دپاکستان دپوليسو د دوو لوړپوړو افسرانو دنيولو حکم دبې نظير بوټو دوژلو په اړه صادرشوى دى .
په پاکستان کې دترهګرۍ پرضديوې محکمې ددغو دوو افسرانو دنيولوحکم چې دپاکستان دپخوانۍ لومړۍ وزيرې بې نظير بوټو دامنيت دټينګښت مسؤليت يې درلوده صادرکړى دى .
بې نظير بوټو درې کاله وړاندې په راولپنډۍ ښارکې دټاکنيزو سياليو په لړکې ديو بريد په ترڅ کې ووژل شوه .