کور / سياسي / د افغانستان له « مُبارکانو» سره به څه چال چلند کيږي؟

د افغانستان له « مُبارکانو» سره به څه چال چلند کيږي؟

د نړۍ خلګ له څو اوونيیو راهيسي په تونس او مصر کي د ولسي پاڅون داسي زوروري اوپياوړي څپې ګوري، چي اغېزې يې د سترګو په رپ کي له اُردون او يمن څخه نيولې تر سودان پوري وليدل سوې . نړۍ والو، د افغانستان د مجاهد ولس د وينو او سرښندونو په بيه تر۱۹۸۹ع کال وروسته په بېلابېلو هيوادوکي د روسي استعمار د لاس پوڅو رژيمونو د نړېدو لړۍ وليده؛ دا دئ نن په يوه بېله بڼه د غربي استعمار د مزدورو، ولسي ضد حُکومتو د را نسکورېدو شپې او ورځي ويني .
په تونس، مصراو داسي نورو هيوادوکي د ملي ضد مستبدو او زورواکو رژيمونو د واکمنييو له امله لوږه،ګراني، بېکاري، فساد، ظُلم او بې عدالتي اسمان ته رسېدلې ده . په فکري او فرهنګي برخوکي حالات تر دې هم ډېر دردناک او خواشينونکي دي . ټولي نړې ته مالومه ده، چي د دواړو هيوادو واکمنوکړييو پر ملي او اسلامي غورځنګونو توره شپه راوستې وه؛ هيچا د واکمنو رژيمو د خروړو پوليسو او بدنامو استخباراتي مأمورينو له بيري خوله نسوای خلاصولای؛ هرچا چي د خپلو روا او انساني حقوقو غوښتنه کړې ده یا محبسونه په ډک سوي؛ يا په پردو هيوادوکي پردېسۍ او جلاوطنۍ ته اړ سوي دي . عجبه خودا چي د بشري حقوقو، ډيموکراسۍ، شفافيت او قانونيت غربي ډنډوره چیانو دتونس، مصر او ځينو نورو تش په نامه، ميراثي جمهوريتو د ديکتاتورو رژيمو تر کرغېړن سيوري لاندي د خلګودا بدي او غمجني ورځي د سر په سترګو لېدلې؛ خوسره له هغه يې هم  د بن علي او مُبارک د مستبدو او بشري ضد رژيمونو له سياسي، پوځي او اقتصادي ملاتړه لاس نه اخيست . البته، د غربي نړۍ په سياسي تاريخ کي د داسي رژيمونو شمېر لږ نه دئ، چي د استعماري ځواکونو د پوځي، سياسي او مالي مرستو په زور يې د ميليونو انسانانو په ژوند او مقدراتو لوبي کړي دي . د ايران پاچا-  محمدرضا پهلوي، د اندونيزيا فاسد او فرتوت حُکمران – سوهارتو، د چيلي پوځي ديکتاتور- جنرال پينوشې، د پاکستان پوځي واکمن – جنرال ضياء الحق او ډېر نور له دغه راز واکمنانو څخه وه، چي د نړۍ ټول خلګ يې له زيندی کوونکو انساني ضد سياستونو سره پوره اشنايي لري .
تر لمر روښانه ده، چي استعمارګران دربړېدلو ولسونو د خوښۍ، سوکالۍ، بشري حقوقو او آزادييو هيڅ پروا نه لري؛ هغوی ته يوازي او يوازي خپلي ستراتېژيکي ګټي اوهدفونه مطرح دي؛ هر چا چي د دغه راز ملي ضد ګټو او پلانونو په تحقق کي له دوی سره ياري او انډيوالي وکړه، د دوی تر ټولو ښه دوست، ملګری او متحد دئ .
داچي په تونس، مصر، اُردن، يمن، مراکش، الجزاير، ليبيا، سوريې، ايران، سودان، چلتار تړلو شيخانواو نورو جابرو هيوادوکي به د تپل سوو، فاسدو اوستمګرو رژيمونو کمبله کله په بشپړه توګه ټوليږي، په واقعيت کي د دغو هيوادو په کورنييو تضادونو، د واکمنو رژيمونو په کورني او بهرني ملاتړ، د مخالفينو په هوښيارۍ، ويښتوب، يووالي او غښتلوالي پوري اړه لري . په دې بايد باور ولرو، چي دا پاڅېدلي او پارېدلي ولسونه به، که نن وي که سبا وي، خپلو ملي او ولسي هدفونو ته رسيږي؛ ځکه خلګ له اوسني دردناک او غملړلي ژوند څخه ستړي سوي دي؛ او د نړۍ هيڅ ځواک د ولسي پاڅونو مخه نسي نيولای .
تر دې ځايه د نورو ملتونود ولسي قيامونو خبره وه، چي د خپلواکو او زړورو افغانانو په ګډون يې د نړۍ ټول ملي او ډيموکراټيک قوتونه، د زړه له کومي ننګه او ملاتړ کوي؛ خو زموږ کړېدلو افغانانو په وړاندي مهمه او اساسي پوښتنه دا ده، چي دې غم ځپلي هيواد ته به  د دغه راز ولسي پاڅونونو سرکښي او توپاني څپې کله اوڅنګه را رسيږي؟  مګر موږ تر هر بل ملت دغه شان ملي او ولسي پاڅون ته اړتيا نه لرو؟ زموږ  ټوک ټوک او ربړېدلي خلګ به څنګه له لوږي، وزګارتيا، فساد ، خيانتونو ، بې عدالتيیو، لاس پوڅو او خپلسرو واکمنانو او تر ټولو مهم د رواني دېرش کلني جګړې له تباه کوونکو لمبو او ډول ډول کړکېچنو څخه ژغورل کيږي؟
مخکي تر دې چي د افغانانو پر ولسي پاڅون څو لنډي خبري وکوو، لازمه ده د دې پاڅون پر تاريخي اړخونو يو څه رڼا واچوو. د افغانستان ژوندي تاريخ ترخو واقعيتو ته په پام سره، هيڅ حقپال اوهيوادپال افغان د دې خبري په سموالي او ريشتياوالي کي شک نه لري، چي بېلابېلو زورواکو رژيمونوله تېرو يودېرش کالو راهيسي خلګو ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړي؛ هيڅ واکمن رژیم نه يوازي دافغانانو غمجنو او تاريکو جونګړو ته د خوشالۍ او نېکمرغۍ زېری نه را نه وړ، بلکی په  ټول هيواد او سيمه کي يې د جګړو، ناارامييو او دوښمنييو په خپرولو سره د هغوی د بېوزلۍ او غريبۍ يوه ګوله ډوډۍ يې هم په خاورو او وينو ور ولړله .
مظلومو افغانانو د خلقيانو، پرچميانو، توپکيانو او طالبانو سختي او ستوغي تېري کړې؛ خو له هغي ورځي څخه چي د امريکايانو په مشرۍ ايتلافي لښکرو زموږ پر وياړلې مېنه پوځي يرغل کړی؛ او د خپل بې ارادې، فاسد او بې کفايته ګوډاګي، حامد کرزي، په مشرۍ يې د جنګي جنايتکارانو، ورانکارو ، جهاد پلورونکو، جاسوسانو او ډول ډول مافيايي ډلو ټپلوولسي ضد نظام جوړ کړی دئ، زموږ په غملړلې مېنه کي د خلګو دکړاوونو او مصيبتونو بله نوې او ډېره خطرناکه لړۍ پيل سوې ده.
د څه د پاسه يو نيم لک ايتلافي پوځ له توپ و ټانک سره سره، په هيواد او سيمه کي د جګړې لمبې لا پسي پراخيږي؛ د ايتلافي قواوو هوايي بمبارييو او مځکنييو وحشيانه عملياتو، د وسله والو مخالفينو ړندوانتحاري بريدونو اود هيواد په ګوټ ګوټ کي د مزدورو واکمنانو غلاوو، خيانتونو، زور زياتييو اوبې کفايتييو خلګ پزي ته رسولي دي؛ د شپږ څلوېښت هيوادو د پرمختللو او مجهزو پوځونو د توپک او برچې تر سېوري لاندي، افغانستان د ترياکو د توليد له اړخه په ټوله نړۍ کي لومړی او د فساد له اړخه، دوهم مقام لري .
خلګ په خپله قضاوت کولای سي، په هغه ملک کي به د فساد،خيانت او چور څه حال وي، چي په اصطلاح مشر يې د غلو، قاتلانو او جاسوسانو په څېر، د الوتکي په کابين کي، له پردو هيوادو څخه د نغدو پيسوکڅوړي اخلي؟ د تش په نامه جمهوري رياست او پارلمان د شرمېدلو انتخاباتو ډرامې خو هم د نړۍ ټولي خلګو ولیدې؛ د خاينو اوجنايتکارو زورواکانو له خوا د دولت او عام ولس د ميليونو جريبه مځکي د غصبولو مسأله هم د پټېدو خبره نه ده. د کرزی د مزدور حکومت د بې کفايتيیو او شرموونکو کړنو ليست دونه اوږد دئ، چي بيانول يې دلته ناممکن کار دئ . تاسي په خپله وګورئ، د ارګ مزدور فاسد او بې زړه  واکمن ، په هيواد کي د راز راز خونړييو پېښو په وړاندي يوازي داپيغام خپروي : « جمهور رييس د پېښي عاملين وغندل؛ او د کمېسيون په جوړولو سره يې د پلټنو امر ورکړ. »
 په نورو هيوادو کي مو هم د فساد، خيانت او بې کفايتۍ خبري اروېدلي دي؛  خو هغه څه چي د يرغلګرو پوځونو او د کرزي د مزدور حکومت تر واکمنۍ لاندي ګورو، تر حد او اندازې وتلې خبره ده .  
په هيواد کي د بې عدالتيیو د يوه کوچني مثال د ليدو له پاره د کابل د عامو ښاريانو جونګړي او کورونه له هغو جګپوړو ښښه يي وادنييو، تجارتي مرکزونو او کوټييو سره پرتله کړئ، چي د افغانانو په وينو جوړ سوي دي . د جهاد له سوداګرو او د وطن پلورني له ټولو دلالانو څخه  بايد پوښتنه وسي، چي دا لوی ښارګوټي،
پرتميني ماڼۍ، بانکونه، شرکتونه، نوي او مفشن موټرونه، او ډول ډول ثروتونه يې له کومه ځايه پيدا کړه؟ مګر د افغانستان  له ويښو او هوښياروخلګو څخه د دې بې ايمانه او بې وجدانه سوداګرو پرونۍ حالت پټ دئ ؟! 
د دين او وطن د دلالانو  دا عيش و نوش، دا لوړ او مجلل عمارتونه نه يوازي د دوی د چور او چپاو، بلکي د دوی د بهرنيیو بادارانو ياني کې . جی . بي، سي . آی . اې .،  آی . ايس . آی . ايراني، سعودي او نورو کرغېړنو استخباراتي شبکو پر نه بخښوونکو جنايتونو او تورو نخشوهم شاهدي ورکوي . هيچا په تاريخ کي د جهاد او هيوادپالني له لاري ماڼۍ او شتمنۍ نه دي موندلي .
د دين او وطن په لاره کي جهاد او مبارزه يوازي د سرښندني او قربانۍ کار دئ، نه د شتمنيیو د لوټولوکاروبار . زموږ غيرتمنو، مجاهدو او باغروره وطندارانو د هيواد د خپلواکۍ او ناموس ساتني په لاره کي خپل هر څه له لاسه ورکړه؛ خو د جهاد دروغجنو ټيکه دارانو او نورو خاينو سياسي سوداګرو د دين اوايمان پلورني په دې بازارکي ډېري ګټي وټي وکړې؛ او لا لګيا دي په بې شرمۍ او سپين سترګۍ سره دې انساني ضد عملونو ته دوام ورکوي .
که څه هم په تونس، مصر، مراکش، الجزاير، ليبيا، سوريې، اُردن، يمن، سودان، چلتارو تړلو عربو، ايران او ډېرو نورو مستبدو او فاسدو هيوادوکي عام خلګ د ژوند په ټولو چاروکي له لويو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ دي؛ خو سره له هغه هم هيڅ هيواد په انسان وژنه، زور زياتۍ، توپک سالارۍ، ورانکارۍ، وطن پلورنه، قومي نفاق،تورکاروبار، چور، فساد، لوږه، بېکارۍ، بېوزلۍ او نورو سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي کړاوونو او ناخوالوکي زموږ د ټولني وحشتناک حالت ته نه رسيږي . په داسي شرايطو او حالاتو کي، پوښتنه دا ده، چي ولسي پاڅون بايد لومړی په تونس، مصر يا نورو مستبدو هيوادوکي وسي،که زموږ په غم ځپلي او اشغال سوي هيواد- افغانستان کي؟
جواب څرګند او روښانه دئ . زموږ په وينو سره خاوره بايد تر هر ځای مخکي د دغه راز ولسي پاڅونو د زېږولو او بريالي کولو لومړنی ټاټوبی وای . تاريخ شاهد دئ، چي همداسي هم  وسوه. ټولي نړۍ ته مالومه ده، چي زموږ زړورو او مېړنييو وطندارانو له يو دېرشو کالو راهيسي د ظلم او تېري په وړاندي خپل اتلوال مقاومت پيل کړی دئ . د دې حماسه جوړونکي مقاومت په لومړي پړاو کي د يرغلګرو روسانو لاس پوڅی نظام له منځه لاړ؛ په دوهم پړاوکي د پاکستان  اووګوني او د ايران اته ګوني مزدور تنظيمونه يو يو تر شرمناکو ماتو وروسته له سياسي ډګر څخه و شړل سوه؛ د ځينو مشران کولاب، د ځينو مشران ايران او د ځينو نورو سرغنه پاکستان، عربي ملکونو او د نړۍ نورو هيوادو ته وتښتېده.  زموږ د ننګيالييو خلګو دا مقاومت د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم، په يوه بېله بڼه جاري ؤ.
د مقاومت بل پړاو هاله پيل سو، چي د امريکا او انګرېر يرغلګرو پوځونو زموږ د خاينو او جنايتکارو جنګي ډلوټپلو په مرسته، پر ګران افغانستان وسله وال بريد وکړ. البته، د طالبانو د واکمنۍ په را پرزېدو به يوازي طالبان او دهغوی بهرني انډيوالان خوابدي سوي وي؛ خو زموږ د پلرونو او نيکونو پر وياړلې خاوره د پردو لښکرو وحشيانه يرغل له کبله، د هر خپلواک او بې پرې افغان د کرکي او مخالفت احساسات را وپارېده . د پردو پوځونو د ظالمانه تېرييو او د هغو د مزدور حکومت د ډول ډول نارواوو په مقابل کي زموږ د خلګو مقاومت تر اوسه په خورا شأن او برم سره جاري دئ .
د رژيم وسله وال مخالفين له څه دپاسه نهوکالو راهيسي په مخامخ جګړو، انتحاري بريدونو او نورو تروريستي عملونو سره خپل مقاومت ته دوام ورکوي؛ خو سره له هغه هم په هيواد کي د وينو، اوښکو او تورتم داستان ختمېده نه لري . له دې څخه په څرګنده برېښي، چي وسله وال مقاومت په يوازيتوب سره، زموږ ملي او ولسي مسألې نسي حلولای . عام خلګ، که څه هم، د خپلو او پردو له ظالمانه تاړاکونو او رنګارنګ ناکردو څخه سخت ګيله من او خروښېدلي دي؛ خو  بيا هم يوازي د وسلې او باروتو پر منطق  باور نه لري؛ ځکه همدا اوس د وسله وال مقاومت په ځينو ړندو بمونو او انتحاري بريدونوکي زموږ د بي ګونا هيوادوالو ويني تويیږي . بله خبره لا دا ده، چي عام خلګ د وسله وال مقاومت په مشرتابه  او ليکوکي د مغرضو پردو پراخ نفوذ ته هم د شک او ګومان په سترګه ګوري . تر دې چي ور تېرسوبله مهمه خبره  تېرو ترخو تجربو ته په پام سره د هيواد د راتلونکي ادارې له پاره د اوسني وسله وال مقاومت د صلاحيت او کفايت مسأله ده، چي پوه او هوښيار خلګ يې ملګرتوب او پلوي نسي کولای . 
دا خبره سمه ده، چي د طالبانو  د واکمنۍ پر مهال د هغو تر واک لاندي سيموکي ارامه ارامي وه؛ طالب چارواکي په فساد او نورو ناروا عملونو ککړ نه وه؛ خو په مذهبي او کولتوري برخه کي د هغوسخت او افراطي دريځ او د هيواد د پېچلو سياسي، اجتماعي، فرهنګي او اقتصادي چارو د تنظيم او ادارې له پاره د يوې معقولي او علمي کړنلاري د نه لرلو په وجه، څوک د هغو فعالي مرستي او سيلي ته زړه نه ښه کوي . د وسله وال مقاومت نوري ډلي هم له دې امله، چي په خپلو مبارزو کي يوازي د توپک او برچې  پر منطق تکيه کوي، د خلګو ريښتینې خواخوږي او همدردي نه لري .
په دې ډول ګورو، چي د هيواد له اوسني خونړي او نه زغمېدونکي حالت څخه د وتلو يوازنۍ لار د تونس، مصر، يمن او داسي نورو فاسدو، مستبدو او غاصبو حکومتو په څېر، د سوله ييز ولسي پاڅون لاره ده. ټول بېوزلي او ځورېدلي افغانان ( نارينه او ښځي، زاړه، واړه او ځوانان ) له قوم، ژبي، مذهب، سيمي او نورو اړېکو پرته د ظُلم، زورزياتي، لوږي، بېکارۍ، فساد، بې عدالتۍ، جګړو او ناارامييو پرخلاف د مبارزې په يوه واحداو نه بېلېدونکي مورچل کي ولاړ دي؛ او په خپلو وينو او سرونو سره حاضر دي، چي په هيواد کي د يوه خپلواک، ملي او ولسي نظام د جوړولو له پاره د اوسنييو « مُبارکانو» ګرېوانونو ته لاس واچوي؛ په هيواد کي د جګړو او ورانييو مخه ونيسي؛ او په پای کي د پردو پوځونو د ايستلو له پاره معقول اقدامات وکړي .
د کابل د مزدور رژيم له څو جنايتکارو اوخاينو جنرالانو او قومندانانو پرته، د هيواد د اوردو، پوليسو اواستخباراتو ټول کارکوونکي د دې خاوري اصيل بچيان دي . شک نسته، چي هغوی به هم د هيواد او خلګو د ژرغوني په دې ستر ملي رسالت کي د افغان ولس تر شا ودرېږي . طالبان، اسلامي حزب، د حقاني ډله او نوري وسله والي ډلي هم بايد د خلګو په دې ستر حماسه جوړونکي سوله ييز سراسري پاڅون کي برخه واخلي؛ ځکه دغه راز ستر او ځواکمن ولسي پاڅون زموږ ټولو کړېدلو افغانانو د ژغورني لنډه او آسانه لار ده .
وروستۍ پوښتنه دا ده، چي څوک به د داسي ملي او ولسي پاڅون د لارښووني مسووليت او رسالت پر غاړه اخلي؟ ځکه  زموږ د ولسي پاڅون د برياليتوب له پاره پر عيني شرايطو ( جګړې، ناامنۍ، لوږي، بېکارۍ، فساد، بې عدالتۍ او نورو ناخوالو) سربېره د ذهني شرايطو چمتووالی هم ضروري خبره ده . خلګ بايد په دې واقعيت ښه پوه وي، چي له يوه پراخ او پرله پسي سوله ييز پاڅون پرته يې د ژغورني بله هيڅ لار نسته؛ او په دې لار کي سرښندونو، کړاوونو او ناخوالو ته هم غاړه کښېږدي . د غورځنګ لارښوونکي او مخکښان هم بايد په دې پوه وي، چي څنګه د ګردو افغانانو پياوړی او غښتلی ملاتړ له ځانه سره وساتي؛ او له بېلابېلو خنډونو او موانعو سره په متانت مبارزه وکړي؛ څنګه د ولسي پاڅون په بېلابېلو پړاونو کي د خلګو د ناموس، ځان او مال ساتنه وکي؛ او بالاخره څنګه د برياليتوب پر مهال د چارو واګي په لاس کي واخلي . 
که څوک فکر کوي، چي له افغاني فرعونانو څخه د ټولني د ژغورني پريښتې به له امريکا، اروپا، کاناډا، استراليا يا نورو بهرنييو هيوادو څخه راسي، په ريشتيا سره تېروتلي دي؛ ځکه په دغو هيوادوکي مېشت سياست وال، پوهان، محققان، ليکوال، شاعران، هونرمندان او داسي نور منور کسان پر خورا ډېرو ډلو او ډلګييو ويشل سوي دي، چي هره ډله او ډلګۍ يې خپلو ځانګړو موخو او مقصدونو ته کار کوي . له څو بې وسه اوبې کسه ملي شخصيتونوپرته چي د وچي کلکي مجبورۍ په حُکم دلته ناست دي، د در واغجني « روشنفکرۍ » او « هيوادپالنۍ » ډېری مدعيان په يوه او بل ډول د استعمار په چوپړ کي ولاړ دي؛ د هيواد او خلګو تر ژغورني د خپلي خيټي، نفس، شهرت، او شتو راضي ساتل اوچاغول ډېرپرګران دي .  په دې ډلو کي ځیني کسان دونه بې زړه او ډارن دي، چي د خپلو خلګو او هيواد په وړاندي راز راز ظُلمونه او نارواوي د سر په سترګو ګوري؛ اما بيا هم تر خولې آه نباسي؛ ځانونه يې داسي ناګاره اچولي دي، چي ته به وايې ړانده او کاڼه دي؛ په داسي حال کي، چي له اشغالګرو پوځونو او د هغو له مزدورو او جنايتکارو ګوډاګيانوسره عملاً هيڅ ستونزه او مخالفت نه لري؛ وخت و ناوخت وطن ته په سيل او ساتېري چکرونه وهي؛ خو بيا هم له خپلو خلګو او هيواده ليري په پردو ملکونوکي ژوند غوره ګڼي . د داسي کسانو يا په اوړو کي شګه ده يا يې خولې له اوبو ډکي دي، چي د حق ويلو جرأت او مړانه نه لري . تر دوی چي تېر سو د هغو کسانو شمېر هم لږ نه دئ، چي له خپلو ظاهري مخالفتونو او اعتراضونو سره سره، د کابل حکومت د وزارت، سفارت، او ولايت مقامونو ته لړموکي ناست دي .
خير، د دې خبرو د لنډي يادوني مقصد دادئ، چي په هيواد کي اوسېدونکي وطنداران بايد په خپله د يوه ريښتيني ولسي پاڅون د را منځ ته کولواو سمبالولو له پاره لستوڼي را ونغړي . زموږ درېدلي هيوادوال تر هر چا د دغه آزادي بخښوونکي غورځنګ ښه لارښوونه کولای سي .ګډ هيواد، ګډ درد او ګډ راتلونکی هغه څه دي، چي کولای سي په افغانستان کي د يوه پراخ او پياوړي ولسي پاڅون له رامنځ ته کېدو سره مرسته وکړي . هغه چا چي د اشغالګرو لښکرو بمبارۍ، ورانکارۍ، محبسونه، تلاښۍ او ځوروني نه وي ليدلي، هغه داشغال په غم او درد کله پوهېږي . دغه راز، هغه چا چي د زور او زر د خاوندانو ظُلمونه او ناروا عملونه د سر په سترګونه وي ليدلي، هغه په اسانۍ سره د يوه ملي او ولسي پاڅون په ليکو کي سرښندني او وينو بهولو ته نه چمتوکيږي .
د خدای په فضل همدا اوس هم په هيواد کي دونه ملي او ولسي شخصيتونه ژوندکوي، چي کولای سي زموږ د خلګو د دغه راز اتلوال ملي او ولسي پاڅون مشرتوب په غاړه واخلي؛ او په ډېر لږ وخت کي د تپل سوو نوکرانو ټغر ټول کړي .
زما په دې قاصر عقل خو د بېوزلو او کړېدلو افغانانو د ژغورني له پاره يوازي همدا لاره پاته ده؛ ځکه د جمهوري رياست او پارلمان د شرمېدلو انتخاباتو ډرامه خو اوس نه يوازي افغانانو، بلکي د نړۍ ټولو خلګو له ورايه وليدله . د کرزي د مزدور، فاسد او بې کفايته حکومت د تقريباً لس کلني خونړۍ واکمنۍ ريکارډ هم د ټولو خلګو مخ ته پروت دئ . ترڅو ټول په ګډه د اشغالګرو او ګوډاګيانو مخ ته و نه درېږو، تل تر تله به په ذلت او خوارۍ ژوند کي کوو.  د ذلت او خوارۍ تر سلو کالو د مړاني او زړورتوب يوه ورځ ښه ده .