د شمالي وزيرستان مرکز ميران شاه ته نږدې د پوځيانو پر پوسته باندې بمي بريد کښې دوه تنه سرتېري ژوبل شوى دى او په ځوابي عملياتو کښې بريد کوونکۍ وژل شوى دۍ ، د راپورونو تر مخه يوه نابلده کس د امنيتي ځواکونو پر پوسته لاسي بم وغورځولۍ چې له امله دوه تنه سرتېري ژوبل شول ، د سرتېرو په ځوابي ډزو کښې بريد کوونکۍ ووژل شو، د پېښې وروسته په سيمه کښې کلک امنيتي ګامونه اوچت کړل شوى دى.