دامريکا دولسمشرمرستيال جوبايډن وايي له افغانستان څخه به دراتلوونکې اوړې کې دامريکايي ځواکونو يوه دپام وړبرخه ووځي او تر دوه زره څوارلسم کال پورې به امريکايي ځواکونه په بشپړتوګه له افغانستان څخه ووځي .
بايډان همدا راز زياتوي چې دالقاعدي شبکې په کړنوکې دپام وړ کمزورتيا ليدل کيږي او دمګړۍ دترهګرو سره دجګړې،په پاکستان کې دترهګرو دامنوپټنځايونو پر وړاندې دمبارزې او په افغانستان کې ديوباثباته دولت دټينګښت په برخه کې ډيري برياوې ترلاسه شوي دي .