کور / خبرتیا او پيغامونه / د ډنمارکي پښتو قاموس د مخکتني خبرتيا

د ډنمارکي پښتو قاموس د مخکتني خبرتيا

د دنمارک مېشتوکونړيانودکولتوري ټولنې له خوا ددسمبر په يوولسمه د وايلې ښارکې دپېلوزې اوبورامجلواو دړومبني دنمارکي ـ پښتوسمندرګي دمخکتنې غونډه جوړېږي.
دبورااوپېلوزې مجلې دعمر بورازماني اونجيب الله قاضي خېل په امتيازچاپ اوخپرېږي. دنمارکي ـ پښتو سمندرګی دهېواددپېژندل شوي ژورناليست محمدصفرخواريکښ د کاراوزيارپايله ده، چې په دې وروستيو کې ددنمارک دمعتبرې خپرندويه ، موسسې له خوا چاپ اوخپور شوی دی.
په دغه غونډه کې پرمخکتنې سربېره مشاعرې اوټنګ ټکور ته هم ځای ورکړ شوی.
قدرمن شاعران که دګډون مينه وال وي ددسمبرتراتمې نيټې دې له لاندنيوتېلېفونو سره اړيکه ټينګه کړي:
Tlf.: +45 71406908, 40235641, 25637307
Adresse:Finlandsvej 103 a
Vejle 7100
Denmark




له ډنمارک څخه د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز د مبارکۍ پیغام


د دې باغ ګلونه کم نه دي خوشاله تازه تر ، تر تازه ترو راغوړیږي
په ډېرې خوښۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد پېژندل شوي فرهنګي شخصیت ښاغلي صفر خواریکښ په ډېر زیار سره د ډنمارکي ـ پښتو لومړنی سمندرګی چاپ او خپور کړی .ددغه اثر چاپ له یوې خوا د ښتو زبې په پیاوړتیا کې او له بلې خوا د ډنمارکي ژبې د زده کړې محصلینو او مهاجرو افغانانو ته ډېر ګتور او اړین دی .ښاغلي خواریکښ په اصل کې پښتو زبه د ډنمارک له تاریخي ملت سره داسې نږدې کړه چې ډنمارک پېژندونکي پښتانه به د دغو دوو ملتونو تاریخي دوستي او ان د ژبو ( پښتو او ډنمارکي ) په لا نږدېوالي کې ګټوره برخه واخلي .موږ په داسې حال کې چې ښاغلي خواریکښ ته د تودو مبارکیو او نیکو هیلو مراتب وړاندې کوو ، له وخت نه په ګټې اخیستو د ( بورا ) او ( پېلوزې ) د مجلو د نېکمرغه چاپ له امله د هغو قدرمنو چلوونکو ته د شاباسیو ګلانو ګېډۍ وړاندې کوو ، او ورسره جوخت دلته په ډنمارک کې د یوشمېر مېشت کونړیانو د فرهنګي ټولنې د ټولو غړو په تېره بیا د ښاغلي ودیر ساپي اغیزمنې هلې ځلې ستایو او دغو ټولو یارانو ته د سفر په دغه اوږده او کږلېچنه لار کې د طاقت ، پراخ نظرۍ او ښه مدیریت هیله کوو .
پښتانه باید خپل خادمان وپېژني او درناوۍ یې وکړي
زموږ بری په پیوستون او سمون کې دی
د ملګرتیا له هیلو سره
یوسف هېواددوست