د چين په ګوانجو ښار کې د آسيايي لوبو د پيل په مراسمو کې د افغانستان د ملي سرود نه خپراوي یوه تېروتنه نه بلکه دا د کرزي په دولت کې د شمالي ټلوالې د اغیزې او ځواک یوه ښه بېلګه ده. په یوه نړیواله لوبه کې داسې یوه ناوړه کار، اشتباه نه بلکه یو قصدي عمل و چې دا عمل د شمالي ټلوالې شوم عزایم څرګندوي.
دا سپکاوی د هر افغان په مخ یوه څپېړه ده. دا کومه وړه خبره نه بلکه د افغانستان د ملي هویت او رسمیت مسله ده. (په پاړسي کې متل دی چې وایی: بازی بازی، با ریش بابا هم بازی). هر کار یو حد او اندازه لري، دا خبره باید په ډاګه او زغرده ووایو چې افغانان د افغانستان د ملي هویت په اړه هېڅ ډول تېروتنه او لوبه نه شي زغملای.
په دې تړاو د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستیال ښاغلی مبارز راشدي په بیجنګ کې د افغانستان سفارت یې پړ او تورن وباله: “له بده مرغه په ځېنو برخو کې تېروتنې کيږي چې دا په بهر کې زموږ د استازو کمزورتيا او نيمګړتيا په ډاګه کوي، هيله ده چې په بهر کې زموږ استازي دغه ټکي ته متوجه شي او هيله مند يم په راتلونکي کې دا ډول کار ونه شي”.
له بلې خوا د افغانستان د المپيک کمېټه له دې خبرې لاعملي څرګندوي او د کمېټې يوه چارواکي مصطفى وردګ په دې اړه داسې ویلي دي: “نه پوهېږو چې چا دا سندره د آسيايي لوبو تنظيمونکو ته سپارلې وه .”
خبره دا ده چې د افغانانو په ځانګړی ډول د پښتنو په خلاف یو منظم خوځښت او عمل روان دی. پوښتنه دا ده چې داسې یوه تېروتنه ولې د افغانستان د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې نه کېږي چې هغوی کابوه هره میاشت په نړیواله کچه سیالي او مسابقې لري؛ ځکه نو دا ناشونې عمل د افغانانو او دولت جدي پاملرنه غواړي. دولت دې باید جدیت سره د دې ناوړه عمل څېړنه او شننه وکړي او عاملین دې (که د افغانستان اولمپیک کمېټه وي اوکه په بېجنګ کې د افغانستان د سفارت مسوولین) له افغانانو څخه معذرت وغواړي او هرومرو مجازات دې شي.