د كندهار د ښوراوك ولسوال عبدالكريم دوسله والوطالبانوپه يوه بريدكې له خپلو۴ ملگروسره ټپي سوى .
پرنوموړي دكندهارښارپه لويديځ ميرويس مېنه كې ترغلچكي سوى دى.
په سويل كې د۴۰۴ ميوندزون دپوليسوقومندان سالم احساس لراوبرته وويل چې ولسوال عبدالكريم ولسمل تيره شپه خپل كورته دتگ په حال كې ووچې ورباندي بريد وسو.
احساس زياتوي چې په پېښه كې ولسوال له خپلو۴ پوليس ساتونكوسره ټپي سوى .
تراوسه چاددغي پېښي مسئوليت په غاړه نه دى اخيستى .
داپه كندهاركې له تيرو۲ اونيو راهيسي د تاوتريخوالي دريمه پېښه ده.
كه څه هم له تيرو۳ مياشتوراهيسې دكندهارښاردامنيت په اړه ولسي وگړي څه ناڅه ډاډ من ښكارېدل خو دغو وروستيو څو پېښو يې بيااندېښنې زياتي كړي دي .
بلخوابياددې ولايت په پنجوايې ولسوالۍ كې يوتن ځانمرگى بريدكونكى خپل هدف ته تر رسېدومخكې وژل سوى .
دكندهارولايت له مقام څخه خپره سوې خبرپاڼه وايې ، يو ځانمرګى بريد کوونکى چي غوښتل يې د پنجوايې ولسوالۍ د بازار په يوه جامع جومات کي ځان والوزوي نن سهار څلور بجې پري خپل واسکټ چاودېدلى او هدف ته له رسېدو وړاندي وژل سوى دى.
خبرپاڼه زياته وي چې ځانمرګي بريد کوونکي غوښتل د پنجوايې ولسوالى بازار کي د هغه جامع جومات دننه ځان والوزوي چي دجمعې په ورځ پکې ديوه پخوايې دولتي مامور د پلار د فاتحې مراسم نيول سوي وه.
خبرپاڼه ليكي چې امنيتي ځواکونو د ځانمرګي بريد کوونکي څخه د ترلاسه سوو اسنادو په مرسته د هغه دوه تنه نور ملګري هم نيولي چي دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دي.