د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا وايې چي نړيوالي مرستندويه ادارې دي د بهرنيانو پر ځاى افغان کارکوونکي په دندو وګماري ځکه د سيمي له ژبو او دودونو سره اشنا دي.
دغه خبره کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د ملګرو ملتونو د همږغۍ او بشري چارو د دفتر (UNOCHA) عمومي مشري کاټرين برجي، د افغانستان په سطحه د همدې دفتر مشر ټيم فټ، د همدې دفتر عمومي مرستيال ياسين او ور سره پلاوي سره د هغه د کار په دفتر کي د يوې ليدني پرمهال وکړه.
د ملګرو ملتونو د همږغۍ او بشري چارو د دفتر (UNOCHA) عمومي مشري کاټرين برجي وويل چي ددوى دفتر له تېرو دوو کالو را پدېخوا په کندهار کي فعاليت لري او د هرډول بشري ناورينونو او عاجلو پيښو پر وخت مرستي کولو بشپړ تيارى لري.
هغې له کندهار والي غوښتنه وکړه چي په کندهارکي ددوى دفتر خپل وړانديزونه او غوښتني وړاندي کړي چي والي ورڅخه لومړى د بهرنيانو پر ځاى د افغان کارکوونکو د ګمارني غوښتنه وکړه او د هغه ترڅنګ يې په ليري پرتو سيمو کي د کډوالۍ د مخنيوي لپاره د لومړنيو اسانيتاوو د برابروني او د بې کارۍ د کچي د راکمولو وړانديزونه وکړل.