لیکنه : سیدقطب
ژباړه :عبدالرحمن فرقاني
یو داسې تاریخي حقیقت شته دی ، چې اسلامی دعوتګران په ټوله نړۍ کې او په هر زمانه کې ورته ځیر شي ، او ښه غور پرې وکړي ، ځکه چې دا حقیقت د اسلامي دعوت په تګلاره او لوری کې قاطع او غوڅ اثر لري .
اسلامي دعوت یو بېنظیره نسل پیدا کړ ـ دصحابه وو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین نسل ـ یو داسې بېنظیره نسل ئې پیدا کړ چې د اسلام په تاریخ او دبشریت په ټول تاریخ کې ئې بیا ساری پیدا نه شوو . بیا دا راز نسل پیدا نه شوو .. هوکې بې شکه چې د تاریخ په اوږدو کې به دا راز افراد خامخاپیدا شوي وي . خو هیڅکله هم داسې پیښه نه شوه چې په دې ډول لویه شمیره کسان په یوه ځای او یوه وخت کې پیدا شي ، لکه چې د دې دعوت په لومړۍ مرحله کې پیدا شول .
دا په تاریخ کې ثبت شوی یو روښانه او ریښتني حقیقت دی ، یو داسې دلالت پکې نغښتی دی چې باید موږ پرې ښه غور وکړو ، کیدای شي چې په سر (راز) ئې پوه شوو .
د دغه دعوت قرآن د موږ په وړاندې موجود دی ، او درسول الله صلی الله علیه وسلم احادیت او دهغه مبارک عملي لارښونه ، د هغه سپیڅلی سیرت ، دا ټول زموږ په وړاندې داسې موجود دي ، څرنګه چې د هغه لومړی نسل په وړاندې موجود وو ، هغه چې بیا په تاریخ کې تکرار نه شؤ ..او لدې عناصرو څخه یوازې رسول الله صلی الله علیه وسلم غایب شوی ، آیا دا هغه سر(راز) دی ؟ .
که د دې دعوت دبشپړتیا لپاره درسول الله صلی الله علیه وسلم شخصي وجود حتمي وی ، نو به الله تعالی دا دعوت د ټول بشریت لپاره نه وی ګرځولی ، او دا رسالت به ئې آخري رسالت نه وی ګرځولی ، دټول بشریت وکالت به ئې تر قیامته نه وی ورسپارلی .. مګر الله تعالی په خپله د قرآنکریم دساتنې کفالت کړی ، او الله تعالی پوه ؤ چې دا دعوت وروسته له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه هم شونی دی ، او ممکنه ده چې ثمر ورکړي ، نو ئې رسول الله صلی علیه وسلم درویشت کاله وروسته له رسالت نه خپل لوری ته وباله ، او له رسول الله صلی علیه وسلم نه وروسته ئې تر قیامته د دغه دین د ژوندی پاتی کیدلو وعده وکړه .. نو درسول الله صلی الله علیه وسلم شخصي غیاب دغه حقیقت نه شي تفسیرولی او نه ئې دا لامل کیدای شي .
« « « « «
نوباید د کوم بل لامل پلټنه وکړو ، راځي چې هغه چینه وګورو چې دا لومړی نسل ورنه اوبه کیده ، کیدای شي په دې هکله څه بدلون رامنځ ته شوی وي ، او هغه تګلاره وڅیړو چې دا نسل ئې پیدا کړی ، کیدای شي چې په دې هکله هم څه بدلون رامنځ ته شوی وي .
لومړۍ چینه چې دانسل ورنه اوبه شوی ، هغه دقرآن چینه ده ، یوازې د قرآن چینه . او درسول الله صلی الله علیه وسلم لارښونه او احادیث هم دې همدغې چینې له آثارو څخه یو اثر دی . کله چې د عایشې رضی الله تعالی عنها نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو اړوند پوښتنه وشوه ، نوئې وویل :
\” كان خلقه القرأن \” (قرآن ئې اخلاق وو) .
نو یوازې قران هغه چینه وه چې دوی ورنه اوبه کیدل ، د قرآن سره همنوا کیدل ، دقرآن پربنسټ روزل کیدل ، داسې نه وه چې هغه مهال بشریت لره کوم تمدن ، فرهنګ ، علم نه ؤ ، او تالیفات او څیړنې نه وې .. هیڅ کله نه ، داسې نه وه ! هغه مهال د رومانیانو تمدن ، فرهنګ ، کتابونه او قانونونه ؤ ، چې تر اوسه اوروپا د هغه په اساس اویا د هغه د امتداد په اساس ژوند کوي . او هغه مهال د اغریقي تمدن د منطق ، فلسفه او هنر اغیزه وه ، او هغه تر ننه پورې د لویدیځوال د تفکیر سرچینه ده . او هغه مهال د فارسي تمدن هنر ، شعر ، داستانونه ، عقیدې او دحکومتدارۍ نظامونه هم وو ، او نور بې کاره او سپک تمدنونه هم وو : لکه د هند تمدن او دچین تمدن او داسې نور . د رومانیانو او فارسیانو تمدنونو خو جزیره العرب له شمال او جنوب نه کلابنده کړې وه ، او همدا راز یهودیت او نصرانیت خو د جزیره العرب په زړه کې اوسیدل .. نو د نړیوالو تمدنونو او نړیوالو فرهنګونو د کمښت له کبله هغه لومړی نسل د خپل ابتدایی تکوین په مرحله کې قرآنکریم ته مخه کړې نه وه .. بلکې د یوه پریکنده تصمیم او یوې انځور شوې تګلارې په پایله کې ئې په قران تکیه کړې وه ، اوپه دې خبره باندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه غضب او قهر دلالت کوي ، کله ئې چې د عمر رضی الله تعالی عنه په لاس کې د توارات یوه صحیفه ولیده ، او ويې فرمایل : \”پرالله تعالی قسم که موسی علیه السلام هم ستاسو په منځ کې اوس ژوندی وی نو ده لره به روا نه وی پرته لدې چې زما پیروی ئې کړې وی \” . روښانه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم قصدا دا پریکنده دریځ خپل کړ ، ترڅو د هغه نسل چینه د تکوین او جوړښت په لمړیو مرحلو کې یوازې قرآن وي ، تر څو یوازې قرآن ته مخلص پاتې شي ، اویوازې د هغه په تګلاره مستقیم پاتې شي ، د دې لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم د شدید قهر اظهار وکړ چې عمر رضی الله تعالی عنه له بلې چینې څخه استفاده و نه کړي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل چې یو خالص القلب ، خالص التصور ، خالص الشعور او یو خالص التکوین نسل چې د الله تعالی له لارښونې او تګلارې نه پرته له بلې کومې لارښونې نه متاثر نه وي جوړ کړي ، هغه تګلاره او لارښونه چې په قرانکریم کې نغښتی ده .
هغه نسل یوازې له دې یوې چینې څخه اوبه شوی ؤ ، نو ځکه په تاریځ کې د بې نظیره شان او حیثیت خاوندنسل دی .. بیا څه پیښ شول ، چې چینې سره ګډوډې شوې ! په هغه چینه کې چې راتلونکی نسلونه ورنه اوبه شول ، اغریقي فلسفه او منطق ، فارسی داستانونه او تصورنه ، یهودي اسرائیلیات او د نصاری لاهوت او داسې نور فرهنګونه او رواجونه ګډ شول ، او دا ټول د قرانکریم په تفسیراو علم الکلام کې ګډ شول ، او همدا راز په فقه او اصولو کې ګډ شول . او د دې مختلطې چنیې پر اساس د لومړی نسل نه وروسته نور ټول نسلونه پیدا شول ، او هغه بېنظیره نسل بیا هیڅ کله تکرار نه شو .
په دې کې شک نه شته چې په لمړۍ چینه کې اختلاط ( ګډوډیدل ) یو له هغو بنسټیزو عواملو څخه دی ، چې د لومړی بېنظیره نسل او د نورو نسلونو تر منځ ئې دا ژور توپیر را منځ ته کړي دی .
«« «« «« ««
دچینې د څرنګوالی له توپیر نه پرته یو بل اساسی عامل هم شته ، او هغه دقرآن دحاصلولو څرنګوالی دی ، چې د لومړي بې نظیره نسل نه توپیر لري .. هغوی په ـ لومړي نسل ـ کې قرآن د مطالعې او ثقافت لپاره نه لوست ، د تذوق او متاع لپاره ئې نه لوست ، له دوی څخه یوه هم قرآن د دې لپاره نه لوست تر څو ئې فرهنګي سویه لوړه شي ، او نه ئې د دې لپاره لوست تر څو ئې د فقهي او علمي مسالو پانګه ډیره شي او خپله علمي سویه او حیثیت پرې باندې لوړ کړي ، بلکې د دې لپاره ئې ورته غوږ نیوه چې د الله تعالی امر د خپل ځان او د هغه ټولنه چې دی پکې اوسیږي ، او دهغه ژوندانه اړوند چې دوی په دې دنیا کې تیروي ، واوري ، هغه امر واوري اوپه فوری توګه پرې عمل وکړي ، څرنګه چې عسکر په میدان کې روزانه امر په فوری توګه پرځای کوي ! نو لدې ځایه له دوی څخه یوه هم په یوه سبق کې ډیر آیاتونه نه زده کول ، ځکه چې دوی پوهیدل چې دا ټول مکلفیتونه او دندې دي چې باید پرځای شي ، نو ځکه ئې په لسو آیاتونو اکتفا کوله چې حفظ ئې کړي او عمل پرې وکړي ، څرنګه چې د این مسعود رضی الله تعالی عنه په حدیث کې راغلی :
دغه احساس ..د تنفیذ لپاره دقران د حاصلولو احساس .. دغه احساس دوی لره په قرآن کې د معرفت ، پوهې او متاع ډګرونه پرانیستل ، که چیرې دوی د څیړنې ، مطالعې او لوستلو د احساس په اساس ورته مخه کړې وي نو به دوی ته دا ډګرونه نه وی پرانیستل شوی ، د دې لپاره په قران باندې عمل کړل ورته آسانه وو ، او د مکلفیتونو بار ئې ورته دروند نه ؤ ، قرآن ئې پرځان او ژوندانه کې په واقعي بڼه عملي کاوه ، او قران به د دوی په ژوندانه کې ژوندی فرهنک ګرځیده ، په ذهنونو اود کتابونو په منځ کې به نه پاتې کیده ، بلکې داسې پیښې او آثار به ئې را منځ ته کول چې د ژوندانه لوری ته به ئې بدلون ورکاوه .
دا قرآن خپلې خزانې او کنزونه چا ته تر هغه نه ورکوي تر څو د دې روحیه په بنسټ ورته مخه نه کړي : د عملی پوهنې روحیه . قرآن د دې لپاره نه دی راغلی چې د عقلی متاع کتاب وي ، او نه هم د هنر او ادب کتاب ، او نه هم د کیسو او تاریخ کتاب دی ، سره لدې چې دا ټول ئې محتوا تشکیلوي ، بلکې د دې لپاره راغلی چې د ژوندانه تګلاره وي ، خالصه الهي تګلاره . الله تعالی دوی ته د دې لارې په پرلپسې توګه لارښونه کوله :
( وقرآنا فرقناه لتقرأه علی الناس علی مکث ونزلناه تنزیلا ) سوره الاسرا الایه۱۰۶
دا قرآن ټول په یوه ځل نه دی نازل شوی ، بلکې د نویو نویو اړتیاو په اساس نازلیده ، اوپه افکارو او تصوراتو کې د ټاکلې ودې پربنسټ نازلیده ، اوپه ټولنه کې د ټاکلې اوثابتې ودې په اساس نازلیده ، او دهغو ستنزو په اساس نازلیده چې په اسلامی ټولنه کې یو مسلمان وګړی ورسره په واقعي بڼه مخ کیدای شي . یو آیت اویا څو آیاتونه د یوې معینې پیښې اړوند نازلیدل ، او هغه څه ئې خلکو ته روښانه کول چې د دې پیښې اړوند د خلکو په زړونو کې پیدا کیدل ، او هغه څه به ئې ورته انځورول چې د دوی په خاطر کې به راګرځیدل ، او د دې کار دعملی کولو تګلاره به ئې ورښودله ، د دغه احساس او ګمان تیروتنې به ئې ورته سمولې ، اوپه دغه ټولو شیانو کې به ئې دالله تعالی سره د دوی رابطه ټینګوله ، او دالله تعالی هغه صفات ئې دوی ته بیانول چې په دې کون کې اغیزناک دی ، نو داسې احساس به وسره پیدا کیده چې ګواکې دالله تعالی تر نظر لاندې ، د قدرت په لمن کې ژوند کوي ، نو بالآخره به د دغه الهي تګلارې سره په واقعی ژوندانه کې عادت کیدل ، د دې تګلاره مطابق به ئې ژوند کاوه .
((دامر اوریدل او اخیستل د تنفیذ او عملی کولولپاره ))، دغه تګلاره د دې موجب شوه چې لومړی بېنظیره نسل پیدا کړي ، حال دا چې د لوست او مطالعې تګلارې دا نور وروستي نسلونه پیدا کړل ، اوپه دې کې شک نشته چې دغه دوهم لامل د لومړی بې نظیره نسل او نورو نسلونو تر منځ د اختلاف او توپیر اساسی لامل دی .
*** *** ***
دریم دپام وړ لامل هم شته چې باید غور پرې وشي او وڅیړل شي :
کله به چې سړی په اسلام کې داخلیده نو دجاهلیت ټوله ماضي به ئې پریښودله ، کله به چې اسلام ته راته داسې احساس به ئې کاوه چې یو نوی عهد ئې پیل کړی ، چې د جاهلیت له عهد نه بالکل متفاوت عهد دی ، هر هغه څه ته به ئې دشک او ډار په سترګه کتل چې د جاهلیت په زمانه کې به ئې وسره سروکار ؤ ، داسې احساس به ئې کاوه چې دا ټول نجس شیان دي او له اسلام سره سمون نه لري ! د دې احساس پربنسټ ئې د اسلام نوې لارښونه په لاس راوړله ، که چیرې به ئې نفس کوم ځل پرې غالبیده ، که چیرې به ئې زړو عادتونه کوم ځل ور جذباوه ، او که چیرې به ئې کوم ځل د اسلام د مکلفیتونو او مسؤلیتونو په وړاندې د کمزوری احساس کاوه .. سمدستي به ئې د ګناه او خطا احساس کاوه ، او دا احساس به ورسره پیدا کیده چې د ګناه په مقابل کې پاکۍ ته اړتیا لري ، بیرته به راګرځیده ترڅو د قرآني لار ښونې پابند شي .
هغه مهال به دمسلمان دجاهلي ماضي او اوسني اسلام په منځ کې بشپړ شعوري بیلتون را منځ ته کیده ، د جاهلیت د ټولنې له ټولو ټولنیزو اړیکو څخه به په بشپړه توګه ګوښه کیده ، هغه به دتل لپاره د جاهلی چاپیریال نه بیلده او دتل لپاره به د اسلامی چاپیریال سره پیوسته کیده . سره لدې که به ئې د مشرکینو سره د تجارت او نورو مسایلو کې راکړه ورکړه درلوده ، ځکه چې شعوری بیلتون یوڅه دی او روزانه راکړه ورکړه بل څه .
هلته د جاهلیت د چاپیریال ، رواجونو دودونو او روابطو او اړیکو څخه بشپړ شلیدل وو ، د شرک له عقیدې څخه به د توحید د عقیدې لوری ته رابیلدل وو، د جاهلیت له تصور څخه د اسلام د تصور په لور رګرځیدل وو، چې اسلامي ټولنې ته د پیوستون په بنسټ ممکنیږي . د یوه نوی قیادت سره ، دغې نوی ټولنې ته دخپل ا طاعت او فرمانبرداری اعلانول وو .
دا دې لارو ویش ؤ ، دا په نوی لاره دتګ پیل ؤ ، د جاهلیت دې زمانې د ټولو رواجونو، دودونو او په ټولنه باندې له مسلط ارزښتونو له فشار څخه خپواک او آزاد تګ ، او هلته په هغه ټولنه کې دمسلمان له زورولو څخه پرته بل څه نه وو ، خو له کومه ځایه چې ده په خپله دا عزم او اراده کړې وه ، نو د جاهلیت د رواجونو ، دودونو او تصورونو فشار په ده باندې اغیزه نه درلودله .
موږ نن په هغه جاهلیت کې یوو چې داسلام هم عصره جاهلیت ؤ، آن تر دې چې تر هغه ظالم جاهلیت ، تر موږ ټول تاو راتاو جاهلیت دی .. دخلکو تصورونه او عقاید ، رواجونه او دودونه ، د فرهنګ ، هنر ، ادب او قوانینو موارد ، آن تر دې چې هغه څه چې موږ ئې اسلامي فرهنګ ګڼوو ، اسلامی مراجع ، اسلامی فلسفه ، اسلامی تفکیر .. دا ټول د هماغه جاهلیت پربنسټ روان دي !! له دې کبله داسلام ارزښتونه زموږ سره نه جوړیږي ، د اسلام تصور زموږ په عقلونو کې نه روښانه کیږي ، د دې لپاره د موږ په منځ کې هغه بېنظیره نسل چې داسلام په صدر کې د لومړی ځل لپاره رامنځ ته شو نه پیدا کیږي .
د دې لپاره چاره نه شته پرته لدې چې موږ د اسلامی حرکت په تګلاره کې ، د تکوین او جوړښت پرمهال د هغو ټولو جاهلی تصورنو او افکارو څخه ځان خلاص کړو چې موږ په خپل ژوندانه کې ورسره لاس او ګریوان یوو ، چاره نشته پرته لدې چې په لومړۍ مرحله کې هغه خالصې چینې ته وروګرځو له کومې نه چې هغه بې نظیره نسل اوبه شوی ؤ ، هغه ګرنټي شوې چینه چې پکې هیڅ ډول شک اوشبه نه شته ، دقرآن سپیڅلې چینه .