په خوست ولايت کې دافغان اوبهرنيوځواکونو په يولړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول .
د دوه سوه دريم تندرقول اردو دقومندانۍ درستيزوال رازمحمد اورياخيل په وينا يادشوي کسان دنوموړې ولايت په عليشرو ولسوالۍ کې دګډو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
دنوموړې په وينا په دغه پيښه کې يوه اندازه وسلې او نورمهمات هم دګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي.