د جاپان هيواد په مالي مرسته او د افغانستان د کرهڼي وزارت په څارنه د اې ډي اې يا افغان پرمختيايي ټولني له خوا د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د نږدې اته زره پارسله اصلاح سوو غنمو په ګډون ځيني اړين او ګټور تخمونه ووېشل سول.
د دامان ولسوال سراج احمد وويل، ياده سوې مرسته چي د پينځو ورځو په اوږدو کي به توزيع سي، نه يوازي د دامان ولسوالۍ له کروندګر سره په اقتصادي برخه کي مرسته کوي بلکي په ټوليز ډول به د دامان ولسوالۍ د کرهڼي لپاره يو لوی پرمختګ او لاسته راوړنه وي.
د دامان ولسوالۍ د ټولنيزي شورا مشر حاجي پير محمد هم ياده سوې مرسته اړينه وبلله او ويې ويل: “ما د شورا په غونډو کي هم دا خبره ياده کړې ده او اوس هم په دې آند يم، که چېري د دامان ولسوالۍ له کروندګرو سره مرسته وسي، هغوی وروزل سي، د کرهڼي په برخه کي له پرمختلليو لارو چارو سره بلد سي، په پوره باور سره ويلای سم چي له دامان ولسوالۍ څخه به يوه نمونه يې ولسوالي جوړه سي، دا ځکه چي دامان ولسوالۍ په بشپړ ډول پر کرهڼيزه برخه ولاړه ولسوالي ده.
ولسوال له دې امله زياته خوښي وښوده چي ياده سوې مرسته پر خپل ټاکلي وخت کروندګرو ته ورسېده او هغوی به د يادو سوو توکو په مرسته وتوانېږي چي په کرهڼيزه برخه کي پرمختګ رامنځته کړي.