړه خپله دا پریکړه یې اړونده محکمې ته لیږلې او ورځنې غوښتي یې دې چې د ټاکنو پایلې لغو اعلان او رایې له سره وشمېري .


دلوي څارنوالۍ ، ټاکنو دکمسيون اوناکامه سويو کانديدانو تر منځ ناندريوپه خاطر دکرزی وياند وحيد عمر ژورناليستانوته وويل : ((دټاکنوپرسر راولاړ سوۍ  کړکيچ  کوم ملي ناتارنسي رامنځته کولاي . ده دراټوکېدلو ناندریو په اړه وویل، په دیموکراتیکو ټولنو کې دا یو معمولي بهیر دي او ټینګار یې وکړ چې رامنځ ته شوی وضعیت باید کړکېچن توصیف نه کړل شي .داددموکراسی پايله ده زموږ په وطن کي دموکراسي ده .))


دژورناليستانو ددې پوښتنې په جواب چي خلک دښاغلي کرزی نه غوښتنه کوي چي پدې مسله کي دجمهور رئيس په توگه مداخله وکړي اودټاکنوله درغلو ډکي پايلي غير قانوني اعلان کړي وويل  ((د افغانستان ولسمشر دا واک نه لري چې ټاکنې باطلې اعلان کړي . ولسمشر یوازې د ملي شورا د پرانيستلو واک لري چې په باور يې ولسمشر به دغه چاره ترسره کړي . هغه زياته کړه دیموکراتیک بنسټونه شته چې دقانون پر بنسټ خپل واکونه عملي کوي. دغه بنسټونه د ځینو موضوعاتو په اړه په خپلو کې ډیر یوه خوله نه دي، خو په افغانستان او ټولو قانوني بنسټونو کې قانوني تضمین شته چې په قانوني ډول دغه ستونزې هوارې شي .))


بلې! دوي  څومره دقانون دپلې کېدوخبره کوي اونه شرمېږي چي اورېدونکي هره شېبه دقانون څخه سرغړونه په خپلو سترگو گوري . حقيقت خودادی که له قانونه څخه سرغړونې قانوني بڼه نه واي پيداکړي اوپه رښتياسره قانون پلی کېداي ،نوداناخوالي به ترډيره بريده نه واي  .داتاريخ ثابته کړې هغه دولتونه اوچارواکي  ناکام دي چي پر خپل ملت  دحيوانان اوناپوه فکر کوي،ملت ته درناوی اوهغوي ته غوږ نيول ديوې سالمې ادارې دپايښت اساسي بنياد جوړوي  .


 رښتياهم دې ناخوالو اوسياسي بهران  ته  چي لوي څارنوال ،دټاکنو دکمېسيون رئېس اوسره  ښکر په ښکردی اوپه ښارو نوکي لاريونونه کيږي ،لوي لاري تړل کيږي دکرزی  صاحب وياند وحيد عمر ووايي ،داددموکراسی بهترينه بېلگه ده .


زمااودټول افغان ولس په نظرداد دموکراسي  نه بلکي دسياسي نظام دلړزاند اوکمزوري حالت  لمر غوندي روښانه بېلگه ده چي مشرئي دسياسي محلوظاتو اوځاني گټوپر بنياد  نسي کولاي  يوه غوڅه پرېکړه وکړي ،دې ته دولتي انارشي اوپه دولت کي دولتونه اوپه حکومت کي حکومتونه وايي  نه موکراسي  .


دښاغلي کرزی صاحب بايد داورپه يادشي چي دولسمشرپه توگه دقانون پر پلي کېدودنظارت مسوليت لري  .


دغه اوسنی ناورين چي دهرې ورځې په تېرېدوپه ملي ناورين دبدلېدولوري ته درومي دمخنيولومسؤليت اساسي قانون  دنوروعدلی،حقوقي اوامنيتي  ارگانوتر څنگ دجمهوررئيس پر غاړه اچولی دی ،ځکه پدې مسله کښي هم قانون  پلی شوئ نه دی اوله هغه نه څرگندي سرغړونې شوي .مثله داچي پدې کړکېچ کي عدلي اورگان (لويه څارنوالي ) ،دولس استازي دهغوي پلويان  اودټاکنوخپلواک کمسېون  بلې خواته يودبل په وړاندي  ښکر په ښکر دی دادواړه لوړ اوعالي دولتي ارگانونه دي ،دښاغلي معنوی له څرگندونوله ورايه په زور دلاس وهلو بوي  راځي ،بې مسوليته  څرگندونې اوشعارډوله  خبري کوي،خو دکرزی صاحب وياند وحيد عمر وايي ((داددموکراسی بهترينه بېلگه ده)) سل ئي مړه کړه دی ئي لابدي نه بولې  . فکر کيږي دوي  نانندريوته هغه وخت نانندری وايي چي انسانان پکښي مړه اوپه عاموښاروکي گډوډی له امله دخلکو عادی او ورځنۍ ژوندله گواښ سره مخامخ سي،همدااوس خو ټولنه نړۍ راباندي خاندي اوحيران پاته دي چي پدې ملک کښي  څه کارونه کيږي ؟؟؟؟


په افغانستان کې پارلمان هم د دولت د نورو اورگانو په څیر د بهرنیو د سیالۍ میدان دی . هغه هیوادونه چې غواړي په افغانستان کې په سیاسی لحاظه مطرح وي،نودپارلمان په چاپیریال کې حضور ورته ډیرداهمیت وړدی . هر بهرنی سیاسی ځواک دافغانستان پارلمان ته دخپلوپلويانو په رسولوکې له ټولوامکاناتونه استفاده کوي،په ټول توان سره کوښښ کوي خپل  شتون  په پارلمان کې تثبیت کړي،تر څو دافغانستان دسياسي برخليک  ټاکلو کې خپله ونډه ولري . په همدې خاطر دولتي مشرتابه اوپه ځانگړې توگه ښاغلي کرزی  ملي مکلفيت  اومسوليت لري چي دمسلې حساسيت ته جدي پام وکړي .


دډله ايزو رسنيودخبر له مخې دغه  پارلمان  چي ټاکنې ئي،له ناندريو اوله قانون څخه  په سرغړونوباندي شهرت لري دروان کال ددلوې په لومړی نېټه  دجمهوررئېس په پرانستونکې وينا پرانستل کيږي .


که چيري ښاغلی کرزی غواړی قانون پلی او هغه ته درناوی  وشي  اړينه ده دټاکنوپر سره دراپيداسوی اختلاف په هکله دمحکمې پرېکړې ته بايدانتظار وباسي اودمحکمې تر پرېکړې وروسته که ملي گټوته پکښي زيان نه رسېده  دپارلمان  پرانيزي .


داشخړه بايد ښاغلی کرزی اوستره محکمه په گډه حل کړي ،محکمه قانوني دنده لري  پدې هکله داساسي اونورو اړونده قوانينوپه رڼاکي  پرېکړه وکړي .


ښاغلی کرزی دهيواددلومړی مسؤل سړی په توگه  ملي دنده لري چي دمسلې دحل داسي لارولټول سي چي دافغان ولس لپاره دمنلو وړ وي .


اوس ددې لانجې دحل کلی دښاغلي کرزی  اوستری محکمې سره ده ،داپه دوي پوري اړه لري چي دوي څومره داسلامي احکامواوانساني حقوقواوملي گټوپر بنياددوضع شوو قوانيوپه رڼاکي دبې پرې او اسلامي پريکړې توان لري .ددوي پرېکړه بايد پر هغومنطقي اوقانوني دلايلوبناوي کوم چي وکولاي شي دواړوغاړوته قناعت ورکړي،کنه داپارلمان به دمشروعيت له جدي گواښ سره مخ وي .


دغو اوپه سلهاوو نوروعيني فکټونوته په ځيرېدوسره دغه سوال پرځاي اوترډيره به لاجوابه پاته وي چي :  اياددې ډول درغليواوستونزونه ډکو ټاکنوپه پايله کي جوړسوی پارلمان به مشروعيت ولري؟


کېداي سي دغه پارلمان دملت داستازو په نامه ونومول  سي؟  ايادغه پارلمان به داقانوني حق  ولري چي دملت لپاره نوی حکومت  وټاکي؟ اياداپارلمان به داحق  ولري چي دقوانينو، لايحو اويافرمانوپه هکله پرېکړي  وکړي ؟ داپارلمان به داحق ولري چي کوم دولتي چارواکي سوال اوجواب ته راوبولي اويائي دکاردگوښه کېدوپه هکله پريکړه وکړي ؟


داپارلمان به داحق ولري چي دافغاني لورې له بهرنيو هيوادوسره دکوم  لاسليک سوی قراردادياتړون  په اړوند حقوقي  پرېکړه وکړي ؟ اوپه لسگونونورداسي سوالونه .


 اوکه رښتياته راسو اوداوڅېړوچي ټاکنې عامي اوعادلانه وې اوکنه ؟ نوداجواب ترلاسه کېږي چي :دبې پرې اوعادلانه  څېړنوپر بنسټ  داله ورايه ښکاري چي دپارلماني ټاکنودملاشمزی له فساد،پراخي درغلي ، بې عدالتی، رشوت  اوله زورنه کار اخيستنه جوړول ،ځکه خونه يوازي افغانان بلکي ټوله نړۍ ورباندي خاندي .


د ټولوهغوکسانوچي درايي حق ئي درلودغوڅ اکثريت  پدې  ټاکنوکي برخه نده  اخيستې  اونه هم پدرغليو جوړسوی پارلمان کي دخلکو اراده تمثيلېداي سي .لویه څارنوالي څه چي ټول عدلی اورگانونه اوولسمشر بايددامسله په غور چڼ کړي ،هلته  چي يوڅه نسبي عدالت په نظرکي نيول سوی وي وکيلان دې  ومنل سي اوپه نوروسيمو کښي که داوس لپاره دټاکنو امکانات نسته هروخت چي  زمينه مساعده سول ټاکنې دې وسي .داټکی هم دامنيتي ستونزوله امله مهم دی چي په يوځل دي په دغو سيموکي ټاکنې نه تر سره کيږي ،هر چيري چي امنيتي اولوژستيکي امکانات برابرسول هلته دې ټاکنې وسي . داپروسه ممکن يوڅه اوږده سي ،موږبه  دڅه مودې لپاره يو نېمگړئ پارلمان ولرو،خودابه تر هغه پارلمان  ډير ښه وی چي ددرغليو ،زور اورشوت په پايله کي يوچا پارلمان ته لاره موندلې وي ،ځان دملت استازی بولي خو ملت پرخبرلاهم نه وي  ،نودغه کسان په حقيقت کي دملت استازی نه بلکي پر ملت تپل سوی وکيل صاحب دی .


پدې بڼه يوازي  دپارلمان ټاکل سوې ((۲۴۹)) کسيزه شميره پوره کول په عمل کي قانون پلي کول تر پښو لاندي کېږي،په ميلونوافغانان په پارلمان کي دخپل استازي درلودوله حق نه محرومول نه عدالت دی اونه هم انصاف .


پدې هيله چي زموږ عدلي اورگانونه تردې ملي آزمون بريالی راووزي . ومن الله التوفيق


………………………


اخځونه :


۱/ دتاند ويب ،دعوت ،بېنوا،لراوبر ،ټول افغان ،گران افغانستان،بې بې سي ،ملي غورځنگ اوسپين غرويب  پاڼو. د۲۰۱۰ کال اگست نه تر دسمبرتر ۲۰


۲/ آزادي راډيو،افغانستان ملي تلوزيون ،ارياناافغانستان تلوزيون (بيات ) امريکا ږغ اشناراډيو،له اگست نه تر نومبر


۳/   روسی منابع : ريانوستي ،انترفکس ،او انترتاس لخواپدې هکله خپاروشوی اثار . اگست ،سپتمراوبومبر


۴/ دځوان شاعر حميد احساس شعر له رومال ويب پاڼي نه