د افغانستان د اساسي قانون د څارني د کمېسون مشر ګل رحمان قاضي د آزادۍ راډيو ته ويلي دي چي دوى د لويي څارنوالۍ او د انتخاباتو د کمېسون ترمنځ منځګړتوب شروع کړى دئ.
نوموړي ويلي دي چي د ده هڅه دا ده چي له مشرانو جرګې، لويي څارنوالۍ، ستري محکمې او د انتخاباتو د کمېسون استازي راغونډ کړي او د ستونزو حل د قانون په رڼا کي وکړي، چي د ولس رضايت هم ترلاسه او تشويشونه يې رفعه سي.
بلي خوا ته د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد پوهاند ودير ساپي آزادۍ راډيو ته ويلي چي د دريم کس منځګړتوب يوازي په سياسي مسايلو کي وي، په حقوقي مسايلو کي منځګړتوب ته اړتيا نسته، قضايي مراجع د قانون په رڼا کي فيصله کوي او حق و حقدار ته سپاري او مشکلات له منځه ځي.