د کندوز ولايت امنتي چارواکي وايي چي د تيري ورځي په بريد کي چي د ملي اردو پر يوه مرکز وسو دوه تنه ځانوژونکي بريدګران پکښي بهرنيان ول . په دې بريد کي د ملي پوليسو او ملي اردو څلور کس ووژل سول او لس تنه نور ژوبل سول . خو وسله والو طالبانو بيا د ٢٩ تنو د وژلو ادعا کړې وه .
د يادوني وړ ده چي د حکومت د دې ادعا په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .