له تېرو دوه دريو او نيو راهيسې د نړۍ رسنۍ پر هغو رسوايانو ګړېږي چې د ويکيليکس ويبپاڼې له لوري خپرې شوې دي .
ددغو رسوايانو يو شمېر د افغانستان په اړه د امريکا يي د يپلوماتانو هغه پيغامونه دي چې وخت پر وخت د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته د افغانستان د حالاتو د جاج او ارزونې د پايلو په توګه استول شوي دي .
د امريکايي ديپلوماتانو هغه پيغامونه چې د افغان حکومت په اړه دي، مهم هغه يې دولسمشر کرزي او په افغانستان کې د ايران د اړيکو او ښکېلتيا په اړه وه .
ولسمشر خو هسې لکه ټولو افغانانو ته چې معلوم دی يو کمزوری ، مغرور، تېر ايستونکی او تېروتونکی سړی بلل شوی دی چې يوازې دخپلو ګټو په فکر کې دی .
خو پر دې سربېره ددغو پيغامونو په ډله کې يو دا دی چې ولسمشر کرزی د نشه يي توکو له مافيا سره خواخوږي لري .
بېلګه يې دا ورکړې ده چې د ناټو له لوري نيول شوي هغه بنديان يې خوشې کړي چې د نشه يي توکو په جرم نيول شوي ول.
ددغې دوسیې اصلي کيسه د ننګرهار تر يوه ځوانه حاجي ظاهر قديره پورې رسېږي.
حاجي ظاهر قدير د ننګرهار د پخواني والي او د فوايد عامې د وزير مرحوم حاجي عبدالقدير زوی دی او د ولسي جرګې د ټاکنو په ترڅ يې ولسي جرګې ته بالقوه لاره موندلې ده .
حاجي ظاهر قدير ځوان دی او ښه انرژي لري ، دده په تېر کې په ننګرهار ځينې ښه کارونه هم وکړل چې بايد سترګې پرې پټې نه شي .
خو په ورستيو کې يې د نشه يي توکو د سوداګرۍ بوختياوې، سرګردانۍ اوستونزې دومره شوې چې هغه ولس هېر کړ او نور نو پخپلو ګټو پسې روان شو.
په فزيکي لحاظ هم پکې بدلون راغی او د چرسو دود یې په کارونو اغېزه وکړه ، پرېکړې يې احساساتي او لاره يې هم ډېره څپڅپانده شوه .
هغه لاره يې پرېښوده چې په تېرو څو کلونو کې يې غوره کړې وه او ټول پام يې يوازې خپلو شخصي ګټو ته شو.
د همدغو شخصي ګټو او حرص له کبله يې دا ځل ولسي جرګې ته هم ځان ونوماوه او ددرغليو او نورو بېلابېلو لارو چارو په کارولو سره تر دغه ځايه رارسېدلی دی چې ولسي جرګې ته ننوتلو ته يې يوګام ځای پاتې دی .
دا دويم ځل دی چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې کېږي . خو دويم ځل ټاکنې له يوې نړۍ ستونزو لاسوهنو، درغليو او ستونزو سره ملې وي .
په دغو ټاکنو کې له لويه سره افغانانو او په تېره بيا پښتنو ته خورا ډېر زيان رسېدلی دی .
د افغانانو د زيان خبره دا ده چې په عمومي ډول ولسي جرګې ته داسې خلک راځي چې د افغانستان په ګټه نه دي . څوک ټوپکسالاران دي ، څوک د يوه او څو د بل د خولې خلک دي او داسې څېرې هم شته چې د بهرنۍ جاسوسي ښه مخينه لري .
خو په ټاکنو کې پښتنو دوه زيانونه ليدلي دي ، يو دا چې په ډېرو سيمو کې ټاکنې و نه شوې او درې دېرش څوکۍ يې له ګوتو ووتې .
بله ستونزه دا ده چې رابريالي شوي خلک يې هم سم استازيبتو ب نه شي کولای او لامل يې دا دی چې دغه کسان د خلکو په رايو نه بلکې په درغليو رابريالي شوي دي .
يوه ښه بېلګه يې د ننګرهار ولايت بالقوه وکيل حاجي ظاهر قدير دی چې د پراخو درغليو، زور او زرو په مرسته رابريالی شوی دی .
نوموړی د نشه يي توکو د قاچاق اوږده مخنيه لري او دغه سوداګري اوس له هېچا هم پټه نه ده .
د امريکا د سفارت په هغه رسوا شوي پيغام کې چې وايي کرزي د نشه يي توکو قاچاقچيان خوشې کړي دي هغه د حاجي ظاهر قدير سکرټر بلال او دوه تنه نور ول ، چې له ۲۶۰ کيلو ګرامه پوډرو سره ونيول شول او کرزي يې دخوشې کېدو امر ورکړ.
دا سمه ده چې ولسمشر يو مجرم بخښلی شي خو کاشکي دغه زړه سوی د هغو کسانو په حق کې هم کېدای چې په يو کيلو ګرام چرسو باندې تر شپاړسو کلونو پورې قيد پرې خيژي.
دغه خوشې کېدنه هومره سرسر ي بايد و نه بلل شي ځکه داسې ښکاري چې ولسمشر پخپله هم ورسره يو ډول اړيکي لري ،کنه نو مجرم او هغه هم داسې يو مجرم چې يوازې د خپلې ګټې لپاره يې قانون تر پښو لاندې کړی وي ولې خوشې شي.
همدغه اړيکي ول چې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال حاجي ظاهر قدير ولسمشر کرزي ته کمپاين کاوه او هغه يې بدل دا ورکړ چې دولسي جرګې په ټاکنو کې ورسره مرسته وکړه او له دې پرته چې د نشه يي توکو څومره پټې معاملې ورسره کوي او يايې نور څومره کسان ورخوشې کوي هغه خو يوه خدای ته معلومېږي .
پښتون که پر ځای پرېږدو او څو شېبې دملت په خاطر فکر وکړو ايا هغه سړی به د ملت څه پروا ولري چې عمر يې د ملت پر ضد يوه سنګر کې تېرېږي .
ايا هغه څوک به دملت لپاره څه وکړي چې ولسي جرګې ته پخپلو ګټو پسې ورغلی وي .
څو ورځې مخکې ظاهر قدير د ولسي جرګې په انګړ کې ډېر په ډاګه لوی څارنوال او قاضي القضات ته ګواښ وکړ چې په ټاکنو کې د شويو درغليو پلټنې او څېړنې پرېږدي کنه نو کېدای شي دنده يې له خطر سره مخامخ شي .
د حاجي ظاهر د ګواښ لامل دا دی چې دی د ملت استازی نه دی او له دې وېرېږي چې که پلټنې وشي کېدای شي دی هم له هغه ليسته ووځي چې دا مهال دولسي جرګې بالقوه استازي بلل کېږي .
تاسې فکر وکړیء چې حاجي ظاهر يو کس دی چې په دغه ډول ولسي جرګې ته رسېدلی دی نور ې څومره بېلګې به وي چې د نشه يي توکو له مافيايي کړيو سره تړلي او په درغليو ولسي جرګې ته رسېدلي دي .
اوس ستونزه دا ده چې که ټاکنې و منل شي او هغه درغلۍ و نه پلټل شي چې ظاهر قدير او دده په څېر ډېرو نورو کړې دي نو له ولسي جرګې څخه به څه شی جوړېږي .
تر اوسه پورې تمه دا وه چې که کرزی کوم ناسم او ناوړه کار کوي نو ولسي جرګه پرې فشار را وړلای شي خو اوس چې ولسي جرګه له داسې خلکو ډکېږي چې هغه پخپله په نورو او کږو لارو درومي نو(( خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو)) .
اوس به ولسي جرګه هم په کرزي فشار راوړي چې د قانون خلاف يو څو ګامونه نور واخلي او هر سړی به په ازاد مټ خپل ناقانونه کارونه کوي .
ځکه له هر ډول قانوني تعقيب څخه به بيغمه وي .