ايتلافي ځواکونه په کونړولايت کې ديوولس وسله والوطالبانو دوژل کيدو خبر ورکوي .
دهيواد په ختيځ کې دايتلافي ځواکونو درسنيو دفتر وايي دغه يوولس طالب جنګيالي په هغو عملياتوکې چې د کونړ ولايت کنجکل سيمه کې پيل شوې وو، وژل شوي دي .
ايتلافي ځواکونه زياتوي ددغه عملياتو په پايله کې يواندازه سپکې اودرنې وسلې هم د دوي لاس ته ورغلي دي .