کور / تازه خبرونه / پخوانى سناتور د روزګان نوى والي مقرر شو

پخوانى سناتور د روزګان نوى والي مقرر شو

په مشرانو جرګه کې د کندهار استازى محمدعمر شيرزاد د روزګان د والي په توګه وټاکل شو.
نوموړى پرون د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې له لورې د روزګان د نوي والي په توګه د دغه ولايت مسؤلينو ته وپيژندل شو.
ښاغلې شيرزاد دپيژندګلوۍ پرمهال دنوموړې ولايت له خلکو وغوښتل چې د امنيت په ټينګولوکې له نوموړې سره مرسته وکړي .
محمدشيرزاد تردې وړاندې په مشرانوجرګه کې دکندهار ولايت استازى وو.
نوموړي نوي پارلمان ته له کندهاره خپل ځان نومولى وو، خو تر ټاکنو دمخه د نا امنيو له امله له خپلې نوماندۍ تير شو.