کور / سياسي / د ويکي ليکس رسواينې د چا له خوا او د څه لپاره؟

د ويکي ليکس رسواينې د چا له خوا او د څه لپاره؟

بسم الله الرحمن الرحيم


په دې وروستیو کې ویکي لیکس د امریکې ټول جنګي رازونه په ډاګه کړي دي او ټوله نړۍ په دې بحث لګيا ده چې دغه ټول پټ رازونه څرنګه د ویکي لیکس ویب پاڼې اختیار ته ورکړل شول. آیا دا کیدلای شي چې د یو شخص کار وي او که ددې شاته کومه لویه دسیسه پرته ده؟  څوک ددې شا ته ولاړ دي؟ مخکې تر دې چې دغو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړو، لاندیني مسایل بايد په پام کې ونیول شي:
۱. دا په ښکاره حقیقت دى، چې د افغانستان په اړه د بش تګلاره له یوې شرمناکې ناکامۍ سره تړلې ده، چې د کرزي حکومت تقویت، د امنیت د ټینګښت په موخه د افغاني پوځ د ظرفیت لوړتیا او وسعت، د پښتنو د مقاومت څخه د هغوی د نرم دریځو غړو راپیرودنه او په پاکستاني حکومت باندې زور اچونه چې په قبایلي علاقو کې دې د امریکایي مخالفینو پر وړاندې پوځي تحرک خپل کړي، پورې تړلې وه. کله چې اوباما په کال ۲۰۰۹ کې ولسمشرۍ ته ورسید، خپلو کارکونکو ته یې دغې تګلارې د مکمل تحلیل امر ورکړ.
د اوباما لمړنۍ تګلاره د بش د تګلارې پر بنسټونو ولاړه وه، خو د پوځونو د ډیرولو، په قبایلي علاقو باندې د بې پیلوټو الوتکو د بريدونو پر ډیروالي، او په قبایلي علاقو کې د پوځي عملیاتو د ډیروالي لپاره پر پاکستاني مشرانو د فشار په لانور راوستل پکې ډیر کړل شوي وو. او چې بحث د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي او همدارنګه د ملکي ادارو تقویت پر سر راشي نو دا یوازې ددې لپاره ورګډ شوي وو چې دغې تګلارې ته دې لږ ښکلتیا ورکړل شي چې داخلي او بهرني څارونکو پام ځان ته واړوي، خو په عمل کې د پیاده کیدلو نیت یې نه درلود.
خو د اوباما له خوا د کال ۲۰۱۱ تر پايه پورې د پوځونو د تدريجي د کموالي یادونه هغه څه وو، چې  له یوې خوا د دغې تګلارې ارزښت یې تر پوښتنې لاندې راوسته او له بلې خوا یې نه یوازې دا چې د اوباما د ادارې او په جنګ کې ښکیل د پوځي مشرانو تر منځ مخالفتونه راوپارول بلکې د امریکې او د هغې د متحدینو او همدارنګه د هغې لاسپوڅي حکومتونو لکه د افغانستان او پاکستان، ترمنځ مخالفتونه یې برسیره کړل.
د اوباما له پاره ډیره اړینه ده چې د افغانستان څخه د پوځونو د راویستلو لپاره ی واضح مهال ویش وټاکي ترڅو د هغې پر بنسټ په ۲۰۱۲ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دموکراټانو برى ممکن کړي. خو یو شمیر پوځي مشرانو او سیاستوالو په ډیرې سختۍ سره د اوباما له ادارې سره ددې پر سر چې د پوځ څخه د یو غیرواقعي نیټو په ورکولو سره د ډیرو غوښتنو پوره کول غواړي، اعتراض کړى دى. ددغه شمیر څخه یو یې د جنرل مککریسټل مخالفت و چې د هغې د نیټې څخه د مخه د متقاعد کیدو لامل وګرځید. حتی د هغې ځای ناستى، جنرل پټریوس، هم په اخلاص سره ونه شو کولای چې د اوسنۍ افغان تګلارې سره کار وکړي، چیرې چې هغه د لا نورو بدلونو د راوستلو لپاره مجبور کړای شو. په وار وارې بیانونو ورکولو سره، کرزي په مسلسله توګه د ښکیلاکګرو متحدو پوځونو څخه وغوښتل چې تر ۲۰۱۱ وروسته دې هم په افغانستان کې پاتي شي، او پاکستان په ډیرې سختۍ سره یې په دې اعتراض وکړ چې امریکا یو وارې بیا افغانستان په حال پریږدي او دی (پاکستان) به بیا دې ته اړ وي چې کرښې دواړو خواوو ته د پرتو پښتنو سره په جګړ بوخت شي. او سره ددې ټولو د دغو محرمو اسنادو د فحش کیدلو څخه لږ څه وړاندې د مخالفینو د اعتراضاتو، د اوباما اداره په دولت، سیاسي طبقه او پوځ کې د ډیرو سختو مخالفتونو سره مخامخ شوه.
۲. په تېرو نهو کلونو کې امریکې په نه ستړي کیدونکي توګه پر پاکستان فشار راوست چې په افغانستان کې د کرارتیا د راوستلو لپاره دې لا مهم رول ولوبوي. کله ناکله ددې مطلب دا و چې د پاکستان د پوځ مشران دې د خپل پوځیانو فکر ددې لپاره تیار کړي تر څو د امریکې جنګ د مسلمانانو پر وړاندې  ددوی له خوا پر مخ بیول شي. مشرف په دغې حصه کې د امریکې لپاره ډیر زیات ارزښتمند و، خو کله چې نور یې د خپلو بادارانو (امریکایانو) خواهشاتو په پوره کولو کې پاتي راغى، نو له دندې نه ګوښه کړای شو او د هغې پر ځای کیانی ددې لپاره راوستل شو چې د امریکایانو لپاره تر مشرفه لا نور مهم ګټور پریوځي. نو له همدې له کبله امریکایانو د پاکستان حکومت دې ته اړ کړ تر څو د کیاني د مشرۍ موده دې د لا نورو دریو کلونو لپاره تمدید کړي. د دغې دندې د پوره کولو پر وخت د پاکستان صدراعظم، یوسف رضا ګیلاني وویل: د پوځي عملیاتو بریالیتوب یوازې د جنرال اشفاق کیاني تر مشرۍ لاندې تر لاسه کیدای شي. دغه عملیاتونه په خپل حساسو شیبو کې دي او ددې کامیابۍ د لړۍ تداوم د اوسني مشرتابه په تداوم پورې تړلې ده. خو سره له دې هم امریکه له کیاني څخه په کندهار کې د امریکایي عملیاتو په ترڅ کې د هغې د مرستې لپاره په شمالي وزیرستان کې د پاکستانی پوځ د نامؤفقه تحرک پر سر ناراضه ده. ددې سره سره چې په لنډې مودې کې امریکايي چارواکو په مسلسله توګه د کیاني سره ملاقات کړي دي، خو بیا يې هم ونشو کولای چې د هغو پر وړاندې چې د پاکستاني خاورې د امریکايي پوځونو پر وړاندې جنګیږي مؤثر اقدامت وکړي. دا نه یوازې دا چې د کندهار پر عملیاتو منفي اغیز یې درلود بلکې د اوباما د ټاکنو هغو لوظونو ته یې زیان ورساوه چې د افغانستانه څخه د پوځونو د راوستلو په هکله يې کړي وو.
۳. په افغانستان کې د اوباما د ادارې د ښکاره ناکامۍ له کبله، بالخصوص د عامو خلکو وژنه، ددې لامل وګرځیده چې د اوباما افغان تګلاره د ډیرو سختو تنقیداتو لاندې راغله. د اوباما اداره په دې فکر کې ولوید چې کیدای شي د رأی ورکونکو هغه اثر چې په کانګرس کې د دموکراتانو د ماتې لامل وګرځید په کال ۲۰۱۲ کې د ولسمشرۍ په ټاکنو هم اغیز ولري.
او د ویکی لیکس له لارې د محرمو اسنادو خپریدل په همدغې وضعیت کې تر سره شول.
۴. د هغو ۹۰۰۰۰ خپرو شویو اسنادو په دقیق کتنې سره دا کتل کیږي چې هیڅ کوم نوي معلومات چې د افغانستان او پاکستان په هکله د نوي تګلارې پورې تړون ولري، نه دې خپاره شوي. بلکې دا یوازې هغه اسناد دي چې د بش له خوا د افغانستان او پاکستان په هکله د جوړې تګلارې منتقد دي. دا هیڅ حیرانونکې نه ده چې دغه اسناد د اوباما د ولسمشرۍ ته د رسیدلو او د هغې د افغانستان او پاکستان په هکله د تګلارې د اعلانولو څخه مخکینۍ نیټې لري. نو له همدې کبله د خپرو شویو محرمو استخباراتي اسنادو څخه یوازې د بش د ادارې پر سر انتقادات راپورته کوي، نه د اوباما پر ادارې.
۵. د برنیو ټکو په پام کې نیولو سره مونږ دې نتیجې ته رسیږو چې د اوباما ادارې قصداً دغه خفیه او محرم اسناد د دوو دلایلو پر بنسټ خپاره کړي دي.
لومړې، په داخلي توګه ددې هدف دا و چې ټولو هغو ډلو ته چې د امریکايي ادارې سره مخالفت لري دا په ډاګه کړي چې د ناکامۍ بنسټونه په مخکیني ادارې کې وو او دغه سندونه پر دې شهادت کوي، او تیرو پالیسیو اوباما دې ته اړ کړ چې هرڅه دې بیرته له سره وګوري. د لومړنيو محرمو سندونو د خپریدو د بهیر سره جوخت اوباما به خپلې یوې وینا کې وویل، سره له دې چې زه د هغو محرمو اسنادو په هکله چې د جنګ د میدان څخه خپرې شوي دي او کولای شي چې د افرادو او عملیاتو ته د خطر سبب واقع شي، خو حقیقت دا دى چې دغه اسناد پرته له هغه څه چې د افغانستان په هکله ټول لا له وړاندې د عامو بحثونو له لارې پرې خبر وو، بل هیڅ څه نوي نه په ډاګه کوي. او دا هغو ننګونو ته اشاره کوي، چې زه ( اوباما) له وړاندې دې ته اړ شوم، تر څو د تیر مني راهیسې د خپلې پالیسۍ بیا کتنه په ژوره توګه ترسره کړم. (د جولای ۲۷، ۲۰۱۰)
دویم، تر څو پر کیاني لانور فشار راولي چې د هغې له لارې کیاني په شمالي وزیرستان کې د طالبانو او حقاني ډلې پر وړاندې پاکستاني پوځیانو ته تحرک ورکړي. او ځکه چې د مشرف په دور کې د کال ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۷ پورې کیاني د آی اس آی مشر پاتې شوى دى، نو له دې کبله د آی اس آی په هکله د معلوماتو خپریدنه هغې ته د شخصي سپکاوي سره برابر ده.
ددې ټولو برنیو ټکو څخه دا رابرسیره کیږي چې د دغو ټولو اسنادو خپرونه خپله د اوباما د ادارې له خوا تر سره شوې، تر څو یو وارې بیا په خپلو هغو شیطاني/امریکايي چلونو سره چې له سلګونو کلونو راهیسي خپل او پردي خلک غولوي، دغه لړۍ جاري وساتي.


په درنښت
دغه مطلب د مختلفو معتبرو منابعو څخه راټول کړل شوې دې.