لراوبر ــ پښتونخوا
پيپلز ګوند وايي چې حکومت رامنځته کولو سره به په بلوچستان ايالت کښې پوځي عمليات بند کړل شي او په پښتونخوا کښې به د پوليسو نظام بېرته په ليويز بدل کړل شي ،
د راپورونو تر مخه د بلوچستان څخه بريالي شوو د قامي او صوبائى اسمبلۍ د پيپلز ګوند غړو په اسلام آباد کښې د پيپلز ګوند د مرستيال مشر اصف على زرداري سره وکتل ، په ملاقات کښې د بلوچستان پر حالاتو خبرې اترې وشوې ، او د پښتونخوا د مسئلو په حقله مشورې وکړل شوې ، په دغه ليدنه کښې د بلوچستان د ولس سره شوي ظلم باندې پيپلز ګوند د ولس څخه بښنه وغوښته او په پښتونخوا کښې د روانو عملياتو د درولو د سياسي بنديانو آزادولو صوبائى خپلواکي او ليويز نظام بېرته فعاله کولو باندې اتفاق وشو.