د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي څلور طالب قوماندانان ، يو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي نيول سوي . د يادو چارواکو په وينا چي ياد کسان يې د يو شمېر عملياتو په ترڅ کي نيولي . د دې ولايت د ملي امنيت رئېس جنرال نظر علي وايي چي ياد کسان يې تېره ورځ نيولي د نوموړي په وينا چي يادو کسانو هر يوه د طالب وسله والو د يوې يوې ډلګۍ مشري په غاړه لرله . نوموړى همدا ډول زياتوي چي په دې عملياتو کي يې څلور کلاشنکوفونه ، څلور توپنچې ، څلور لاسي بمونه او يو شمېر نور توکي نيولي .