د پښتونخوا ايالت په کوهاټ ولسوالي کي د يوه ځان وژونکي بريد له امله ١٦ تنه مړه سوي او شاوخوا ٢٥ تنه ټپيان دي.
پوليس وايي ځانمرګي د دې حملې دپاره موټر کارولى دئ، چي د ګڼي ګوڼي په يوه ډکه سيمه کي يې چاودنه ورکړې ده.
د پښتونخوا چارواکي وايي د پېښي ټول قربانيان ملکي کسان دي.
د پښتونخوا په مومند ايجنسي کي دوې ورځي دمخه هم دوه ځانمرګي بريدونه سوي وو، چي شاوخواپنځوس تنه يې مړه او ١٠٠ ټپيان کړل.
دا بريدونه پر داسي مهال کېږي چي د پښتونخوا ايالتي چارواکي وايي د دهې يا عاشورا د ورځو په خاطر يې ټينګ امنيتي تدابير نيولي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه