کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / (( زما لويه ګناه داده، چې پښتون يم ))

(( زما لويه ګناه داده، چې پښتون يم ))

څو ورځې وړاندې په  هېواد کې د پارلماني ټاکنو وروستۍ پايلې د ٣٣ ولايتو استوګنو ته اعلان شوې؛ خو د لانجمن غزني ولايت لومړني نتايج، چې په دغه سيمه کې پښتنو ته د منلو وړ نه و، د څو ورځو لپاره همداسې ګونګ پاتې شول او بلا اخره د تېرې چار شنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کميسون ددغه ولايت وروستۍ پايلې هم لکه څنګه چې په لومړيو نتايجو کې ١١ واړه چوکۍ هزاره قوم ته اعلان شوې وې، هماغسې پرته له کوم بدلون ورکړل شوې.

په غزني ولايت کې ٧٠ سلنه پښتانه په پارلمان کې ددغه ولايت له ونډې( ١١ )چوکيو نه بې برخې کول څه ساده خبره نه وه او نه دا چاره د وړو خلکو تر وسې وه؛ خو بدبختي داده، کله چې يو ځواک وغواړي کوم هېواد ترخپل استعمار لاندې راولي؛ نو لومړى د هغه ځاى اقليت پخپله غېږ کې نيسي، د اړتياو پوره کولو لپاره يې خېريه چارې ترسره کوي، مشرانو ته يې د پام وړ کارونه سپاري؛ خو برعکس د اکثريت په سيمو کې د ناامنۍ تخم شيندي، په يو او بل نوم يې مشران وژني سيمه اييز تعصبات په کې پيدا کوي.  کنه تاسې تاريخ مطالعه کړئ! دابه در ته جوته شي، چې د نړۍ ډېر هېوادونه د خپل اقليت له لاسه کړېدلي او ړنګ شوي دي.

اوس په افغانستان کې هم همدا حال دى؛ ځکه يو وخت مې په يوه کتاب کې د يوه انګرېز دخولې خبره لوستې وه: (( ترڅو چې په دې سيمه کې مسلمان او پښتون وي، موږ هېڅکله نه شو کاميابېدلى.))
دغه راز ((امريکايي الاصله يهودي هولبروک)) هم څو مياشتې وړاندې مخامخ ټولې نړۍ ته دا خبره وکړه: (( د هر پښتون په کاله کې يو تن ترهګر دى.))
تاسې فکر وکړئ د افغانستان په تېرو کورنيو جګړو کې ډېر زيان چا وليده؟! وژنه په اکثريت کې ډېره وشوه، کورونه د اکثريت ډېر ړنګ شول، مشران د اکثريت ډېر ووژل شول، هجرت کې هم اکثريت ډېرول او ژوندي په اکثريت کې ډېر ورک شول.

دغه راز همدغه استعمار چې غواړي اکثريت ناکام او زبېښاک سره مخ کړي؛ نو اقليت ته د محروميتونو خبرې کوي او ورته وايي، چې په تاسې اکثريتو داسې ظلمونه وکړل، کورونه يې درته ړنګ کړل، تعصب درسره کوي، دا کوي هاغه کوي… او کله چې ددوى ترمنځ د کينې او بدبينۍ اورونه بل وويني؛ نو له همدې لارې بيا خپلو موخو ته خپل ځانونه په اسانۍ سره رسولى شي.

اصلاً  اوس خبره يوازې د غزني ولايت نه ده، چې په تېرو ټاکنو کې پښتون مېشتو سيمو کې ټاکنې ونه شوې. ترمخ پرته ستونزه په ټوله کې د پښتنو له سيمو زېږېدلې وژنې، نا امني، بې روزګاري، ناچاري، بدبختي، کړاو، وېره او مخالفتونه  هم ددوى په کورنو کې دي او زيان يې هم همدوى ته دى؛ ځکه خو راتلونکي پارلمان کې ٦٥سلنه پښتنو لپاره ٣٠ سلنه ونډه اټکل شوې او دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.

په نړۍ کې به هېڅ داسې يو قوم نه وي، چې هغه دې دښمن ونه لري؛ خو دا دښمن په هغه وخت کې ډېر کاميابېږي کله چې يې پر وړاندې خلک ساده، بې فکره او بېشعوره وي لکه پښتانه.
موږ که ددې خبرې د ثبوت لپاره وړاندې لاړ نه شو او وپوښتو، چې د هېواد په لنډې ٣٠ کلنې جکړې کې ولې له پښتنو سره په يوه ټغر د راټولېدو احساس پيدا نه شو؟ ځواب به مو څه وي؟ چې ايا دا جګړه په پښتنو تپل شوې ده!.

نه دا به زموږ يوه بله تېروتنه وي، چې په تېرې هغې يې وکړو؛ ځکه که چېرته همدا پښتون د چا له لاسه بم، راکټ او بارود وانه خلي څه فکر کوئ بل څوک به ددې جرات وکړي، چې دده په کور کې بم وچوي او يا بارودو ته اور ورته کړي!. ښکاره خبره ده، چې دا ټول څه دده(پښتون) په مشوره کېږي. کنه تاسې وګورئ! په ډېرى ځايونو کې، چې پښتون وژل شوى، قاتل يې پښتون دى.

زه نه وايم، چې قومونه خپل منځي اختلافات نه لري، طبعي ده، چې هر قوم به له خپلمنځي شخړو سره مخامخ وي؛ خو کله چې ملي مسله رامنځته کېږي؛ نو بيا خپل ملي حيثيت په پام کې نيسي او د يو احساس له پلوه خپل ځان تر بل چا کم نه راولي.
خو دا نا پوهي په پښتنو کې لاشته، چې په خپل کور کې يې د بل په لاس اور بل کړى، ښوونځي سوزوي، روغتونونه ړنګوي، مسجدونو کې بمونه الوزوي او … کوي.

موږ دلته غزنى ځکه ډېر يادوو چې پښتنو ته يې پارلمان کې ونډه نه ورکول دوى ته ډېره دردوونکې ده.
د ټاکنو خپلواک کميسون هم داويل، چې د پښتنو په ځينو سيمو کې د ټاکنو نه ترسره کېدل د ناامنۍ په وجه ول؛ خو لکه څنګه چې د غزني پښتنو په دې برخه کې دولت پړ ګڼه او ويل يې چې ستونزه په خلکو کې نه بلکې امنيتي مقاماتو کې وه، چې د امنيت په ټينګولو کې پاتې راغلي وو.

پوښتنه داده: که چېرته يادې ټاکنې نا مشروع او مخالفينو يې له يوه مخه ترسره کېدل نه غوښتى؛ نو بيا ولې پرته د پښتنو له سيمو بل ځاى کې د ټاکنو مخه ونه نيول شوه؟!
افسوس- ډېر افسوس، چې نه چا د زړه له کومې د پښتنو خواخوږي وکړه او نه يې کوم شعوري مشر وموند. بس هر چا د خپلې موخې لپاره ترې ګټه اخيستې او لا يې له ټپي ټپي سټې پرې شوې غوښې په سکروټو وريتېږي.
 
د پښتنو په اړه د شاعر دا بېت ډېر دردوونکى دى:
چې لوټلى زه د هر دور قارون يم
زما لويه ګناه داده چې پښتون يم
نتيجه:
ترڅو چې له لويه سره په ټولو پښتنو کې شعور پيدا شوى نه وي  او خپل ورور، کور، کلى او هېواد يې ځان نه وي ګڼلى؛ نو دا بدمرغي به يې په کاله همداسې مېشته او و جود به يې خداى مه که نږدې راتلونکي کې محوه او ترهغې به پرې دا نفاق چينجي اخته وي، ترڅو چې يې ټولې غوښې ترې نه وي خوړلي.

هو!  زه په افغانستان کې د نورو قومونو او پرګڼو مخالف نه يم ، ټول زماورونه او تن دي؛ خو خبره د عدالت او انډول ده، چې له پامه غورځول يې ښې پايلې نه لري.