د کندهار ولايت په ارغنداو ولسوالۍ کي د يوه مځکني ماين د چاودېدو له کبله يو تن پوليس ژوبل سوى . ياد ماين شاوخوا څلور بجې د دې ولسوالۍ د چين ګل په سيمه کي د پوليسو پر يوه رېنجر موټر چاودلى چي په پايله کي يې يو تن پوليس ژوبل سوى چي اوس مهال د درملني په موخه کندهار ميروېس روغتون ته وړل سوى .
ارغنداو ولسوالۍ په دې وروستيو کي يوه له نا ارامه ولسوالۍ څخه ګرځېدلې چي ډېرى وخت ورڅخه د مرګ ژوبله خبرونه اورېدل کيږي .