کور / تازه خبرونه / کندهار: د ماين چاودنې يو تن مړ او څلور ټپيان کړل

کندهار: د ماين چاودنې يو تن مړ او څلور ټپيان کړل

په کندهار ولايت کې ديوماين دچاودنې له امله يوتن وژل شوى اوڅلور نورټپيان شوي .
دنوموړې ولايت دپنجوايۍ ولسوالۍ وايي دغه چاودنه ديکشنبې په ورځ سهار داته بجو اوديرش دقيقو په شاوخوا کې هغه مهال وشوه چې دملکي وګړو موټر پريوځاى پرځاى شوي ماين وربرابرشو .
نوموړى زياتوي په پيښه کې يوماشوم وژل شوى اوڅلور نورټپيان شوي دي .
تراوسه ديادې پيښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي خو دنوموړې ولايت امنيتي چارواکې وايي په اړه يې څيړني رواني دي .