کور / تازه خبرونه / کندهار : د ٢٢ کيلومتره سړک د رغېدني کار پېل سو

کندهار : د ٢٢ کيلومتره سړک د رغېدني کار پېل سو

هغه مراسم چي نن تر غرمې مخکي په همدې موخه جوړ سوي پکښي د پنجوايي ولسوالۍ ولسوال حاجي باران خاکسار، امنيه قومندان اعظيم خان، د سيمي قومي مشرانو او سپين ږيرو گډون کړى وو.
دغه سړک چي دوه ويشت کيلومتره اوږدوالى، اته متره بر او دسړک دواړو خواوو ته شپږ شپږ متره پياده رونه لري د دوو مياشتوپه موده کي به جوړ او ګټې اخستني ته چتمو سي.
دغه سړک د سپين نال د کلي څخه شروع او بيا زنګي آباد پوري غځېدلى دئ.
د نوموړي سړک مالي لګښت د افغانستان د اسلامي جمهوريت د انکشافي بودجې څخه ورکول کيږي.
دپنجوايې ولسوالى ولسوال حاجي باران خاکسان د نوموړي سړک په جوړيدنه خوښي وښودل او خلکو ته يې وويل چي د دې سړک تر جوړېدو وروسته به تاسو په اساني سره خپل حاصلات مارکېټ ته ورسوى .