پاکستان پيپلز ګوند مخدوم امين فهيم په قامي اسمبلۍ کښې خپل پارليماني مشر وټاکلۍ ، وئيل کېږي چې د پيپلز ګوند مرستيال مشر اصف على زرداري ومخدوم امين فهيم ته دغه دنده سپارلو خبرتيا ورکړل شوې ده چې ورته د نورو ګوندونو سره د خبرو اترو چارې سپارل شوي دي ، ددغه وروسته مخدوم امين فهيم په اسلام آباد کښې د منظور وټو او په مري کښې له نواز شريف سره وکتل.