پريزيډنت يحيى خان هم مجبور و هغه څه چې د ده له اسلافو څخه ورپاتې وو هغه وپالي. پوره دوه ويشت کاله د خلکو په ککره کې دا خبره ور د ننه شوې وه چى ګوندى سياست مداران خاينان وو او يواځې هغه څوک چې د هيواد د ساتنې او ارامى وظيفه يې په غاړه وه ، پوځ و. تور تور وي مگر سپين بيا دومره تور نه دي! يحيى خان چې د هغې ټولنې و نو څنګه کيداى شول چى له فکري انحراف څخه خالي واى. نو دا چې نوموړي د قدرت د سپارنې ژبه کړې وه، منظور يې هغه چا ته د قدرت سپارل وو چى مخکې له مخه په نښه شوي وو. او په دې هکله له ده سره هيڅ ډول شک اوترديد نه و. خو غلط فهمي بل ځاى وه داسې چې ټول عهدونه او ژبې له مجبوري نه شوې وې او که نه د رژيم پايښت به له امکان څخه لرې خبره واى. او د دې لپاره چې رښتيا کوم څه وو، نود هغه لپاره پوره وخت په لاس کې و.
په دې ډول نوى پيل په زړه بڼۀ بدل شو اوورپسې راتلونکى لوى خيانت يو گام لرې و.
(٥)
تر انتخاباتوڅخه دمخه لاس وهنه .
د هيڅ يوه ځانګړي ګوند د منځ ته راتلو امکان که د لويديز وي او که د ختيز پاکستان،نه ليدل کيږي. … دا سوال چې ختيز پاکستان يو ګوند د لويديز پاکستان په ضد جوړ کړى نه پيدا کېږي .که چيرې داسې پوښتنه پيدا شي نو مانا به يې د پاکستان ختميدل وي.
پروفيسور ع. و. چودرى د يحيى خان د اساسي قانونو غير رسمي مشاور ١٠ سپتامبر ١٩٧٠
پدې کې هيڅ شک نشته چې له لمړۍ ورځې يحيى خان داسې تصميم نه درلود چې له ځانګړي قدرت څخه لاس واخلي او يا قدرت خلکو ته وسپاري. مگر د ١٩٦٩ کال اپريل د مياشتې مهم سوال دا و چې دا کار څنګه وکولاى شي چې د خلکوله سترګوڅخه داسې تصميم پټ وساتي. د ايوب خان له روله څخه يې ګټور درسونه اخستي وو. دکتاتوري نه هضميدله، عمومي انتخابات په هر ډول چې وو بايد ومنل شي، خلک تر دې وروسته په دروغ ويلو نه غوليږي او لکه د تير شوو انتخاباتو په ډول هغسې عجيب او غريب تمرينونو هم نور دمنلو د منلووړ نه وو. نو د دې ټولو حقايقو په رڼا کې لازمى ګڼل کيده چې خلکو ته دې څه نوې څيره وښيي. پريزيډنت يحيى خان پدې باور درلود چې دا ځل کوم څه چې خلکو ته وړاندې شي بايد ډيموکراتيکي بڼه ولري. دا تخنيک به د اولسونو د اجتماع په مخامخ ډال شي اود رژيم په ګټه به وي. نو هغه وچې قدرت ته له رسيدو څخه څو هفتې وروسته يې خپل مقصد ته د رسيدو لپاره د خلکود نظرياتو په ټولولو پيل وکړ.
بايد د نوموړي سياسي پوهه ومنل شي ځکه چې د داسې پلان په جوړيدلو يې پيل کړى چې له يوې خوا د خلکو د منلو وړ وي اولۀ بلې خوا د ده د ځانګړي قدرت د ساتنې تضمين وکړي. دا عجيب يو ساده فورمول و او ورڅخه داسې څرګنديده چې د اولسي انعکاس په هکله يې هڅه کوله چې په انتخاباتوکې له مخامخ لاسوهنې څخه ځان وژغوري او مخکې له مخه داسې لارې چارې ولټوي چې د هغو په رڼا کې د داسې نوي اساسي قانون چوکاټ جوړ کړي چې د ده له موقعيت سره ټکر ونه خوري- يانې قرباني به له اختر څخه وروسته شي! د دې پلان هڅه دا وه چې د اولس د غولولو لپاره اساسي ليارې چارې ولټوي. خورا غوره کوشش يې دا و چې د سياست مدارانو په منځ کې د نفاق او شخړې تخريبوونکې ساري ناروغي پيدا کړي. يحيى خان پدې پوره باور درلود چې راى ورکوونکي ته که چيرې پوره وخت ورکړ شي نو د دې امکان به پيدا شي چې په يوه ځانګړي ګوند پسې لاړشي او دا کار به د هغوى په منحرفولو او د خپل مقصد په لور روانولو کې ډير اغيزناک وي. په پاى کې به وکولاى شي چې د اسمبلې له بي اتفاقي د ګټې اخستلو په ترځ کې هغه څه چې غواړي هماغسې سياسي قانون جوړ کړي. که چيرې دى وکولاى شي په دې پلانونو بريالى شي، نور به نو خلاصې تڼۍ مخ پر وړاندې ځي.
يحيى خان پوره دلايل درلودل چى د خپل برياليتوب په هکله مطمئين وي. که څه هم سياست مداران د ايوب خان د له منځه وړلو په هکله سره په يولاس وو، خو له هغه څخه وروسته پدې اړه چې راتلونکى حکومت دې څه ډول وي،سره نه جوړيدل. دا حقيقت د دې لپاره چې ولې نوموړي د ايوب خان موزې په پښو کړېې ښه دليل کيداى شي.
د هيواد د نارامۍ دليلونو ته مو پخوا اشاره وکړه چې د پنجابى ډلې د لويېدونکې خودخواهي او خود پرستي نتايج و. هغوى اولس د سياسي رنګه اړخونو د ښودلو په انتظار کې سترګې په لار ساتلي وو مگر سياست مداران هم له ملامتى څخه خلاص نه وو. که چيرې هغوى د دې چال چلن په هکله خپله کلکه نارضايي ښودلې واى او يا يې ځانونه ګوښه کړي واى، نو د پنجابي بيروکراسي په لومه کې به داسې کلکنه واى بند شوي. خو له بده مرغه هغوى د خپلو حرصونو لومو په دې لوموکې نښلولي وو. په پاى کې داسې مرحله راورسيده چې ګوندونه بيله بند و باره جوړيدل او ړنګيدل. د دې ګوندونو په منځ کې حتى داسې وليدل شول چې يواځې درۍ غړي يې درلودل: جوړوونکى د ګوند مشر، د دفتر چپراسي يې د سکرتر او کاکا يې د خزانه دار وظيفه اجرا کوله!
يوه بله د يادونې وړ پيښه دا وه چې يوه اماتور ګوندمشر، وروسته له هغه چې ګوند جوړ شو، پخپله ده ته د شمول اجازه ورنکړى شوه، نوموړى مجبور شو مخ يې بل لور ته واړاوه او سمدستي يې څو مياشتې وروسته بل داسې ګوند جوړ کړ! په ١٩٦٩ کال کې شپږديرش پارټۍ او ګوندونه تيار او د انتخاباتو د وخت رارسيدوته سترګې په لار وو. نو طبعي خبره ده چې جنرال يحيى خان له داسې طلايي موقع څخه د ګټې اخستلو لپاره په دستبازى (لاسوهنه) پيل وکړ.
کله چې نوموړي دا ماجراجويي غوره کړه، يو ټکى يې له سترګو الونيا پاتې شوى و چې هغه د ختيځ بنګال له استعماري استثمار څخه عبارت و اوله دوه لسيزو څخه يې توپان راغونډيدلو. دې خبرې داسې امکان پيدا کړى و چې هغه دسيسه چې جنرال يحيى خان جوړه کړې وه ناکامه او شنډه کړي دا خبره به له پيښې وروسته ورمعلومه شي او په نتيجه کې به د نوموړي خورا سخته او ژورهخودخواهي له خورا لويې غلطۍ سره مخامخ کړي.
فعلاً خو هرڅه له پروګرام سره برابر پرمخ تګ کاوه – يحيى خان د خپلو سياسي تجربو په رڼا کې پر مخ روان و د شطرنج لوبه په ډيره ګرمى او حرارت جاري وه.