کور / تازه خبرونه / مولن: پاکستان د القاعدې امن ځاى دى

مولن: پاکستان د القاعدې امن ځاى دى

دامريکا دمتحده ايالاتونو لوي درستيز وايي ددوي لاسته راوړنې هغه وخت مثبتي ثابت کيداى شي کله چې افغان حکومت ډيرمسؤليت پرغاړه واخلي .
مولن وايي پاکستان دالقاعده لپاره په امن ځاى بلل شوى او دا دپاکستان دحکومت لپاره يو بد نومي شميرل کيږي .
هغه زياتوي په افغانستان کې د دولت وسله مخالفين تر ډيرې اندازې ضعيف شوي دي
په ورته وخت کې دامريکا سفير دامريکا تګلاره دالقاعدې لمنځه وړل بولي او دولسمشرحامدکرزي له لورې دسولې مشورتي جرګې جوړول يومثبت او پرځاى اقدام بولى .
دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې ټاکل شوي چې په دوه زره څوارلسم کال دافغانستان امنيتي مسؤليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي .