دپښتونخوادښائست ناوې په خیالي زلفوکې
غوټۍ د اور د ګل ټومبلي خو څوک هیڅ نه وايي
ویل کیږي چې مځکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي. په سیمه او نړۍکې که حالات هر ډول وي خوچې په افغان وطن کې څوک هره ورځ له کوره د وتلو پر وخت مرګ پر زړه تېر کړي او بیا وزي نو داسې وطن ته که د جګړې ډګر ووایو دردوونکې به وي خو بې ځایه به نه وي
دخپلې ځانګړې جغرافیې له کبله د پښتون افغان په تاریخ کې ښې ورځې کله هم نه دي راغلي .پرافغان وطن د اروپايي سکندرله تېري را وروسته د نړۍ ډېرو سرکښو د پښتون افغان پر وطن او خپلواکۍ د تېري کولو هڅه کړېده خوهغه وخت د جګړې طرز داسې وو چې افغان ولس پر بېخي لږ سرشمېرنه سربېره هر یرغلګر ته ماتې ورکړېوه . د پښتون افغان د تورتمونو لړۍ هغه وخت لاپسې اوږده شوه چې کله د دې سپېحلي قام دسرتېرو مشرانو د قربانیو او مبارزو په نتیجه کې فرنګی له سیمې څخه وتلو ته اړ کړل شو.
خو د فرنګي د تګ پر وخت د پښتون افغان د مشرتابه د مجبورتیا اوتېروتنې له کبله دسیمې واک هغ چاته په لاس ورغلی چا چې تر هغه وخت وړاندې په سیمه کې د غلام په حېث ژوند کاوی . نو یوه غلام ته چې د بادارۍ تاج ورپه سرکړل شي نو دی به له خپل ریعایه سره هم هغه چلن کوي کوم څه چې د ده بادار ورسره کړي وي . پښتانه وايي چې د سلو کالو وږی په یوه ورځ نه مړېږي. هم دا وو چې د هند د نیمې وچې تر وېش او د پاکستان تر جوړېدو وروسته د دې ملک د پښتون افغان پر ضد تګلارې له مخې د پښتنو پرسیاسي اوملتپالو مشرانو تر هغه سختې ورځې راغلې کومې چې هغوی په افغان وطن کې د فرنګي د شتون پر ضد د مبارزې په ترڅ کې تیري کړې وې . د پنجابي د ګټو لپاره جوړ شوي دې ملک دمحکوم افغان د لاځپلو او په ازادافغانستان کې دلاسوهنې تګلارې ته داسې دوام ورکړ چې په دریشپېته کاله کې یوه ورځ هم داسې نه ده راغلې چې په پښتون افغان وطن کې دي یوه نه یوه کورنۍ د خپل نازولي د جنازې سرته نه وي کښېنستې. له څو کلونو راهسې خو یې هغه چل هم زده کړ چې په لسګونه پښتانه افغانان پر یوه ځاي داسې والوزوي چې د هغوي پر کورنیو یې د هغو د جنازې وسر ته کښنېستل او د هغو روستی دیدکول لانه دی فېرزو.
اوس چې په یویشتمه پېړۍ کې هم د یوه قام د وګړو د وژل کېدو شمېر او لامل نه وي څرګند ، جومات ،جرګه او هجره یې نه وي خوندي ، کلتور او دودونه یې تر پښو لاندې کیږي ، ژوندي مشران یې په کورونو کې او مړه یې په قبرونو کې لا نه وي پاته ، خپل بچي یې په سوال ډوډۍ غواړي او شتمنۍ یې د بل په واک کې وي ، د نورو اولادونه عصري زده کړې ترسره کوي او د دوي ښوونځي په بمونو ویشتل کیږي ، نو د دې قام لپاره به د ملي پاڅون تر دې مهم وخت بیا څنګه او کله راځي؟
د لوستو او باشعوره ولسونو په منځ کې د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره لښکري جوړول د نالوستو او بې شعوره په پرتله اسان کار وي . خو په پښتون افغان ملت کې او په خاصه توګه بیا په محکوم افغان کې چې له یوې خواپوهه د نه برابر ده او بلې خواته په ولس کې د شعوري کچې د لوړولو لپاره خپلې داسې رسنۍ هم نه لري چې په وسیله یې خپل ولس له خپله تاریخه ، خپلو اتلانو ، خپلو پولو او له خپلو شتمنیو او ستونزو او په خاصه توګه له خپلې قامي غلامۍ خبر کړي
ویل کیږي چې له شته امکاناتوڅخه ګټه اخیستل یوه لویه عقلمندي او له حالاتو سره د تګ یوه ارزښتناکه هڅه ده . محکوم افغان چې خپلې ازادې رسنۍ نه لري او د پاکستان ټول ټلویزیونه ، ریډیو ګانې او ورځپاڼې یې د ملي ګټو پر ضد خپرونې او تبلیغات کوي نو په داسې حال کې انټرنیټ د محکوم افغان د لوستو وګړو لپاره ترخپله یوه خپلواکه رسنۍ کم نه دی . دا یوه جمله چې نن سبا زموږ په وطن کې هم ډېر ځایونه او په خاصه توګه په ویناوو کې کارول کیږي چې ً نړۍ اوس د یوه کلي بڼه خپله کړې ده ً . که وګورو نو دا خوپه ښکاره یوه جمله ده ، خو په اصل کې دا یوه جمله نه بلکه یوه داسې پراخه موضوع ده چې په نړۍ کې پرې څېړنې کیږي او کتابونه پرې لیکل کیږي. د دې دا مانا هم نه ده چې د نړۍ سمې یو بل ته په مجسمه توګه نژدې راغلي دي بلکه د وخت نوو او پرمختللو ایجادونو د نړۍ د خلکو ترمنځ پراته واټڼونه له منځه وړي دي. په دې وسیلو کې تر ټولو مهم رول د انټرنیټ دی . انټرنیټ هغه څه اسان کړل کوم چې به یو وخت ناشوني ښکارېده.انټرنیټ د نړۍ پر مخ د خورو ورو خلکو تر منځ د نېغ په نېغه اړیکو اسانتیارامنځ ته کړه . انټرنیټ دنړۍ د کوټ کوټ په اړه مالومات ، کتابتونونه او هر هغه څه چې یو څوک یې لوستل او مالومول غواړي د هغوي کور ته ور وړي دي.
نن سبا په انټرنیټ کې داسې بې شمېره ویب پاڼې شته چې د هغو له لارې په نړۍ کې خواره خلک یو له بله سره اړیکي ټینګوي یو له بل سره د خپل فکر ، کلتور ، تاریخ او د ورځنیو چارو په اړه مالومات شریک کوي
له انټرنیټ څخه خلک د رسنیو په لړ کې هم ډېر کار اخلي . لکه یو له بل سره د عکسونو ، ویډیوګانو او لیکل سوو مالومات تبادله کول . له نېکه مرغه پر انټرنیټ د هغو خلکو واک نشته کوم چې په نړۍ کې د خپل حق لپاره ږغ پورته کوونکي تر غاړه نيسي او پر خوله یې توري پټۍ ورتړي
محکوم افغان هم له داسې حالاتو سره مخامخ دی چې هم وهل خوري او هم یې ژړا تر چا نه رسیږي . د پاکستان ټولې چاپي او برېښنايي رسنیو هغه لارپسې اخیستې ده پر کومه چې دا ملک او د دې ملک ټولې استخباراتي ادارې رواني دي. یانې په ګران او ازاد افغانستان کې لاس وهنه ، هلته د پنجابي له خوا لګېدلي اور ته لمن وهل او د محکوم افغان وطن و نړۍ ته داسې تصویر وړاندې کول چې بس که موږ لاس ځنې واخیست نو دا خلک به ټولې نړۍ ته اور واچوي
نو په داسې حالاتو کې د محکوم افغان لوستو کسانو ته را وړاندې کېده او له انټرنیټ څخه د ګتې اخیسته په کار دي . هغه ځکه چې په هغو ټولو ویب پاڼو کې چې ولسي بڼه لري په خاصه تو فېس بک چې دا وخت د نړۍ پر مخ ټول پنځوس کروړه غړي لري .پنځلس کروړه کسان یې د موبایل له لارې کاروي او په مجموعي توګه هر کس یو سل دېرس ملګري لري . او هره ورځ په نړۍ کې پنځویشتې کروړه انسانان دا ویب پاڼه خلاسوي او له خپلو ملګرو سره اړیکي ټینګوي .
په فېس بک کې د عکسونو ، ویډیوګانو او لیکل شوو مالوماتو د تبادلې ترڅنګ نېغ په نېغه پر یوه وخت یو کس له لسګونو کسانو سره د لیک په بڼه . کې خبري هم کولای شي . په فېس بک کې د سیاسي بحثونو لپاره هم په زړه پورې زمینه برابره ده . یانې که یو څوک غواړي چې خپل نظر له نورو سره شریک کړي او یا یوه بلنه او یا خبرتیا ورکول غواړي نو یو څه ولیکي او یا یو عکس او یا یوه ویډیو خپره کړي .نو له دې لارې بیا د فېس بک کارونکي او په خاصه توګه د هغه ملګري یانې د هغه په لسټ کې ثبت شوي کسان له هغه سره د یادې شوې موضوع په اړه خپله رایه شریکه کولاي شي
لکه څنګه چې ما وړاندې یادونه کړېوه چې دا د پښتون افغان ملت لپاره یوه ازاده رسنۍ ده نو زموږ د قام او وطن دښمن قوتونه دا نه شي زغملای چې د دوی له یواړخیزو رسنیو پرته هم پښتانه ځوانان اوس د انټرنیټ او فېس بک له لارې یو له بل سره اړیکي نیسي او یو له بل سره خپل فکر او تګلارې شریکې کوي . نو هغوي اوس له بده مرغه په لراوبرافغان وطن کې داسې ځوانان په دندو ګمارلي دي چې هغوي اوس په انټرنیټ اوفېس بک کې د پنجابي د پښتون افغان پر ضد تګلاره پرمخ بیايي ، هر هغه څه کوي کوم څه چې له دريشپېته کلونو راهسې زموږ د وطن ځینې ملایان ،خانان او ملکان دپنجابي د ګټو لپاره کوي لګیا دي .په انټرنیټ کې په دندو ګمارل شوي دا کسان په خاصه توګه په ګران او ازاد افغانسان کې داساسي قانون له مخې رامنځ ته شوي جمهوري او خپلواک حکومت پرضد تبلیغات کوي د هغه د بدنامولو هڅې کوي او په افغانستان کې د وسله والو تالبانو ملاتړ ته خلک هڅوي او ګران افغانستان په خپلو هغو لیکنو کې چې په انګلیسي ژبو یې کوي و نړیوالو ته د یوه اشغال شوي او مخ پر ورانېدو هیواد په توګه وړاندې کوي.
دا کسان بلکل په ښکاره توګه د افغان وطن مشرانو ته سپکاوی کوي او هغه ځوانان چې لا په شعوري توګه قوي شوي نه وي د تندلاریتوب پر لور هڅوي او په خپلو لیکنو کې هغه ټول وسله وال چې لراوبر افغانستان یې په وینو کې لمبولی او په زرګونه ښونځي ، روغتونونه او نورې بې شمېره ادارې یې ورانې کړې دي د اتلانو په توګه ورپېژني ، دې بې مسوولیته او د ملي ګټو له پامه غورزوونکي کسانو هغه څه ته ملا تړې ده چې د پښتنو افغانانو د کلتور ژوند او ژواک د نړۍ خلکو ته په سمه توګه د ور ښودلو لپاره یوازینۍ او خپلواکه رسنۍ انټرنیټ هم داسې وکاروي لکه د پاکستان ټولي رسنۍ چې د پښتون افغان ملت د ژبې کلتور او ملي ګتو پر ضد کوم ناروا تبلیغات کوي
اوس خبره دا ده چې یو څوک له دې وسیلې څخه ناوړه ګټه اخلي نو د پښتون افغان وطن هغه ټول پر قام ، خاوره او تاریخ مین لوستي کسان ولي داسې ونه کړي چې راوړاندې شي او لومړی ځان له کمپیوټر او انټرنیټ سره اشنا کړي اوبیا خپله هغه وظیفه سرته ورسوي کومه چې د خپل وطن ، قام او کلتور پر دوي پور ده . د انټرنیټ له لارې هر ځوان د خپل وطن او کلتور لپاره ډېر څه کولای شي. دی کولای شي چې د خپلې سیمې او هلته د موجودو ستونزو په اړه ، او د خپلو دودونو او کلتور په اړه مالومات خپرولای شي او هم دا رنګه خپل سیاسي فکر له نورو سره شریک کولای شي اوپه سیمه او نړۍ کې د روانو حالاتو او بدلونونو په اړه له خلکو سره خبرې کولای شي. او تر ټولو مهمه دا چې د خپل ګران او تاریخي وطن افغانستان پر ضد چې پنجابي او د هغوي ادارو کومه نوې لوبه روانه کړېده د هغې د مخنیوي لپاره هلي ځلي ، په ګران افغانستان کې د سولې او پرمختګ د بهیر ملاتړ ، په سیمه او نړۍ کې د خپل وطن دښه انځور وړاندې کولو په لړ کې ډېر څه کولای شي. هم دا رنګه په محکوم افغان وطن کې د خپلې قامي غلامۍ د پای ته رسولو او د خپل قام د ازادۍ ، پر خپلو شتمنیو د واک او اختیار ترلاسه کولو او د ملي یوالې او ملي پاڅون لپاره د تبلیغاتو په لړ کې ډېر څه کولاي شي. د لراوبر افغانستان او په خاصه توګه د محکوم افغان و لوستو وګړو ته په کار ده چې د ټکنالوجۍ په دې پرمختللي او لا په چټکۍ سره روان وخت کې د خپلو ملي او ازادو رسنیو د نه درلودولو په صورت کې د انټرنیټ پر مخ له ټولو شته امکاناتو لکه فېس بک ، یوټیوب ، ټیوټر او داسې نورو ویب پاڼو څخه د خپل قام ، وطن ، تاریخ او کلتور د پرمختګ لپاره ګټه واخلي او خپله ملي وظیفه سره ته ورسوي .