د امريکا مرستيال ولسمشر جوبايډن وايي چي په ٢٠١٤ کال کي به خامخا د افغانستان څخه ووزو . نوموړى وايي چي په راتلونکي دوبي کي به د دې هېواد څخه د سرتيرو وتل پېل او تر ٢٠١٤ مېلادي کال تر پايه د افغانستان څخه ووزي . دا لومړى ځل دئ چي يو جګپوړى امريکايي سرتېرى د ټولو امريکايي سرتيرو د وتلو خبره کوي او همدا شان اسلامي حزب او وسله وال طالبان هم وايي چي تر څو امريکايي ځواکونه د افغانستان څخه نه وي وتلي دوى به هيڅکله وسله پر مخکه کښېنږدي او نه به د جګړې څخه لاس وا نه خلي .
بل لور ته په کابل کي د ناټو ځواکونو وياند د جوبايډن خبره ردوي او وايي چي تر ٢٠١٤ وروسته به هم موږ په افغانستان کي پاتيږو او د نوموړي په وينا چي مرستي به يې دوام ولري .