کور / تازه خبرونه / د زابل عام وګړي : بهرنيان دي د مالي او ځاني زيان خيال وساتي

د زابل عام وګړي : بهرنيان دي د مالي او ځاني زيان خيال وساتي

د زابل ولايت عام وګړي وايي چي بهرنيان دي د عملياتو په ترڅ کي د ملکي وګړو د مال او ځان خيال دي وساتي . نوموړي وګړي دا غوښتني په داسي وخت کي کوي چي څه موده وړاندي په کندهار کي يوه لوړ پوړي امنيتي چارواکي ويلي وه چي په د کندهار په څېر به په زابل ولايت کي هم عمليات وکړي . د زابل ولايت د ولايتي شورا رئېس وايي چي په عملياتو کي بايد د ملکي وګړو د مال او ځان خيال وساتل سي او که کوم لوري ته پکښي کوم زيان اوړي بايد بدله يې ورکړل سي .