سرچينه : صحيح البخاري او صحيح مسلم
کله چې نبي کريم (صلى الله عليه وسلم) مدينې منورې ته هجرت وکړ نو هلته يې د يهودو يوه ډله وليدله چې په لسم د محرم الحرام چې عاشورا ورته ويل کيږي روژه يې نيولې وه ،نو پيغمبر عليه السلام ورڅخه وپوښتل چې په دغه ورځ تاسې ولې روژه نيسئ نو هغوي ورته وويل چې : دا هاغه ورځ ده چې موسى ( عليه السلام )او قوم يې له فرعون څخه نجات موندلى دى نو:
رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) ورته وويل : انا احق بموسى منکم: يعنې زه له تاسو څخه موسى ته ډېرنژدې او حقداره يم . نو رسول الله (صلى الله عليه وسلم) او اصحابو يې دغه ورځ روژه ونيوله بيا رسول الله (صلى الله عليه وسلم)خپلو اصحابو ته وويل چې: لئن بقيت الى القادم لاصومن التاسوعاء : که راتلونکي کال ته پاتې شوم نو زه به نهم ٩ د محرم هم روژه ونيسم . په دې خاطر چې زمونږ او د يهودو د عبادت ترمنځ توپير وشي هماغه ؤ چې راتلونکي کال ته رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفات شو خو نيت يې همدا ؤ چې د محرم نهم او لسم په روژه نيسي. دا وه دعاشوره حقيقي بڼه. اوس حيرانتيا هاغه چاته ده چې دغه ورح يې خوږو وريجو او خوږو اوبو ته ځانګړې کړې ده چې دا يو عادت دى او په اسلامي تاريخ کې يې کومه نښه نه ليدل کيږي چې يا څلورو خلفاؤو ،امامانو او نورو محديثنو دغه کار ته د ترويج لاره پرانيستي وي ،
او ځينو نورو بيا دغه ورځ د ځان په وهلو او وينو کولو باندې ځانګړې کړې ده چې دا خو يوه څرګنده ناپوهي او د دين له کرښو او پولو څخه دومره واټن لري لکه ځمکه او اسمان .
اکثره خلکو د محرم مياشت يوازې دې ته ځانګړې کړې ده چې خوږ شربت او خوږې وريجې په کې ووېشي مګر د محرم لسمه په اسلامي تاريخ کي د عاشورا له ورځي پرته نور هم ډېر ارزښت لري.