د زابل ولایت امنیتی چارواکي وايي چې د یو لړ تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې يې تر شپږ سوه کیلوګرامه ډیر چرس تر لاسه کړی دي.
ددې ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکیو پر وړاندی د مبارزې مدیر ډګروال غلام ربانی وویل چې دغه چرس تیره شپه د تلاشیو پر مهال تر لاسه شوي دي.
نوموړي وویل چې پولیسو د استخباراتی معلوماتو پر بنسټ د کلات ښار اړوند د مجنون په کلي دوه کورونه وپلټل او له دواړو څخه یې ۶۰۵ کیلوګرامه چرس تر لاسه کړل.
هغه وویل چې له دغو چرسو سره د تړاو په تور یو کس هم نیول شوی دی.
غلام ربانی زیاته کړه چې د نشه يي توکیو پر وړاندي د مبارزې پولیسو په زابل ولایت کې د نشه يي توکیو د کار وبار د مخنیوي په موخه خپلې هڅې زیاتي کړيدي.
د زابل پولیسو پداسي حال کې د نشه يي توکیو پر وړاندي د هڅي د ګړندیتوب خبر ورکوي چې ددې ولایت چارواکي وايي چې کوکنار کښت پدې ولایت کې تقریباً صفر ته رسیدلی دی.